روسیه لومړی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژنده

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د روسیې له سفیر دېمېتري ژېرنوف سره ګوري - د جولای درېیمې انځور.

روسیې اعلان کړی دی چې د طالبانو د نوي سفیر باور لیک یې منلی او دا چې د هغوی حکومت هم په رسمیت پېژني.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان واکمن شول او له هغه وخت راهیسې یې تر اوسه هېڅ هېواد حکومت په رسمیت نه وو پېژندلی البته چین، پاکستان، ایران او ځینو نورو هېوادونو یې سفیران منلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر درېیمه پر ټېلېګرام په بیان کې وویل، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرې رودېنکو د طالبانو د سفیر ګل حسن حسن د باور اسناد ومنل.

بیان وايي، مسکو د افغانستان له حکومت سره د اړیکو د پراختیا ښه موقعې ویني او ژمن دی چې له کابل سره د "سیمه ییز امنیت او د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې" په برخو کې مرستې ته دوام ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: "موږ باور لرو چې د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت په رسمیت پېژندنه به د دواړو هېوادونو ترمینځ د دوه اړخیزه اغېزناکې همکارۍ پراختیا ته نوې لاره پرانیزي."

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د روسیې د "جراتمندانه اقدام" ستاینه کړې ده او هیله یې ښوولې چې دا به د نورو هېوادونو لپاره یوه بېلګه شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د متقي او د روسیې سفیر دېمېتري ژېرنوف سره تر لیدو وروسته پر اېکس (پخواني ټوېټر) د نوموړي ویډیويي بیان خپور کړ.

متقي په بیان کې وویل چې "ګڼو هېوادونو" یې سفیران منلي او هیله یې وښوده چې نور هېوادونه به یې هم حکومت په رسمیت وپېژني.

رویټرز اژانس وايي، د روسیې دا اقدام د طالبانو لپاره، چې په نړیواله توګه له ګوښه والي د وتلو هڅه کوي، لوی پرمختګ بلل کېږي.

اژانس وايي، امریکا او نور هېوادونه به د مسکو دا اقدام او له طالبانو سره یې اړیکې څاري.

امریکا د افغانستان د دولتي بانک مېلیاردونه (اربونه) ډالره شتمنۍ کنګل کړې دي او د طالبانو پر ځینو لوړپوړو مشرانو یې بندیزونه لګولي دي.

روسیې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو په تدریجي ډول له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي. مسکو سږ کال په اپرېل کې طالبان د ترهګرو له نوملړه وایستل.

داراز روسي ولسمشر ولادیمیر پوتين د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې ويلي ول چې په افغانستان کې د "طالبانو غورځنګ یا تحریک" د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې يو اتحادي ګڼي.

طالب چارواکي هڅه کوي چې هېوادونه یې پر رسمیت وپیژني خو حکومت يې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر تعليم او کار د بنديز له امله د نړيوالو له نيوکو او فشارونو سره مخامخ دی او غربي هېوادونه له طالبانو غواړي چې د ښځو او نجونو په ګډون دې د ټولو وګړو بشري حقونه خوندي کړي او په هېواد کې دې ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

طالب چارواکي په بیا بیا ټینګار کوي چې ښځې او نجونه "د شریعت په چوکاټ" کې له حقونو برخمنې دي او دا چې حکومت یې ټولشموله دی.