ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د بلوچستان په سنځدۍ کې د سکرو په یوه کان کې د میتېن ګېس له چاودنې په وژل شويو ۱۸ کانکیندونکیو کې تر اوسه د ۱۶ تنو مړي را-اېستل شوي او د دوو نور هغو د را-اېستلو چارې دوام لري.
د بلوچستان وکیلانو نن د۲۰۱۶ ز کال د اتم اګست ناورین پرضد د کوټې په ګډون د صوبې له ټولو عدالتو بایکاټ کړی وو. دوه کاله وړاندې د اګست پر ۸مه نېټه د کوټې په لوی ولسي روغتون کې یوه ځانمرګي بریدګر د ۵۷ وکیلانو په ګډون دوه خبریالان او یوشمېر ولسي وګړي وژلي ول.
په کوټه کې پر مشرقي بایپاس سړک له یوه سکول سره نېږدې په ځانمرګي برید کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۳۵ ژوبل دي. په وژل شویو او ژوبلو کې پولیس سرتېري او ماشومان هم شامل دي. تر پېښې وروسته د سکول دننه په پولېنګ سټېشن کې انتخاباتي عمل درېدلی دی. داعش د حملې ذمه واري منلې.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ولسي غونډې ته په خپله وینا کې وویل د پاکستان د بچاوېدو او د سوکالۍ لار له افغانستان سره دوستي او ښه اړیکي دي همدا به د داوړو هېوادونو د ولس په ګټه تمامېږي.
د افغانستان پولې ته څېرمه د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې نن دوشنبه په سلګونو کسانو د کوژک په غړۍې کې د کوټې چمن لوی سړک د هر ډول ګاډو پر مخ تړلی وو او غوښتنه یې کوله چې سرکار دې له دوی سره د معاوضې ورکولو کړې ژمنې پوره کړي.
له کوټې ۲۵ کلومیټره لیرې سهېل پلو ته د دشت په تیرا میل سیمه کې بېګا شپه پاکستانیو امنیتي سرتېرو د خپلو پټو مالوماتو پر بنیاد د مشکوکو وسله والو پر یوه کور په چاپه کې د یوې مېرمنې په ګډون څلور تنه وژلي دي.
په بلوچستان کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني کیمپېن پیل شوی. له دوشنبې (ګل) څخه پیل شوی کیمپېن به تر درو ورځو روان وي چې ورته امنیتي اقدامات اخیستل شوي. په بېلا بېلو سیمو کې روغتیايي کارکوونکي تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیو مخنیوي څاڅکي ورکوي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د بلوچستان صوبې د نوي اعلا وزیر ټاکلو لپاره د صوبايي اسمبلي غونډه د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه د شنبې پر ورځ په کوټه کې رابلل شوې ده خو تر اوسه هېڅ یو کس د نوي اعلا وزیر څوکۍ ته خپلځان نه دی نومولی.
په کوټه کې د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ودانۍ ته نېږدې له جي پي او چوک سره نېږدې چادونه شوې چې پکې د ورستیو مالوتو له مخې څلور پولیس سرتېری او د ولسي وګړي وژل شوي او اوولس تنه نور چې په هغوی کې هم ډېری پولیس سرتېري دي ژوبل دي.
د پاکستان ناکراره صوبې بلوچستان اعلا وزیر ثناء الله زهري ګورنر محمد خان اځڅکزي ته خپله استعفا ورکړه او هغه ومنله.
په بلوچستان اسمبلۍ کې د ځینو حکومتي او مخالفو غړیو له لوري درې ورځې مخکې پر صوبايي اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري د باور نه کولو تحریک (تحریک عدم اعتماد) راوړلو پس په مرکزي ښار کوټه کې سیاسي هلې ځلې زیاتې شوې دي.
دتره ګرۍ ضد عدالت د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان اسمبلۍ غړې او د پبلیک اکاونټس کمېټۍ چېرمېن عبدالمجید خان اڅکزي د خوشېکولو امر وکړ.
بلوچستان کې یوه سوداګر حاجي عبیدالله اڅکزي په خپل ځاني لګښت د کوټې ښار د یوه سرکاري ښونځي (سنډېمن های سکول) یوه لویه برخه په جدیده ټېکنالوژۍ سمبال کړې چې په دغه ټوله صوبه کې یې ساری نه لیدل کېږي. نوموړي د دغه سکول د پرمختیا لپاره تر اوسه اووه کروړه روپۍ لګولې دي.
د بلوچستان صوبې په مرکز کوټه کې د کرېسمېس ورځ له هغو کورنیو سره د خواخوږۍ ښودلو په موخه په سادګۍ سره لمانځل کېږي چې څه باندې یوه اونۍ وړاندې د دغه ښار پر یوه کلیسا د ځانوژونکي بری پرمهال وژل شوي ول.
د بلوچستان پولیس وايي په ۲۰۱۷م کال کې په صوبه کې څلور ځانمرګو بریدونو ۵۵ کسان وژلي او دوی د ترهګرۍ په تړاو ۱۶ مقدمې پوځې عدالتونو ته سپارلې دي.
سرفراز بګټی وايي د منور دنده دا وه چې کله ګورنر صاحب ګلستان ته تللی وای نو د هغه د رسېدو اطلاع به یې د پنجاب اوسېدونکي حامد بشیر ته ورکوله نو هغه به بیا د ځانمرګي برید انتظام کولو.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اتوار په ورځ پر یوه کلیسا د ځانوژونکیو بریدګرو په برید کې د وژل شویو نهه کسانو مړي نن د دغه ښار ګورا هدیره کې خاورو ته وسپارل شول.
د بلوچستان چارواکي وايي، د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د کوټې پر کلیسا په وسله وال برید کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او له ۳۰ زیات ژوبل دي. د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي رسنیو ته وویل، د پېښې پر وخت په کلیسا کې عبادت او د عیسویانو د اختر (کرېسمېس) تیارۍ روانې وې.
د پولیسو مشر معظم انصاري خبریالانو ته وویل، د برید پر مهال په کلیسا کې د ماشومانو په ګډون ۴۰۰ کسان ول. د ده په خبره، د یکشنبې یا اتوار پر ورځ دوی د کلیساګانو د حفاظت لپاره پولیس ځای پر ځای کوي
په بلوچستان کې د ایران قونصل جنرل ویلي، په تېر یو کال کې د ایران او پاکستان تر منځ سوداګري ۳۵ فیصده زیاته شوې ده. محمد رفیع د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په کوټه کې د بلوچستان او پاکستان په پرمختیا او د انرژۍ په برخه کې د ایران پر کردار یوې غونډې ته وینا کوله. د غونډې په اړه تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
نور وښیئ