د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف: د افغان سولې لپاره پر طالبانو ګډ فشار پکار دی


د افغان سولې بهیر تاشکند سرمشریزه
د افغان سولې بهیر تاشکند سرمشریزه

د پاکستان بهرنو چارو وزیر خواجه اصف ويلي دي چې په طالبانو ګډ فشار ته اړتيا ده چې دارنګ طالبان له تشدده لاس واخلي او د سولې په بهير کې شامل شي.

د پاکستان بهرنیو چارو دفتر د شورو پر ورځ ويلي چې خواجه اصف د تاشکند په غونډه کې پردې خبره ټينګار کړی چې په افغانستان او سيمه کې د تل پاتې امن لپاره بايد سيمه ييزه تګلاره وړاندې کړل شي.

د بهرنو چارو وزير ويلي هيواد يې غواړي چې د افغانستان شخړه د سياسي لارې هواره کړل شي. خواجه اصف وويل چې د خبرو مېز ته د طالبانو راوستل او په افغانستان کې سوله او ثبات پر ځای کول د نړيوالې ټولنې ګډه زمه واري ده. په کابل کې د سياسي چارو پوه فيض محمد ځلاند بيا وايي بايد په ځينو اشخاصو او رياستونو هم فشار واچول شي چې دارنګ د سولې په خبرو کې جدي شي.

خو د مردان عبدالولي خان پوهنتون استاد عبدالشکور وايي د افغانستان په اړه د ټولو هېوادونو يو دریځ خپلول ګران دی ځکه چې په دې لړ کې د ځينو هېوادونو ګټې له يوبل سره په ټکر کې دي خو نوموړی وايي دغه موقتي ګټې دي او تلپاتې هغه يوازې د افغانستان په امن کې دي.

دی زیاتوي چې دغه امن به د سیمې پرمختګ ته بې سارې وده ورکړي ځکه چې همدا جګړه ده چې له منځنۍ اسیا یې د ګېس او برېښنا د لویو پروژو کارونه په ټپه درولي دي.

د ازبکستان په تاشقند کې راجوړې شوې غونډې ته د پاکستان بهرنيو چارو وزير خواجه اصف دا هم وويل چې پاکستان د افغان ولسمشر اشرف غني د هغه وړانديز ملاتړ کوي چې په ۲۸م فرورۍ يې د کابل د سولې پروسې په غونډه کې طالبانو ته کړی و چې د سولې خبرو ته ورشي او د افغانانو په مشرۍ دغه بهير ترسره شي. د ازبکستان ولسمشر میرضیایېف هم د غونډې پرمهال په خپله وینا کې وړاندیز کړی وو چې افغان حکومت او طالبان به د سولې خبرو ته کښېنوي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې داعش وسواله ډله په تيزۍ سره پياوړي کېږي. نوموړي له افغانستان سره پر پوله د وسله والو د تګ راتګ په مخنيوي کې له کابله د مرستې غوښتنه هم وکړه. د افغانستان په اړه د ازبکستان په سرښار تاشکند کې دغه غونډې ته د شاخوا ۲۳ هېوادونو استازي ورغلي ول.

دا په داسې حال کې ده چې افغان او امريکايي چارواکي پاکستان له افغان طالبانو سره په مرسته تورنوي خو پاکستان بيا دغه تورنه ردوي.

XS
SM
MD
LG