صوابۍ کې د ناڅاپي شړکنده باران پر مهال پېښو او سېلاب لږ تر لږه ۴ تنه وژلي دي

د بونېر په پیر بابا سیمه کې یوه نجلۍ په سېلاب کې د خپل ړنګ شوي کور پر پاتې شونو ناسته ده - د اګست ۱۷مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د ناڅاپي شړکنده باران له وجې په پېښو او سېلاب کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او یوشمېر ژوبل دي.

د صوابۍ انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) نصر الله مشال راډیو ته تایید کړه چې د اګست پر ۱۸مه په دالوړۍ کې زورور باران شوی دی خو د مرګژوبلې کره شمېر یې ور نه کړای شو.

نوموړي وروسته رسنیو ته وویل چې مرستندویه کارکوونکي د سخت سېلاب او لارو بندېدو له وجې اغېزمنې سیمې ته په رسېدو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

یو ځايي خبریال مصطفا کمال هم مشال راډیو ته وویل، په باده خوړ کې دومره لوی سېلاب دی چې مرستندویه کارکوونکي اغېزمنو سیمو ته په ورتګ کې له مشکلاتو سره مخامخ دي.

په همدې حال کې په ضلع کې د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي دي چې د ګدون سر په کوهي بانډه کې څلور تنه د کور بام پرېوتو په پېښه کې وژل شوي دي.

د پاکستان د اردو ژبې ډان نیوز ټېلېوېژن او نورو رسنیو ویلي دي چې په دالوړۍ کې د ناڅاپي شړکنده باران له وجې سېلاب یوشمېر کورونه لاندې کړي او اغېزمن کړي دي.

هغه رسنۍ وايي، په سیمه کې ګڼ خلک د ځان ژغورلو لپاره د کورونو بامونو ته ختلي دي.

ډان نیوز ټېلېوېژن د صوابۍ پولیسو په حواله وايي چې څه باندې ۷۰ تنه یې له سېلابه ژغورلي دي.

د خیبر پښتونخوا له سېلاب ځپلو سره مرسته

په عین حال کې د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د صوبې څلورو سېلاب ځپلو ضلعو ته یې په بېلابېلو توکو بار لسګونه لارۍ مرسته لېږدولې ده.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د اګست پر ۱۷مه پر خپله فېسبوک پاڼه په بیان کې ویلي، "۸۹ ټرکه مرستندویه توکي یې بونېر، باجوړ، سوات او شانګلې ته لېږدولي" دي.

اداره وايي، په مرستندویه توکو کې زرګونه خیمې، توشکونه، بالښتونه، کمپلې، پشه خانې (مچردانۍ)، د اوبو پمپونه، د لمرینې برېښنا څراغونه، د ګیس سیلېنډرونه او د صفایۍ سامانونو په ګډون نور شیان شامل دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه تر سختو ورښتونو وروسته سېلابونو د صوبې یوشمېر ضلعې وځپلې.

پي ډي اېم اې ویلي په خیبر پښتونخوا کې د وروستیو ورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې لسګونه کسان لا هم ورک دي چې حکومتي کارکوونکو او ځايي اوسېدونکو یې لټون ته دوام ورکړی دی.

د هغې ادارې مشر اسفندیار خټک د اګست پر ۱۷مه د فرانسې خبري اژانس ته وویل، د صوبې په مختلفو برخو کې د ورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۳۴۴ ته لوړ شوی دی.

په همدې حال کې د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د اګست تر ۲۱مې پورې د خیبر پښتونخوا په ګډون په یوشمېر سیمو کې د ورښتونو د دوام خبر ورکړی دی.

ادارې د اګست پر ۱۷مه په بیان کې وویل چې د بارانونو له وجې په پنجاب، جنوب ختیز بلوچستان او د هېواد په نورو هوارو یا میداني سیمو کې د سېلاب خطر دی.

د بونېر په بیشوڼۍ کلي کې یوشمېر کسان د سېلاب پر مهال له خوړه تېرېږي - د اګست ۱۷مې انځور.

د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه سېلابونو تر ټولو زیات زیان د بونېر ضلعې بیشوڼۍ او شاوخوا کلیو ته اړولی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د اګست پر ۱۷مه په سوات کې د اوښتي زیان جاج واخیست او وروسته یې خبریالانو ته وویل چې حکومت یې له سېلاب ځپلو سره "هر ډول مرستې ته تیار" دی.

نوموړي تر دې یوه ورځ مخکې په بونېر کې خبریالانو ته ویلي ول چې حکومت اغېزمنو خلکو ته کورونه هم جوړوي.

په خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو پر مهال د مرګژوبلې تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د اګست پر ۱۵مه تر پشکال وروسته د بادرو (په هندۍ کې بادو بلل کېږي) میاشت پیل شوې ده. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.

هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او بېخبنا ته د زیان لامل هم کېږي.

په تېرو میاشتو کې ورښتونو او سېلابونو د پاکستان په مختلفو برخو کې خلکو ته لوی مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، د جون له وروستۍ اونۍ څخه د جولای تر پای پورې د ورښتونو پر مهال بېلابېلو پېښو او سېلابونو د ۱۴۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰۰ تنه ووژل او ۷۰۰ کسان یې ژوبل کړل چې ورڅخه یې لوی شمېر ښځې او ماشومان ول.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپه کېږي چې کرنیزو ځمکو، کورونو او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.