د ملګرو ملتونو کارپوهان: نړیواله ټولنه دې د طالبانو پر "زورواکۍ" ولاړه واکمني رد کړي

د طالبانو سرتېري په کابل کې د خپلې واکمنۍ څلورو کلونو پوره کېدو په مناسبت د لاریون ساتنې ته ولاړ دي - د اګست ۱۵مې انځور.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې د طالبانو "زورواکه" او پر "تشدد" ولاړه واکمني رد کړي او د هغوی د "رژیم د عادي کولو" هڅو پر وړاندې دې "مقاومت (مزاحمت)" وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو دفتر د اګست پر ۱۴مه پر ووبپاڼه په بیان کې د خپلو کارپوهانو له خولې ویلي، په افغانستان کې وضعیت جدي دی خو دا باید له "لاسه وتلې موضوع و نه ګڼل شي" او نړیواله ټولنه دې د دې "روایت یا حکایت پر وړاندې چې ګواکې دا حالت هرومرو (حتمي) یا نه بدلېدونکی پر وړاندې ودرېږي."

کارپوهانو ویلي چې د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې "افغانانو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، پر خپلو اساسي حقونو او ازادیو بې رحمانه او زیاتېدونکې حملې زغملې دي."

بیان وايي، طالبان "بې له مشروعیت" ترلاسه کولو "پر جنسیتي ظلم ولاړ نظام عملي کوي، مخالفت ځپي، غچ اخلي او خپلواکې رسنۍ غلې کوي" چې دا "د بشري حقونو، مساوات او د توپیر نه پاللو یا غیر تبعیض" د اصولو "ښکاره سپکاوی" دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، طالبانو د ښځو او نجونو پر زده کړو، د تګ راتګ او کار پر ازادۍ، روغتیا، د بیان او غونډو کولو پر ازادۍ او په ټولنیز او عامه ژوند کې د ګډون پر حقونو د پخوانیو سختو محدودیتونو تر څنګ تېر کال هم د تش په نوم قوانینو، احکامو او فرمانونو نافذولو ته دوام ورکړ."

هغوی دا بیان پر داسې مهال خپور کړی دی چې د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو څلور کاله پوره شول. طالبان دا د خپلې "بریا (فتحې) ورځ" ګڼي او په دې مناسبت یې لسګونه چارواکو، غړو او پلویانو په کابل ښار کې د لاریون تر څنګ په پوليتخنیک پوهنتون کې لمانځغونډه هم جوړه کړې.

طالبانو لا د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د تازه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې خپل حکومت او نظام مشروع بللی دی او په بیا بیا یې ټینګار کړی دی چې د ښځو په ګډون یې د هېواد ټولو وګړو ته د "شریعت په چوکاټ" کې ټول حقونه ورکړي دي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه وخت راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې او بیا یې د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر په پیل کې په طبي انسټېټیوټونو کې هم د نجونو پر زده کړو بنديز ولګاوه.

د طالبانو حکومت په نړیوالو ناحکومتي سازمانونو او نورو ادارو کې د ښځو پر کار محدودیتونه لګولي دي او ان دا چې ښځې د هغوی لپاره ځانګړو شویو عامه پارکونو ته هم په پوره ازادۍ نه شي تللای. طالبانو داراز، د ښځو سینګارتونونه تړلي دي چې له وجې یې د کسبګرو ټولنې په وینا، په ۱۲،۰۰۰ سینګارتونونو کې ۶۰،۰۰۰ ښځې بې روزګاره شوې. د دې تر څنګ طالبانو هغه رستورانونه او چایخانې هم تړلي چې ښځې یې مالکانې وې.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۴ز کال په اګست د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون نافذ کړ چې هدف یې په ځانګړي ډول ښځې وې. د هغه قانون له مخې ښځې باید په عامه ځایونو کې له نارینه سرپرست سره يوځای وي او مخونه یې پټ وي. داراز ښځې له سندرو ویلو څخه منع شوې دي او ان دا چې په عامه ځایونو کې د خپل غږ پورته کولو اجازه هم نه لري.

له دې پرته د طالبانو سترې محکمې په تېرو کلونو کې خلکو ته په عام محضر کې د قصاص، په دورو وهلو او د سنګسار سزاګانې اورولې او عملي کړې دي. د ملګرو ملتونو پوهانو د ۲۰۲۳ز کال په مې کې ویلي ول چې هغه سزاګانې غیرانساني، ظالمانه او د نړیوالو قوانینو خلاف دي.

په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو دې اقداماتو پراخ نړیوال غبرګونونه پارولي دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر کې له طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون لغوه کولو غوښتنه وکړه.

داراز، د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو، افغان ښځینه فعالانو، د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو له ښځو سره د طالبانو چلند "جنسيتي توپیر" او "اپارتاید" بللی دی.

د جنایتونو نړیوال عدالت د روان کال په جولای کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر خپور کړ.

د طالبانو حکومت د دې په غبرګون کې وویل، د جنایتونو یا جرمونو نړیوال عدالت په رسمیت نه پېژني او دا چې په افغانستان کې یې د "اسلامي شریعت" پر اساس "عدالت" پلي کړی دی.

د طالبانو حکومت داراز وايي، د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي. هغوی البته دا نه روښانوي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په دې برخه کې څومره پرمختګ کړی دی.