د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، په غربي ولایت هرات کې د یو مساپر لېږدوونکي، لارۍ او موټرسایکل ترمینځ په ټکر کې د وژل شویو شمېر ۷۹ ته رسېدلی دی.
د طالبانو اطلاعاتي او فرهنګي چارو مشر احمد الله متقي رسنیو ته ویلي دي چې په وژل شویو کې ښځې او لږ تر لږه ۱۹ ماشومان هم شامل دي.
نوموړی وايي، د اګست پر ۱۹مه ناوخته له ایرانه د ستنو شویو کډوالو بس له اسلام کلا سره نېږدې په ګذره ولسوالۍ کې له لارۍ سره وجنګېد او اور یې واخیست.
متقي زیاته کړې چې د پېښې ډېری قربانیان د کابل، پروان، کاپیسا، غزني او بامیان ولایتونو اوسېدونکي ول چې جسدونه یې د هرات قول اردو مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په هرات کې د طالبانو د حکومت یو پوځي قومندان د اګست پر ۲۰مه اسوشيېټېډ پرېس اژانس ته وویل، یو موټرسایکل، د تېلو په بیرلو بار مزدا ټرک او بس سره وجنګېدل چې له وجې یې درېواړو ګاډو اور واخیست.
دی وايي، ټول کسان "بشپړ سوځېدلي" ول چې پېژندګلوي یې نه شوه کېدای.
مقدس زیاتوي، د "قد پر اساس" یې د خلکو پېژندګلوي کړې چې "څوک سړی وو، څوک ماشوم او څوک ښځه وه."
په هرات ولایت کې د طالبانو یو سیمه ییز چارواکي، چې نوم یې نه دی ښوول شوی، د فرانسي خبري اژانس ته ویلي، هغه مساپر په اسلام کلا کې په بس کې سپاره شوي ول او د کابل پر لوري روان ول.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۱۹مه د جرمني خبري اژانس ته ویلي دي چې زیاتره وژل شوي له ایرانه ایستل شوي کډوال دي.
د طالبانو پولیسو په بیان کې ويلي، له وژل شویو څخه یې دوه تنه په لارۍ کې او دوه پر موټرسایکل سپاره ول.
بیان زیاتوي چې د پېښې لامل د بس تېز رفتاري او د ډرېور بې احتیاطي ده.
په افغانستان کې وخت په وخت مرګونې ټرافیکي پېښې کېږي. د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې په غزني ولایت کې پر کابل-کندهار لویه لاره په دوو جلا، جلا ټرافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۲۰ تنه ژوبل شوي ول.
په افغانستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د قوانینو نه رعایت او د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د سړکونو خرابوالي، د خورا پخوانیو یا د ښي لاسو ګاډو استعمال او پر وخت د ګاډو معاینې او مرمت نه کولو له کبله پېښېږي چې مرګژوبله اړوي.