امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د پاکستان په ګډون پر خپلو سوداګریزو شریکانو د نویو تعرفو (ټیکسونو) وضع کولو اعلان کړی دی.
اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي، د ټرمپ د اګست لومړۍ نېټې اقدام یوشمېر هېوادونه نهیلي کړي، ورسره په نړیوال بازار کې د ډالر ارزښت کم شوی دی او پر نړیواله کچه د ونډو بازار خراب شوی دی.
د اژانس په خبره، هغه هېوادونه چې په وروستیو کې یې له واشنګټن سره تجارتي موافقې وکړې، د ټرمپ له اقدامه نه اغېزمنېږي.
تعرفه هغه ټیکس یا مالیه وي چې یو حکومت یې پر واردېدونکو (درامدېدونکو) شیانو لګوي.
ټرمپ د اګست پر لومړۍ د یو اجراییوي فرمان په لاسلیکولو پر ۶۹ هېوادونو له ۱۰ څخه تر ۴۱ سلنه پورې تعرفې ولګولې.
د فرمان له مخې، پر سوېټزرلینډ ۳۹ سلنه، د کاناډا پر زیاتره توکو ۳۵ فیصده، پر هند ۲۵، تایوان ۲۰ او پاکستان ۱۹ فیصده تعرفې لګېدلې دي چې د اګست له اوومې عملي کېږي.
ټرمپ د جولای پر ۳۰مه د یو بل اجراییوي فرمان په لاسلیکولو د برازیل پر ډېریو توکو ۵۰ سلنه تعرفې لګولې وې.
رویټرز اژانس وايي، په تېرو ورځو کې د واشنګټن او اسلام اباد ترمینځ د سوداګرۍ د تړون تر نهايي کېدو وروسته ټرمپ پر پاکستان د تعرفو کچ له ۲۹ څخه ۱۹ فیصده ته ښکته کړ.
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب په مشرۍ یو پلاوي د جولای پر ۳۰مه په واشنګټن کې له امریکا سره د سوداګرۍ تړون نهایی کړ. د موافقې په اړه زیات معلومات نه شته، خو پاکستاني چارواکي هیله من دي چې ورسره به تعرفې کمې شي.
ولسمشر ټرمپ تر هغې وروسته پر ټولنیزو شبکو په بیان کې وویل، امریکا له پاکستان سره "د تېلو لویو زېرمو" په پراختیا کې مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د اپرېل پر دویمه په سپینه ماڼۍ کې په وینا کې د اروپايي ټولنې په ګډون د ګڼو هېوادونو پر وارداتو (درامداتو) نورې "متقابلې" تعرفې ولګولې.
د "متقابلو تعرفو" اصطلاح چې ټرمپ وکاروله دا معنا لري چې هغه هېوادونه هدف ګرځول شوي ول چې وار له مخه یې پر امریکايي مالونو مالیې لګولې دي.
تر هغې وروسته لسګونه هېوادونو او اروپايي ټولنې له واشنګټن سره د نویو سوداګریزو موافقو لپاره مذاکرات پیل کړل. اروپايي ټولنه د جولای په پای کې له امریکا سره تجارتي موافقې ته ورسېده.
یوشمېر اقتصاد پوهانو په اپرېل کې خبرداری ورکړی وو چې تعرفې ښايي د نړیوال اقتصاد د ودې رفتار ورو کړي چې ورسره د سوړ بازارۍ (رکود یا کساد بازاري هم بلل کېږي) خطر زیاتېږي او دا چې تعرفې د اوسطې امریکايي کورنۍ کلني لګښوته تر څو زرو ډالرو پورې لوړولای شي.