په شمالي وزیرستان کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی

په پېښور کې یو روغتیايي کارکوونکی یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - د مې ۲۶مې انځور.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، په خیبر پښتونخوا کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

هغې ادارې د جولای پر لومړۍ پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټېټیوټ یا اېن ای اېچ) د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د یو یو نیم کلن ماشوم د وینې په نمونو کې د پولیو وایرس تایید کړی دی چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پولیو پېښو شمېر ۱۴ ته لوړ شوی دی.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې سږ کال په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ اته، په سیند کې څلور او په پنجاب او د اسلام اباد تر واک لاندې په ګلګت - بلتستان کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وفاقي وزیر مصطفا کمال د جولای پر لومړۍ نېټه د اردو ژبې له شخصي ټېلېوېژن "اب تک" سره په مرکه کې ویلي دي چې د پولیو وایرس ختمولو په موخه تر ۱۵ کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو ته واکسین ورکوي.

ده زیاته کړه چې په لومړي پړاو کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو، پېښور، کراچۍ او لاهور کې کیمپېن ترسره کوي.

په پاکستان کې د ګوزڼ تازه پېښه پر داسې مهال ثبت شوې چې حکومت سږ کال په هېواد کې د ګوزڼ درې واکسیني کیمپېنونه ترسره کړي دي.

په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې. د پولیو مخنیوي اداره وايي، تېر کال یې د ګوزڼ ټولې ۷۴ پېښې ثبت کړې وې. تر دې مخکې، په ۲۰۲۳ز کال کې د پولیو یوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې تېر کال ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي ول.

دا هم وګورئ:

په خیبر پښتونخوا کې یو بل ماشوم ګوزڼ وهلی دیباجوړ کې د وسلوالو په ډزو ۴ پولیس ژوبل شوي دي د پاکستان په ګلګت بلتستان کې د پولیو لومړۍ پيښه ثبت شوې دهنوشکي کې وسلوالو د پولیو واکسیني ډلې ساتونکی وژلی دی

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.

په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.

له دې پرته، په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شوی دی.