د پولیسو چارواکي وايي د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې وسلوالو پر یوې تاڼې برید کړی دی چې پکې څلور کسان ژوبل شوي دي چې یو یې د پولیسو مشر او درې نور سرتېري دی.
د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار د جون پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته د لوی ماموندو پر تاڼې وسلوالو په درنو او سپکو وسلو ډزې وکړې چې پکې درې سرتېري او د پولیسو یو مشر اېس اېچ او فضل الرحمان ژوبل شول.
د نوموړي په وینا ژوبل شوي سرتېري محمد حسن، تورسم او شاکرالله نومېږي.
محمد اسرار وايي د پولیسو لخوا هم پر وسلوالو ځوابي برید شوی او د دواړو خواوو ترمینځ تر درو ساعتونو پورې جګړه روانه وه. نوموړی وايي د ځوابي ډزو په ترڅ کې وسلوال په شا تنبول شوي دي خو دا ورته نه ده معلومه چې ایا هغوی ته کومه مرګژوبله اوښتې او که نه؟
د باجوړ د پولیسو د ویاند په وینا نن د جون په درېیمه هم په یاده سیمه کې د پلټنې عملیات روان دي او کېدی شي وروسته نوي معلومات راڅرګند شي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید په اړه څه نه دي ویلي.
په باجوړ کې له تېرې یوې مودې راهیسې د بدامنۍ لړۍ روانه ده چې په ترڅ کې یې وسلوال پر پولیسو، د پولیو پر واکسیناتورانو، پر عام ولس او سیاسي او مدني فعالانو مرګوني بریدونه ترسره کوي.
تر دې وړاندې د مې پر ۲۵مه هم د سالارزو په کوهي کلي کې د وسلوالو په برید کې دوه کسان ژوبل شوي وو چې یوه یې بیا وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
د باجوړ پولیسو هغه مهال هم ویلي وو چې د مشکوکو وسلوالو پر ضد یې عملیات پیل کړي دي او کوشش کوي چې د سیمې امنیت خوندي کړي.
په باجوړ سربیره، په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان، بنو، لکي مروت، جانيخېلو او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي. په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
رپورټ وايي، په مارچ کې په پاکستان کې ټول ۱۰۵ حملې او په غبرګون کې یې نښتې وشوې چې پکې د ۷۳ امنیتي سرتېرو او ۸۸ مشکوکو وسلوالو په ګډون ۲۲۸ تنه ووژل شول. د رپورټ په وینا، د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او بلوچستان کې وشوې.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.
رپورټ کاږي چې سږنی مارچ په تېره لسیزه کې د سرتېرو د مرګژوبلې له پلوه دویمه تر ټولو خونړۍ میاشت وه.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په خپل دفتر کې د "قرارداد پاکستان" ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.