په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ورستنېدونکو چارو کمېسیون وايي، له ایرانه د افغان کډوالو ایستل په بې ساري ډول زیات شوي دي او هره ورځ زرګونه کډوال وطن ته لېږدول کېږي.
د کمېسیون په وینا، یوازې د جولای پر دویمه نېټه ۵،۰۰۰ کورنۍ د هرات د اسلام کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته واوښتې.
بلخوا د ایران د تایباد ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي، د افغانانو د ایستلو لړۍ خورا چټکه کړې ده.
د تایباد سرحدي ولسوالۍ مرستیال مهدی رجبي ایرانیو رسنیو ته ویلي چې د جولای پر لومړۍ نېټه ۲۱،۰۵۰ افغان کډوال افغانستان ته لېږدول شوي دي.
رجبي زیاته کړې چې د جون له ۲۲مې د جولای تر لومړۍ نېټې پورې شاوخوا ۱۴۰،۰۰۰ افغانان هېواد ته استول شوي دي چې دا شمېر د تېر کال پرتله په بېساري ډول زیات دی.
دا هم وګورئ:
ملګرو ملتونو افغانستان ته ستنیدونکو کډوالو پر حالت اندیښنه څرګنده کړې دهد بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو د "پی او ار" کارډونو موده وغځويله ایران او پاکستانه د کډوالو نږدې شپږ نیم زره کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې له ایران او پاکستانه ۸۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې ديد ایران محدودیتونو بې اسناده افغان کډوال اندېښمن کړي ديایراني چارواکي وايي، د جولای تر شپږمې نېټې پورې یې بې اسناده افغانانو ته ضرب الاجل ورکړی دی چې خپل وطن ته دې واپس شي او تر هغې وروسته به د کډوالو د ایستلو لړۍ لا پسې چټکه شي.
په ورته وخت کې د "حال وش" په نوم د بشري حقونو یوې ادارې ویلي دي چې ګڼ افغانان او بې اسناده بلوڅانې د زاهدان الغدیر کیمپ ته لېږدول شوي چې هلته د څښاک اوبه او مناسب خواړه نه لري.
بل لوري ته پر ټولنیزو رسنیو هم داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ظاهراً پکې ځینې عام ایراني وګړي او ایراني امنیتي ځواکونه افغان کډوال ځوروي، وهي، ټکوي او توهینوي یې. مشال راډیو د هغو ویډیوګانو کره والی نه شي تاییدولای.
په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد د تاوتریخوالي پېښې تر هغې وروسته زیاتې شوې چې تېره میاشت تهران د ایران پر پوځي اهدافو او اټومي مرکزونو د اسراییلو د بریدونو په غبرګون کې بهرنیان تل ابیب ته په جاسوسۍ تورن کړل. له دې سره سم، تر ډېره هلته مېشت افغان کډوال له ستونزو، نیولو او ان د عامو وګړو له تبعیض سره مخامخ شول.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وايي، ایران یوازې په جون کې کې تر ۲۳۰،۰۰۰ زیات ډېر افغانان هېواد ته لېږدولي دي. سازمان د جون پر ۳۰مه په یو بیان کې وویل، ایران ډېری کډوال په زور له خپلې خاورې ایستلي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د جون پر ۲۶مه په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د لیدو پر مهال له نوموړي غوښتنه کړې وه چې افغان کډوال دې په تدریجي ډول او د یو مېکانیزم له مخې افغانستان ته ولېږدوي. ایراني سفیر هغه مهال متقي ته ویلي ول چې د کډوالو موضوع به له خپل حکومت سره شریکه کړي.