چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په بونېر، باجوړ، بټګرام، مانسهره او یوشمېر نورو ضلعو کې د شړکنده بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۱۴۶ ته لوړ شوی دی.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) یو ویاند انور شهزاد د اګست پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شویو بارانونو تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه په بونېر، باجوړ، بټګرام، مانسهره او سوات کې اړولي دي.
دی وايي، په مختلفو پېښو او سېلابونو کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم دي.
د شهزاد په خبره، د کورونو د بامونو کښېناستو، تندر پرېوتو او سېلابونو له وجې په بونېر کې لږ تر لږه ۷۸ تنه، په باجوړ کې ۲۱، په بټګرام کې ۱۵، په مانسهره کې ۱۴ او په سوات کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د بونېر ضلعې په بیشوڼۍ کلي کې یوشمېر کورونه سېلابونو لاهو کړي دي او داراز، په ګوکند دره کې هم سېلابونو زیانونه اړولي دي.
پي ډي اېم اې وايي، د ورښتونو پر مهال د کورونو پرېوتو پېښو او سېلابونو په کوز دیر کې پینځه او په شانګله کې دوه تنه وژلي دي.
شهزاد د هغو په ګډون په مختلفو ضلعو کې د مرګژوبلې زیاتېدو وېره وښوده.
دی وايي، بارانونو لسګونه کورونه او ودانۍ ړنګې کړې دي او په ځینو ځایونو کې سېلابونو سړکونه لاهو کړي دي.
تر دې مخکې، په پېښور کې د ژغورنې او مرستندویه چارو صوبايي ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته ویلي ول چې د باجوړ د سالارزیو تحصیل په جبراړۍ کلي کې یې د خلکو په مرسته له سېلابي اوبو څخه ۱۶ جسدونه او درې ژوبل کسان ایستلي دي. هغه وايي، اووه کسان ورک دي چې لټون یې روان دی.
د رېسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي وايي، د مانسهرې په باسیان سېلاب یو ګاډی لاهو کړ. د ده په خبره، په ګاډي کې شپږ تنه سپاره ول چې پکې دوه مړه شول، یو ژوبل شو او درې یې ژغورلي دي.
فیضي زیاتوي، د مانسهرې له بټل سیمې څخه یې هم په ورښتونو او سېلابونو کې خلکو ته د ځاني او مالي زیان اطلاع ترلاسه کړې خو لا کره معلومات نه لري.
اخوا تر سختو ورښتونو وروسته په سوات سیند کې هم سېلاب راغلی دی.
د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف اړوندو ادارو او چارواکو ته په بټګرام کې د خلکو د مرستو امر کړی دی. دولتي خبري اژانس وايي، نوموړي د اګست پر ۱۵مه په بیان کې چارواکو ته امر کړی چې ټولو ژوبلو ته دې پر وخت طبي مرستې ورسوي.
په خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو پر مهال د مرګژوبلې تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د اګست پر ۱۵مه تر پشکال وروسته د بادرو (په هندۍ کې بادو بلل کېږي) میاشت پیل شوې ده. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.
هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او بېخبنا ته د زیان لامل هم کېږي.
په تېرو میاشتو کې ورښتونو او سېلابونو د پاکستان په مختلفو برخو کې خلکو ته لوی مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، د جون له وروستۍ اونۍ څخه د جولای تر پای پورې د ورښتونو پر مهال بېلابېلو پېښو او سېلابونو د ۱۴۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰۰ تنه ووژل او ۷۰۰ کسان یې ژوبل کړل چې ورڅخه یې لوی شمېر ښځې او ماشومان ول.
پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپه کېږي چې کرنیزو ځمکو، کورونو او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.