اسرار عالم مومند د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي موضوعاتو راپورونه جوړوي. هغه هره اوونۍ "د ځوانانو غږ" خپرونه هم وړاندې کوي چې پکې په پاکستان، افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د ځوانانو اړوند مسایل څېړل کېږي. د ځوانانو غږ خپرونې ټولې ویډیويي برخې د مشال راډیو د یوټیوب له لارې دلته لیدلای شئ.
د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسېن بابک د خېبر پښتونخوا ګورنر ته په يو ليک کې خواست کړی چې د دې صوبې وزيراعلا ته ووايي چې له اسمبلۍ د اعتماد ووټ واخلي.
د خېبر پښتونخوا حکومت وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ته يې خواست کړی چې د خیبر پښتونخوا د ګورنر په مشرۍ جوړې جرګې سره خبرو ته کېني.
د سپريم کورټ لخوا جوړې کړل شوې پينځه کسيزې ګډې تحقيقاتي ډلې وزيرستانی ځوان نقيب مسيد بې ګناه او د ملير پوليسو پخوانی چاروکی راوانوار يې د هغه د قتل ذمه وارګرځولی.
په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل غړی مزمل خان بيا وايي چې هلکان ټول نيسي نو اوس به کېدای شي جينکۍ خپل احتجاج پیل کړي.
د مشال راډيو د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې راسره د عوامي نېشنل ګوند د ځوانانو څانګې مشره پلوښه عباس او د جميعت العلما اسلام (ف) ډلې د ځوانانو څانګې جميعت طلبا اسلام مشر خالد جان داوړ ميلمانه وو.
د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې به واورئ چې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د وژل شوي زده کوونکي مشال خان يو ښوونکی وايي که څه هم په دې مقدمه کې په بشپړه توګه انصاف نه دی شوی خو په موجوده نظام کې د نوموړي په وژنه تورنو کسانو ته سزا اورول ثابتوي چې هغه بې ګنا و.
د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خبره له برتانيې او فرانس سره په ګډه دا هدفي بريدونه به تر هغه وخته بې له څه ډول ځنډه ترسره کېږي ترڅو شام د دا ډول ډله ييزو وژنو لپاره د کارول کېدونکو کيمياوي وسلو استعمال نه وي بند کړی.
بخښنې نړیوال سازمان وايي، ایران او پاکستان د نړۍ په هغو پینځو هېوادونو کې دي چې پکې خلکو تر ټولو ډېرې د مرګ سزاګانې ورکړل شوې دي.
په ملاکنډ ډويژن کې د پوځی چارو مشر (جي اوسي) مېجر جنرل علي عامر اعوان د يوې دستورې پر مهال د پوستو واک په رسمي توګه پوليسو ته و سپارلی.
تېره میاشت د عاصمه راني ورور پېښور های کورټ ته خواست کړی و چې د امنیتي خطر له وجې دې د هغه د خور د وژنې مقدمه له کوهاټ څخه پېښور ته انتقال کړي.
په اورکزیو ايجنسۍ کې سياستوالان، خبريالان او ځوانان وايي، چې پر دوی لګېدلو بندېزونه کې نرمي راغلې خو بايد چې د دوی پر فعالیتونو لګېدلی بندېز په بشپړه توګه هیسته کړل شي.
د کوټې په علمدار سړک د هزاره ګانو پرلت نن په شپږمه ورځ هم روان دی. دوی له حکومته غوښتي چې د دوی هدفي وژنه دې بنده کړل شي او زمه وارو کسانو ته دې سخته سزا ورکړل شي.
د امریکا بهرنيو چارو وزارت د پاکستان دوې ډلې ملي مسلم لیګ او تحریک ازادي کشمیر د ترهګرو لسټ ته واچولې
د زیارت/پنجشنبې ورځ د خېبر پښتونخوا په بره دیر کې د مقامي حکومتونو څلورو چوکیو لپاره ضمني انتخابات ترسره شول چې پکې په اول وار ګڼو ښځو خپل ووټونه واچول.
د خیبر پښتونخوا د کښلې سېلانۍ سیمې سوات اوسېدونکې، د امن نوبيل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ نن د زیارت/پنجشنبې ورځ نېږدې پنځه کاله پس خپل هېواد ته ستنه شوه. دا وايي، تل یې ارمان وو چې خپل وطن ته ستنه شي.
د پاکستان بهرنو چارو وزیر خواجه اصف ويلي دي چې په طالبانو ګډ فشار ته اړتيا ده چې دارنګ طالبان له تشدده لاس واخلي او د سولې په بهير کې شامل شي.
د پاکستان پوځ وياند ميجر جنرل اصف غفور د شورو/چارشنبې ورځ د پينډۍ په پوځي هېډکواټر کې خبريالانو ته وويل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين زياتره غوښتنې منل شوي او په قبايلي سيمو کې چوکۍ (چيک پوستونه) د ولس ساتنې لپاره دي.
د اورکزۍ ایجنسۍ د پرېس کلب مشر صلاح الدين اورکزی او د فاټا ذده کونکو سازمان مشر الياس اورکزی وايي چې د دې سیمې د ځوانانو د مسلو په اړه خبرونه ځکه نه خپرېږي چې ځايي پوځي چارواکو پر رسنيو بندېز لګولی دی.
نور وښیئ