پولیس وايي، وسلوالو په بنو کې د جمعیت علمای اسلام (ف) پخوانی عمومي سېکرټر ډاکتر سید ولي وژلی دی او امنیتي ځواکونو د ضلعې په نورړ سیمه کې د عملیاتو پر مهال دوه مشکوک وسلوال وژلي دي.
پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې نوموړی له څه مودې راهیسې د بنو په چشمه کې اوسېده او د جولای پر ۲۶مه خپل کلي درګۍ ته تللی وو چې هلته وسلوالو لومړی ونیوه، بیا یې خپل خالي کور ته انتقال کړ او هلته یې وویشت.
د ډاکتر ولي د وژنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې مقدمه یې دایره کړې او پلټنې کوي.
پولیسو رسنیو ته په استولي بل بیان کې ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د جولای پر ۲۷مه د بنو په نورړ کې دوه مشکوک وسلوال وژلي دي.
بیان وايي، هغه کسان د "استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو" کې وژل شوي خو دا یې نه دي ویلي چې هغوی د کومې ډلې غړي ول.
کومې وسلوالې ډلې هم لا د پولیسو دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو یې هم په خپلواکه توګه تصدیق نه شي کولای.
په نورړ کې د جولای پر نهمه وسلوالو د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) پر سرتېرو برید کړی وو او د هغوی ګاډی یې سوځولی وو. وروسته له وسلوالو سره په نښته کې یو سرتېری او دوه ولسي وګړي ژوبل شوي ول.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
له دې پرته په هغو سیمو کې د تښتونې پېښې هم کېږي. د جولای پر ۲۴مه وسلوالو د شمالي وزیرستان په میرلي کې د بانکونو دوه کارکوونکي او د هغوی ډرېور تښتولي ول.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پولیسو د جولای پر ۲۵مه د سوات په بريکوټ کې د عملیاتو پر مهال د درې مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا کړې وه.
د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.