د پاکستان حکومت د کشتۍ ډوبېدو پېښه باندې ولې خاموشه دی؟

د کراچۍ په سمندر کې د کب نیوونکو کشتۍ - پخوانی تصویر

له بنو د پاکستان د قامي اسمبلۍ یو غړی او د بنو د خوجړي کلي خلک وايي، د عمان، ايران او پاکستان تر مینځ په سمندر کې د کشتۍ ډوبېدو پېښه کې ۲۰ کب نیوونکي وژل شوي چې ۱۸ یې د بنو اوسېدونکي دي.

له بنو نه د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي نسیم علي شاه د سېپټېمبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې بېړۍ د سېپټېمبر پر شپږمه ډوبه شوې او پکې سپاره نږدې ټول کسان د بنو د خوجړي کلي اوسېدونکي وو. نوموړی وايي، د پاکستان د قامي اسمبلۍ په راتلونکې غونډه کې به دا موضوع وړاندې کوي. مشال راډیو چې کله له نوموړي نه وپوښتل چې د پاکستان حکومت ولې په دې خبر خاموشي غوره کړې ده؟ نو هغه وویل، "حکومت د بدنامۍ نه د بچ کېدو لپاره داسې کوي او په رسنیو هم فشار راوړي چې دا خبر مه خپروئ."

د خوجړي کلي خلکو څرګندونې:

د بنو د خوجړي کلي یو اوسېدونکي شاه فیاض خان د سېپټېمبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې د کشتۍ ډوبېدو پېښه کې د هغه د کورنۍ ۱۳ کسان هم ډوب شوي دي. هغه وايي په خوجړي کلي کې ویر او ماتم دی خو تر دې مهاله هېڅ یو حکومتی چارواکی هم هلته نه دی ورغلی چې ورته تسلیت ووايي یا ډاډګیرنه یې وکړي.

نوموړي وړاندې وویل، "وژل شوي کسان ټول ځوانان دي، عمرونه یې د ۲۰ او ۳۰ کلونو په مینځ کې دي، يوازې د دوو کسانو عمرونه پکې د ۴۰ او ۵۰ په مینځ کې دي."

هغه وړاندې وویل، د کشتۍ ډوبېدو پېښه کې دوه کسان د پنجاب د مظفر ګړ او پاتې ۱۸ یې د بنو دي.

خوجړی د بنو یو ورکوټی کلی دی او ټول پکې ۶۰ کورونه دي او د اوسېدونکو شمېر یې ۵۰۰ پورې دی. د شاه فیاض په وینا هغوی ته د دې پېښې خبر د کشتۍ ډوبېدو پېښه کې ژوندي پاتې شوي تن حمیدالله ورکړ. هغه وايي حمیدالله ورته په یو غږیز پیغام کې کیسه وکړه چې څه پېښ شول؟

د خوجړي کلي یو بل اوسېدونکي شېروز خان د سېپټېمبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، ټول کلی ژاړي ځکه چې ډېر کسان په یو وار ډوب شوي دي او هېڅ درک یې نه لګېږي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي نسیم علي شاه هم مشال راډیو ته وویل چې د کشتۍ ډوبېدو پېښه کې یو تن ژوندی پاتې شوی دی او هماغه ورته د پېښې خبر ور رسولی دی.

حکومت څه وايي؟

مشال راډیو د سېپتېمبر پر ۱۵مه د حکومتي دریځ معلومولو لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د فیدرالي تحقیقاتي ادارې (فیډرل انوېسټيګیشن اېجنسي یا اېف ای اې) له چارواکو سره اړیکه ونیوله. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي له دې وجې چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا مهال د دې پېښې په اړه څه نه شي ویلی. د اېف ای اې یوه چارواکي هم د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د کشتۍ ډوبېدو په اړه ورسره معلومات نشته او نه هم د دې پېښې کومه پلټنه کېږي.

پاکستانۍ رسنۍ څه لیکي؟

د کشتۍ ډوبېدو پېښه کې د ۲۰ کسانو د وژل کېدو خبر یوازې د اردو ژبې یوه اخبار او دوو وېبپاڼو خپور کړی خو د پاکستان تلویزوني رسنیو او ترڅنګ یې د اردو او انګرېزۍ ژبو سترو ورځپاڼو په دې اړه هېڅ هم نه دي خپاره کړي.

ټولنیزې رسنۍ څه خپروي؟

پر ټولنیزو رسنیو یوه وېډیو خپره شوې ده چې ورکې ښکاري چې د شپې په تورتم کې یو کس له اوبو راویستل کېږي او یوې سمندري بېړۍ ته د زینو له لارې خېژول کېږي. په یو بل غږیز پیغام کې اورېدل کېږي چې یو تن په بنوسۍ لهجه د کشتۍ د ډوبېدو، د خپلو ملګرو د مړینې او د ځان د ژغورل کېدو کیسه کوي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د دغه وېډیو کره والی نه شي تاییدولی او نه هم دا ویلی شي چې دا وېډيو په کومه نېټه او چېرته ثبت کړل شوې ده؟

په جنوبي ضلعو کې د جماعت اسلامي ګوند مرستیال امیر اختر علي شاه چې پخپله هم د بنو سیمې اوسېدونکی دی، د سېپټېمبر پر ۱۶مه یې مشال راډیو ته وویل چې غږ د خوجړي کلي د حمیدالله دی څوک چې د کشتۍ ډوبېدو پېښه کې ژوندی پاتې شوی دی.

ایا بنوسیان د کب نیونې کاروبار کوي؟

په جنوبي ضلعو کې د جماعت اسلامي مرستیال امیر اختر علي شاه وايي د بنو د ځینو کورنیو خلک په لومړي ځل په ۱۹۸۰ز کلونو کې کراچۍ او ګوادر ته تللي وو او هلته یې د کب نیونې کاروبار پیل کړی وو. د نوموړي په وینا زیاتره بنوسیان په مزدورۍ کار کوي چې د ګټې دوه برخې یې د بېړۍ مالک ته رسېږي او یوه برخه یې مزدوران په خپلو کې سره تقسیموي.

هغه وړاندې وویل چې له بنو شاوخوا ۵۰۰ کسان په ګوادر، جیوني او په کراچۍ کې د کب نیونې له روزګار سره تړلي دي.

د خوجړي کلي له خلکو نه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د هغوی کلیوال له اګسته نیولې تر مارچه پورې د کب نیونې د مزدورۍ لپاره کراچۍ او بلوچستان ته ځي او بیا د مارچ په پای کې کلي ته ستنېږي او تر جولای پورې په کلي کې پاتې کېږي.

خلک څه تمه لري؟

د خوجړي کلي اوسېدونکي وايي حکومت دې له غمځپلو کورنیو سره لاس امداد وکړي. په جنوبي ضلعو کې د جماعت اسلامي مرستیال امیر اختر علي شاه هم وايي چې تراوسه حکومت له خلکو سره هېڅ ډول مرستې نه دي اعلان کړې او که همداسې غلی پاتې شي نو د هغوی ګوند به یې پر ضد احتجاج وکړي.