ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو پر حکومت غږ کړی چې لکه څرنګه یې د هند سره د اړيکو ښه کولو په کوښښ کې په پنجاب کې د کرتارپور لار پرانيسته، همدغسې دې افغانستان سره هم وکړي. نوموړي پرون په کوټه کې خبريالانو ته وويل چې پاکستان دې د افغانستان امن لپاره خپل کردار ولوبوي.
په بلوچستان کې په دوه جلاجلا ټرافيکي پېښو کې اته کسان وژل شوي دي او ۱۵نور ژوبل دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اڅکزي د افغانستان پر ولسمشر او په جګړه کې پر ټولو خواو غږ کړی چې د سولې خبرو ته دې کښېني. نوموړي د ډېسېمبر پر دویمه په کوټه کې د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي ۴۵م تلین غونډې ته وینا کوله چې پکې یې په پاکستان کې هم د پښتنو د مساوي حقونو غوښتنه وکړه. ویډیويي رپورټ.
اڅکزي د ترهګرۍ پر ضد په جګړه او ناامنیو کې پښتانه تر ټولو زیات ځپل شوي دي. نوموړي د بلوچستان په چمن، کلا سیف الله او پښین کې د ناامنیو وروستۍ پېښې وغندلې
په کوټه کې یوه سړي په خپل مټ یو ژوبڼ جوړ کړی چې پکې یې بېلا بېل ځناور او مارغان ساتلي دي.
د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې په چمن ښارګوټي کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په غوښتنه نن په بشپړه توګه هړتال او کاربندیزدی. ټوله دکانونه اوکارباري مرکزونه بند دي او پر سړکانو ګاډي هم لږ ترسترګو کېږي.
د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې په یوه جوماتکې د ماښاملمانځه مهال له یوې بمي چاودنې د ملا امام په ګډون۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
د کوټې د پولیسو مشرعبدالرزاق چیمه وايي، د پولیسو د یو ځايي مشر د قاتلینو د نیولو هڅې پیل کړي خو تر اوسه یې څوک نه دی نیولي. دغه وژل شوی پولیس افیسر ډي ای جي نعیم کاکړ وو چې د نومبر د ۱۷مې په ماښام په کوټه ښار کې د نامعلومو کسانو لخوا پر ډزو ووژل شو.
راپورونه وايي د یکشنبې په سهار د ایران او پاکستان په سرحدي پوله په ډزو کې دوه پاکستانیان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د اکتوبر میاشت په نړۍ کې د سینې سرطان د مخنیوي او اګهۍ لپاره غوره شوې. په دې لړ کې په د اکتوبر پر ۲۱مه په کوټه کې یوه غونډه وشوه چې پکې روغتیاپالانو د ښځو د سینې سرطان په اړه معلومات ورکړل. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان حکومت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف په شريکه په صوبه کې له تعليم څخه د محرومه ماشومانو لپاره پروژه پېل کړې ده. تر دې پروژې لاندې به په صوبه کې نږدې ۱۱ لکه ماشومانو ته تعليمي اسانتياوي ورکول کېږي. تفصيل په دې ويډيويې راپور کې وګورئ.
پاکستاني چارواکي وايي د افغانستان سره یې د چمن ـ سپین بولدګ پوله د امنیتي ملحوظاتو له کبله د یکشنبې پر ماسپښین تړلې ده.
د بلوچستان په مستونګ کې خلک وايي، د اکتوبر پر ۱۴مه یې د سهار له اتو بجو څخه د ووټ اچولو بهیر پیل کړی. دوی وايي، داسې کس انتخابوي چې د اوبو او نورې مسلې یې حل کړي. ویډیو وګورئ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر تور پورې کړی چې د جولای پر ۲۵مه په انتخاباتو کې درغلي شوې. محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر اوومه د ګوند د شهیدانو ورځې په مناسبت په کوټه کې غونډې ته وویل، دا کار یوازې د یوه کس د وزیراعظمۍ لپاره شوی. د پاکستان انتخاباتو کمېشن دا تور په بیا بیا رد کړی. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر پر ملگرو ملتونو غږ وکړ چې د افغانستان پر پولو دې نړیوال پوځ وګوماري چې په دغه هېواد کې د ګاونډیانو د لاسوهنې مخنیوی وکړي.
کله هم تاسو ته ضرورت وي، ستاسو د مرستې لپاره به موجود يو، بله دا چې په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې نوی بلدياتي نظام راولو نو زه له تاسې هم خواست کومه چې په بلوچستان کې نوی
د سېپټمبر پر ۲۲مه، د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ کې د یو قرارداد له لارې غوښتنه وشوه چې حکومت دې په کلا سیف الله او پشین کې پر لېویز سرتېرو برید کونکي زر تر زره ونیسي.
د بلوچستان په کلا سیف الله ولسوالۍ کې د یکشنبې په شپه په یوه وسله وال هدفي برید د لېويز رسالدار محمد افضل کاکړ وژل شوی چې په غبرګون یې کې په سلګونه ولس په احتجاج راوتی دی.
د بلوچستان سکرو کانونو ټېکه دارانو د پنجاب حکومت هغه پرېکړه غندلې چې په خپله صوبه کې یې تر درېوو میاشتو د خښتو بټیانې تړلې دي.
په کوټه کې د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د باچا خان د عدم تشدد پر فلسفې، سیمه ییزو حالاتو او د افغانستان سولې په اړه یوه غونډه شوې چې ورته یو شمېر پوهانو ویناګانې وکړې. دوی په خبرو کې د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د سختدریځۍ پر ضد اقدامات وکړي. د غونډې په پرېکړه لیک کې له افغان حکومته هم غوښتنه شوې حکومتولي سمه کړي او اداري فساد ختم کړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور وښیئ