په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې د یو هیلي کاپټر د غورځېدو خبر تایید کړ.
د فاع وزارت د سېپټېمبر پر ۱۰مه په یوه اعلامیه کې چې پر اېکس (پخواني ټوېټر) یې خپور کړی، ویلي دي چې په هماغه ماښام د طالبانو د هوايي ځواک یوه چورلکه چې د غور ولایت د تولک ولسوالۍ په لور روانه وه، د الوتنې پر مهال د ځینو تخنیکي ستونزو له امله له غره سره ولګېده.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې چورلکې د طالبانو یو شمېر چارواکي لېږدول چې ټول یې له پېښې ژوندي پاتې شول او هېڅوک مړه یا ژوبل نه دي.
تر دې وړاندې، سیمه ییزو سرچینو د مشال راډیو افغان څانګې ته ویلي وو چې په هیلي کاپټر کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري، د غور والي حیات الله مبارک او څو نور چارواکي سپاره ول.
د سرچینو په وینا دوی د تولک ولسوالۍ په نعلبندان سیمه کې د سربو د معدن له لیدنې وروسته د فیروزکوه ښار ته د ستنېدو په حال کې وو چې هیلي کاپټر ولوېد.