د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو د "پی‌ او‌ ار" کارډونو موده وغځوي


افغان کډوال په پاکستان کې
افغان کډوال په پاکستان کې

د بخښنې نړیوال سازمان - ایمنسټي اڼټرنېشنل - د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې د افغان کډوالو د هغو کارډونو موده دې وغځوي چې دوی ته د ثبت شویو کډوالو په توګه ورکړل شوي دي.

دا هغه کارډونه دي چې د پاکستان د نوم لیکنې ادارې (نادرا) لخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو ان اچ سي ار) په همکارۍ افغان کډوالو ته ورکړل شوي دي.

یادې ادارې ویلي چې که په پاکستان کې د افغان کډوالو د "پی‌ او‌ ار" کارډونو موده په سمدستي توګه ونه غځول شي نو دا کډوال به بیرته افغانستان ته پر تګ مجبور شي او هلته به یې بشري حقونه له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جون پر ۲۰مه له پاکستانیو چارواکو وغوښتل چې نه یوازې د دې کارډونو موده وغځوي بلکې په سمدستي توګه د بهرنیو کډوالو اېستلو لړۍ هم ودروي.

ایمنسټي انټرنېشنل دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د جون پر ۲۰مه په نړۍ کې د کډوالو ورځ ولمانځل شوه.

د پاکستان وزیراعظم وايي نړیوالې شخړې باید د خبرو، مذاکراتو او سفارتکارۍ له لارې هوارې شي څو د نړۍ په کچه د کډوالو مسایلو ته د حل لارې وموندل شي.

شهباز شریف زیاته کړې، د دې باوجود چې نړیوالې مرستې تر ډېره کمې شوې دي خو پاکستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د سلګونو زرو افغان کډوالو کوربتوب کړی دی.

په پاکستان کې د شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغان کډوالو لپاره د "پي او‌ ار" کارډونو قانوني موده د جون میاشتې پر ۳۰مه نېټه پای ته رسېږي. خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا نېټه به وغځول شي او که نه؟

پاکستان د ۲۰۲۳م کال له نومبره د دوی په وینا په ملک کې د مېشتو ناقانونه کډوالو اېستلو ته دوام ورکړی دی چې زیاتره یې افغان کډوال دي.

خو دا پروسه له هغه وروسته چټکه شوه د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال د اپریل له لومړۍ نیټې وروسته د (ای سي سي) یا افغان تابعیت کارډ لرونکو افغانانو د ایستلو اعلان وکړ.

په پاکستان کې د "پي او ار" کارډ درلودونکي یو شمېر افغانان هم د دې هیواد له حکومت غواړي چې د دوی د کارډونو د اعتبار موده وغځوي.

په پيښور کې یو افغان کډوال عبدالمطلب مشال راډیو ته وویل، "زموږ غوښتنه دا ده چې موږ سره دې نرم چلند وکړي او په بې عزتۍ مو دې له دې ځایه نه شړي. افغانستان زموږ هیواد دی، نن یا سبا به بیرته لاړ شو، خو لږ تر لږه دې موږ ته وخت راکړي چې خپلې معاملې او کارو بارونه راټول کړو."

يو بل افغان اسلم خان هم وايي چې دوی په دې حالت کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

ده وویل، "موږ ته باید یوه زمینه برابره شي، ځکه چې موږ په افغانستان کې سرپناه نه لرو، ۴۵ کاله مو دلته تېر کړي دي. موږ څنګه افغانستان ته لاړ شو؟ ایا دوی به موږ ته اجازه راکړي چې له ځانه سره یو څه یوسو؟"

مخکې بیا یو شمېر افغان کډوال چې افغانستان ته ستانه شوي، مشال راډیو سره په خبرو کې تور پورې کړی چې د پاکستان پولیسو ورسره ناسم، او له سپکاوي ډک چلند کړی دی."

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د ۲۰۲۵م کال د مې پر ۲۵مه ویلي وو چې په پاکستان کې له يو لاک څخه زیات داسې افغانان مېشت دي چې که افغانستان ته ستانه شي نو ژوند ته یې خطر پېښېدلی شي.

خو پاکستانیو چارواکو داسې تورونه تل رد کړي او وايي چې یوازې هغه کډوال باسي چې په دې ملک کې د اوسېدو قانوني اجازه نه لري.

د پاکستان ترڅنګ، ایران هم له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه چټکه کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) ویلي چې په اپریل او مې میاشتو کې شاوخوا نیم میلیون کډوال له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG