بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیالله لانګو دا څرګندونې تر هغې دوه ورځې وروسته وکړې چې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په بلوچستان کې د واقعیتونو موندلو په اړه رپورټ خپور کړ چې پکې راغلي چې د هغې صوبې په ولس کې د ریاست پر وړاندې غصه زیاته شوې ده.
نور محمد دومړ دا و نه ویل چې د څومره وخت لپاره ورته څومره پیسې بېلې شوې دي خو تر دې وړاندې یوشمېر پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی وو چې وار له مخه ورته څه باندې پینځه اربه روپۍ بېلې شوې دي چې د صوبې ۱۸ لکه کورنیو ته د صحت کارډ له لارې د مفت علاج زمینه برابره کړای شي.
د تحریک انصاف مشر عمران خان د اتحادي ګوندونو له خوا د سپریم کورټ پر درې کسیزه جرګګۍ څرګنده کړې بې باوري غنډلې ده.
د افغانستان د کرکټ بورډ د مارچ پر اوومه په یو بیان کې ویلي چې دا لوبې به د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو د شارجې په میدان کې کېږي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر ۲۷مه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې عملیات د یکشنبې (اتوار) پر ماښام د کابل د خیرخانې مېنې په ذاکرین وړوکي ښار کې شوي دي.
مولوي محمد یعقوب دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۳مه په کابل کې داسې غونډې ته کړې دي چې عامو رسنیو ته د ورتګ اجازه نه وه خو د هغه دا خبرې اوس په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.
نصیب الله مري وویل چې په لومړي پړاو کې به هغه سکولونه د صوبې په هغو ضلعو کې نه جوړېږي چې د بلوچستان رېزېډېنشل کالج (بي ار سي) په نوم تعلیمي ادارې پکې موجودې دي.
منیر اکرم د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه، د ملګرو ملتونو په يوه غونډه کې ویلي ول، "په افغانستان کې پر ښځو لګولي بنديزونه له مذهب سره هېڅ تړاو نه لري بلکې د پښتنو د کلتور برخه ده چې ښځې په کورونو کې ساتي."
پر عدنان سمیع الله تور دی چې د جنورۍ پر ۱۶مه یې د پېښور په های کورټ کې عبداللطیف اپرېدی ویشتلی وو او تر هغې وروسته نیول شوی وو.
پاکستان په داسې حال کې د دې هېواد پرضد د افغان خاورې د کارول کېدو ادعا کوي چې په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.
د انګلستان لوبډلې تر دې وړاندې تر سره شوې دوې ټسټ لوبې هم په څرګند توپیر ګټلې وې. دا لومړی ځل دی چې پاکستان په کور دننه د ټسټ لوبو د یو لړۍ ټولې لوبې بایللې دي.
د ډېسېمبر پر ۱۶مه د علي وزیر د نیول کېدو دوه کاله پوره شو. نوموړی د ۲۰۲۰م کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې د ارمي پبلک سکول د وژل شویو ماشومانو په یاد کې له جوړې غونډې وروسته نیول شوی وو.
پاکستانیو چارواکو په دې اړه لا څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې داسې تورونه تل رد کړي او وايي چې پر پوله یوازې د امنیت ساتنې لپاره سختي کوي او همدا لامل دی چې د ویزې او پاسپورټ لرلو شرط یې ایښی دی.
طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شوي وو او له هغه راهسې یې تر شپږم جماعت پورته د نجونو ټول سکولونه تړلي دي.
د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د تحریک انصاف پر لاریون په ډزو کې یو کس ووژل شو او د ګوند د مشر عمران خان او سېنېټر فیصل جاوېد په ګډون ۱۳ کسان ژوبل شول. هغه ګوند وايي چې یو وسلوال پر لاریون ډزې وکړې او دا یې پر عمران خان "قاتلانه برید" بللی دی.
جنوبي افریقايي لوبډلې په وروستي اوور کې د پینځو لوبغاړو په زیان هدف پوره کړ او هند ته یې په پینځو وېکټو ماتې ورکړه.
د پاکستان نېږدې هر وفاقي حکومت له راتګ سره سم دا منلي چې په بلوچستان کې ظلم شوی او دوی به یې د ازالې هڅه کوي.
نور وښیئ