د پاکستان د ګډو ګټو شورا (کونسل اف کامن انټرسټس يا سي سي ای) د مرکزي حکومت د هغه اقدام ملاتړ کړی دی چې پر اباسین د شپږو نویو نهرونو (کانالونو) جوړولو پروژه د صوبو تر مینځ د موافقې تر لاسه کېدو پورې دروي.
د شورا غونډه د اپرېل پر ۲۸مه په اسلام اباد کې وشوه چې د پاکستان پر وزیراعظم شهباز شریف سربېره د پاکستان د ټولو صوبو اعلاوزيرانو او يو شمېر نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو ګډون پکې کړی وو.
تر غونډې وروسته په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وويل شول: "سي سي ای د مرکزي حکومت هغه پالیسي تاییدوي چې له متقابل تفاهم پرته به هېڅ نوي نهرونه نه جوړېږي. دا پرېکړه شوې ده چې مرکزي حکومت به تر هغه وخته پورې نور اقدام نه کوي، تر څو چې د صوبو ترمينځ متقابل تفاهم رامینځ ته نه شي."
دا تر هغه وروسته ده چې د فبرورۍ پر ۱۵مه د پنجاب اعلاوزیرې مریم نواز شریف او د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د "زرغون پاکستان" په نوم یوه لویه پروژه پرانیسته چې پکې د جنوبي پنجاب د ځمکو خړوبولو لپاره د نویو نهرونو جوړول هم شامل دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
سیند کې پر اباسین د ۶ نویو نهرونو جوړولو پروژې ضد مظاهرې روانې دي
هغه پروژه د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت منظوره کړې وه چې اوس یې وفاقي حکومت د عملي کولو هڅه کوي. د پروژې له مخې به پر اباسین دوه نهرونه په سیند، دوه په پنجاب، یو په بلوچستان او یو په خیبر پښتونخوا کې جوړېږي.
د پاکستان حکومت وايي چې د پروژې موخه شاړې ځمکې او بېدیاګانې (دښتې) زرغونول او سمسورول دي چې ګټه یې ټولو صوبو ته رسي خو مخالفان وايي چې نوي نهرونه به یوازې پنجاب ته ګټه ورسوي.
خو د سیند په مختلفو برخو کې د دې لانجمنې پروژې پر وړاندې ولسي وګړو، فعالانو، وکیلانو، زده کوونکو او پر صوبې د واکمن پیپلز ګوند غړو او پلویانو پراخ احتجاجونه وکړل.
د سیند اسمبلۍ هم په مارچ کې د نویو نهرونو پروژې پرضد قرارداد منظور کړی وو.
په سیند کې مظاهرچیان او صوبايي حکومت وايي چې پر اباسین د نویو نهرونو له جوړېدو سره یې په صوبه کې، چې وار له مخه د تازه اوبو له کمښت سره مخامخ ده، د اوبو بحران ژورېدای شي او زراعت یې اغېزمنېږي.
تر دې وروسته په سیند کې د واکمن او په وفاقي اېتلافي حکومت کې د شامل پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي ول چې هغه پروژه نه مني او دا موضوع د پاکستان د ګډو ګټو شورا مخې ته ږدي.
خو په سيند کې د وکيلانو د ټولنو غړيو د ګډو ګټو د شورا تر غونډې وروسته، د اپرېل پر ۲۸مه ماښام پرېکړه وکړه چې تر هغه وخته به د صوبې پر کچ خپلو احتجاجونو ته دوام ورکوي، تر څو د اباسين پر سر د شپږو کانالونو د جوړېدو د پلان د دايمي لغوه کېدو په اړه يوه "واضحه" اعلاميه ترلاسه نه کړي.
اباسین د پاکستان تر ټولو لوی سیند دی چې له خیبر پښتونخوا، پنجاب او سینده تر تېرېدو وروسته په عرب سمندرګي ورګډېږي.