احمد میلاد نسیمي په پراګ کې د مشال راډیو د سټوډیو تخنیکي چارې پر مخ وړي او وخت په وخت ویډیوګانې هم اېډېټ کوي.
اوکرایني چارواکو وویل چې روسیې پر کیف او شاوخوا ۸۰۰ ډرونونه او توغندي وویشتل چې لږترلږه درې کسان یې ووژل. اسرارعالم مومند او احمد میلاد نسیمي په دې اړه ویډیو رپورټ وړاندې کوي.
د یادې ادارې له ورکړو معلوماتو سره سم، په خیبر پښتونخوا کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله شوې ده چېري چې ۵۰۲ کسان وژل شوي او ۲۱۸ نور ټپیان دي. اسرارعالم مومند په دې اړه د خبري اژانسونو له ویډیوګانو رپورټ برابر کړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي د کونړ په هغو غرنیو سیمو کې کمانډو ځواکونه د زلزله ځپلو د مرستې لپاره ښکته کړل شوي دي چې لارې یې خرابې دي او رسېدل ورته ناشوني دی. د فرانسې خبري اژانس په راپور کې نور تفصیل وګورئ.
په اندونیزیا کې د حکومت لخوا د پارلیمان غړو ته د مراعاتو زیاتولو ضد د پوهنتونونو د زده کوونکیو مظاهرې چې د اګست پر ۲۵مه پیل شوې وې، لا هم روانې دي
په هسپانیا کې د رومیانو (سره باټینګر او ټماټر هم بلل کېږي) یوه داسې مېله هم جوړېږي چې پکې د ځايي خلکو ترڅنګ سیلانیان هم په مینه برخه اخلي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ راپور وګورئ.
له خیبر پښتونخوا وروسته پنجاب صوبه هم سېلابونو سخته ځپلې ده. د پاکستان د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د اګست پر ۲۹مه پر ووبپاڼه لیکلي دي چې سېلابونو په پنجاب کې ۱۷ کسان وژلي دي.
پاکستان د اګست تر ۲۹مې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هغو تورونو ځواب نه دی ویلی چې وايي، پاکستاني ډرون الوتکو په خوست او ننګرهار کې په بریدونو کې درې کسان وژلي او نهه یې ژوبل کړي دي.
د پاکستان په سیند کې په مېشتو هندوانو کې د نجونو او پېغلو پر مخ، لاسونو او بازوګانو د خالونو وهلو دود سلګونه کاله مخینه لري.
اوکراین داسې وړې بې پیلوټه الوتکې کاروي چې د جګړې په ډګر کې پر روسیو ډرونونو جال ورغوړوي او غورځوي یې.
نور محمد له مالیزیا بونېر ته د واده لپاره روان شوی وو او کور ته له رسېدو وړاندې یې د خپلې کورنۍ د ویجاړېدو د لوی غم خبر واورېد.
د کیتلېک مسیحیانو مشر پوپ لیو د پاکستان په خیبر پښتونخوا، هند او نیپال کې پر وروستیو خونړیو سېلابونو خواشیني ښوولې او د وژل شویو لپاره یې دوعا کړې ده. وروستیو سېلابونو د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله واړوله. د بېلابېلو اژانسونو له ويډیوګانو جوړ لنډ رپورټ وګورئ.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي اداره (پي ډي اېم اې) وايي سېلابونو او شړکنده بارانونو د خیبر پښتونخوا بونیر سیمه ترټولو زیاته ځپلې ده.
د اګست پر ۱۵مه د باجوړ له لوی مامونده یو ځل بیا کډې پیل شوې دي. دا تر هغې وروسته ده چې انتظامیې د اګست پر ۱۴مه د ۲۴ کلیو اوسېدونکو ته د مېنو پرېښودو امر وکړ. انتظامیه وايي، په هغه سیمه کې د مشکوکو وسلوالو پرضد هدفي عملیات کوي. تفصیل په دې رپورټ کې.
په یونان او ترکیه کې د اګست له ۱۲مې نېټې راهیسې پر ځنګلونو پراخ اور لګېدلی دی چې لا هم د خپرېدو په حال کې دی.
په افغانستان کې د اقلیمي بدلون ناوړه اثرات ورځ تر بلې زیاتېږي. طبید فرانسې خبري اژانس له هغو افغانانو سره خبرې کړې دي چې د طبیعي ناورینونو له وجې کورونو پرېښودو ته اړ شوي یا ځپل شوي دي.
په تېرو ورځو کې ګڼو افغانانو د چمن له لارې د کندهار سپین بولدک ته کډې پیل کړې دي.
د چین د چونګچېنګ سیمې په یو تفریحي پارک کې د څلورو پانډاګانو د زوکړې ورځ لمانځل شوې. د پارک منتظمینو هغوی ته له بېلابېلو مېوو او سبزیو څخه یخ کېکونه تیار کړي ول چې خلک یې هم نندارې ته ورغلي ول. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د قفقاز دوه هېوادونه اذربايجان او ارمنیا له کلونو راهيسې د جګړې شاهدان وو. د جګړې پر مهال د زرګونو خلکو ژوند بدل شو، کورونه وران شول او نسلونه د وېرې په فضا کې لوی شول خو اوس، د دواړو هېوادونو ترمینځ د سولې يو نوی باب پرانيستل شو. د رویټرز اژانس له بېلابېلو ویډیوګانو جوړ راپور وګورئ.
په ترکمنستان کې یوه لویه کنده ده چې پکې د ګیس له وجې اور بل وي. هغه کنده د "دوزخ دروازې" په نوم یادېږي. په ۲۰۲۲ز کال کې حکومت امر وکړ چې د کندې اور وژني. تازه انځورونه ښيي چې له هغه وخت راهیسې هلته بل اور کم شوی دی. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د لویدیزې افریقا په بېنین کې زرګونه خلکو د تمبوزک (ماسکونو) په مېله کې ګډون کړی دی.
نور وښیئ