ټاکل شوې چې د پاکستان د مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ "یو لوړپوړی پلاوی" د اپرېل پر ۱۹مه په یو ورځني سفر کابل ته ولاړ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۸مه په بیان کې ویلي دي چې ډار ته د سفر بلنه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ورکړې ده.
وزارت وايي چې ډار به د سفر پر مهال د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا ملا حسن اخوند، د اقتصادي چارو لپاره د هغه له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ګوري او له متقي سره به د پلاوي پر کچ خبرې اترې کوي.
وزارت زیاتوي چې د دواړو هېوادونو حکومتي چارواکي به د "امنیت، سوداګرۍ، اتصال او د ولسونو ترمینځ د اړیکو په ګډون د ګډو ګټو په ټولو برخو کې د همکاریو پر زیاتولو" خبرې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال افغانستان ته ځي چې روانه اونۍ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان په یو ورځني سفر کابل ته ولاړ او د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ چارو د سرپرست وزیر نور الدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی په درې ورځني سفر په پاکستان کې دی.
صادق خان د اپرېل پر ۱۶مه په کابل کې له متقي سره د لیدنې پر مهال افغانستان ته د ډار د سفر خبر ورکړی وو.
د پاکستان او د طالبانو د حکومتي چارواکو دا سفرونه او ملاقاتونه پر داسې مهال کېږي چې اسلام اباد د اپرېل له پیل راهیسې لسګونه زره افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکي او بې اسناده افغانان هېواد ته لېږدولي دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپرېل پر ۱۶مه په کابل کې له صادق خان سره د لیدو پر مهال له پاکستانه د افغانانو پر "جبري اخراج ژوره اندېښنه" وښوده او "د باور په فضا" کې یې د "خبرو اترو له لارې" د ټولو مسلو پر هواري ټینګار کړی دی.
تر دې یوه ورځ وروسته عزیزي په اسلام اباد کې له افغان کډوالو او سوداګرو سره د لیدو پر مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) له اصولو سره سم د افغان کډوالو "د خوندي" او "باعزته" ستنولو غوښتنه وکړه او په دې اړه یې له پاکستان سره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د طالبانو او اسلام اباد ترمینځ تعلقات
د پاکستان او طالبانو حکومتونو ترمینځ تعلقات له یوې مودې راهیسې ساړه دي چې په وروستیو کې د افغانانو د جبري ستنولو او په فبرورۍ کې د تورخم وره تړلو او هلته د نښتو له وجې لا خراب شول.
په پاکستان کې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته په خپله خوښه د هېواد د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورسېد. چارواکو تر دې وروسته د اپرېل پر درېیمه هېواد ته د بې اسناده او افغان تابعیت کارډ لرونکو د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ.
د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري.
هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
تر دې مخکې د تورخم دروازه د پوستې جوړولو پر سر د لانجې له کبله تر شاوخوا یوې میاشتې پورې تړلې وه چې د مارچ پر ۱۹مه بیا پرانیستل شوه.
د پاکستانیو امنیتي چارواکو د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته د تورخم دروازه وتړله چې په وينا یې، طالبانو په "ممنوعه" سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبان ټینګار کوي چې په خپله خاوره کې یې تاسیسات جوړول.
تر هغې وروسته د دواړو خواوو چارواکو دوه ځلې د لارې پرانیستو په اړه خبرې وکړې خو نتیجې ته و نه رسېدل.
په تورخم کې د دروازې تر تړل کېدو وروسته د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ څو ځلې نښتې وشوې چې یوشمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې وه.
د دواړو لورویو ترمینځ د تعلقاتو د خرابېدو له کبله دوه اړخیزه سوداګري هم خورا اغېزمنه شوه او د افغانستان او خیبر پښتونخوا سوداګر وايي چې تر شاوخوا یوې میاشتې پورې د تورخم لارې بندېدو له وجې سوداګرو ته د شاوخوا ۵۰۰ مېلیونه امریکايي ډالرو زیان واوښت.
تورخم د پاکستان او افغانستان له ۱۸ نښلوونکو لارو څخه د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د خلکو د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي ورباندې تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.