په کواټ کې په وسلوال برید کې ۷ تنه وژل شوي، یو ژوبل دی

په کواټ کې پولیس ګاډي تالاشي کوي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په کواټ (کوهاټ) کې په وسلوال برید کې اووه تنه وژل شوي او یو ژوبل دی.

د ښار یا سېټي تاڼې پولیسو په لومړني پلټنیز راپور (اېف ای ار) کې، چې مشال راډیو هم ترلاسه کړی، ویلي دي چې د محمد زیو سیمې اوسېدونکي د اګست پر ۱۶مه ناوخته د تانده ډیم له چکره کور ته پر لاره ول چې په رېګي شینوخېلو کې ورباندې وسلوالو ډزې وکړې.

پولیس وايي، وژل شوي او ژوبل ځوانان په خپلو کې ملګري ول او وسلوال تر حملې وروسته تښتېدلي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې حمله چا او ولې کړې ده، خو پولیس وايي پلټنې یې پیل کړي دي.

په کواټ کې د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند جواد اپرېدي په بیان کې ويلي دي چې ژوبل کس او د وژل شویو جسدونه یې د کواټ لوی روغتون ته لېږدولي دي.

د کواټ په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې وخت په وخت دا ډول پېښې کېږي چې اکثر یې لامل شخصي دښمنۍ وي او ځینې پېښې د جنايي یا مجرمو کړیو په لاس کېږي.

د اګست پر نهمه د کواټ په ګاونډ کې په اورکزیو کې وسلوالو په پټي کې کار کوونکی یو کس وویشت او یو ماشوم یې وتښتاوه.

په تېرو دوو لسیزو کې په عمومي ډول، او په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په ځانګړي ډول، په خیبر پښتونخوا کې د امنیت وضعیت خرابېدو او د قانون په نفاذ کې د مشکلاتو له کبله د وسلو ساتل او ناقانونه کاروبار زیاتېدل بولي.

په پاکستان کې له لایسنس یا اجازتنامې پرته د وسلو ساتل جرم دی. په دې لړ کې حکومت په تېرو لسیزو کې په قبایلي ضلعو کې د وسلوالو ډلو پرضد تر عملیاتو وروسته له ولسي وګړو د وسلو ټولولو کیمپېنونه هم کړي دي او هلته یې بې له اجازتنامې یا لایسنسه د وسلو پر ساتلو بنديز هم لګولی دی.

د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي.