راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.
د ماواری عدالت وژنو او جبري بې درکيو پر ضد اسلام اباد ته ورغلیو پرلتوالو شکايت کړی چې پولیس یې په تکليفوي. خو د احتجاجیانو مشرې ماهرنګ بلوڅې د جنورۍ پر درېیمه د خبري غونډې پرمهال اعلان وکړ چې د ټولو مشکلاتو باوجود به خپل احتجاج ټول ملک ته غځوي.
د پرلتوالو مشرې ماهرنګ بلوڅې د ډېسېمبر پر ۲۶مه مازیګر له چارواکو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې پولیسو هم د هغو وسلوالو مرسته کړې او د احتجاجیانو پر غوښتنې سربېره یې د هغوی پرضد کاروايي نه ده کړې.
د خیبر پښتونخوا د ملاکنډ د تاڼې اوسېدونکی بلال خان له شاوخوا شپږو کلونو راهیسې په اسلام اباد کې د اهنګ کده په نوم د رباب د زده کړو مرکز چلوي. دی وايي، په اسلام اباد کې ډېری ځوانانو د رباب او موسیقۍ زده کړو ته مخه کړې ده. ویډیويي رپورټ.
د بلوڅانو د یووالي یا یکجهتۍ کمېټۍ پر اېکس پاڼه د نوموړې د وینا یوه لنډه ویډیو او بیان خپور کړی دی چې پکې راغلي چې تر "پراخو هڅو وروسته ۱۶۰ بلوڅ احتجاجیان خوشې شوي" دي.
د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ په وینا لسګونه بلوڅانو د ډېسېمبر پر ۲۳مه د ماورای عدالت وژنو او جبري بې درکیو پرضد د اسلام اباد د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت وهلی دی. دوی حکومت ته درې ورځې وخت ورکړی دی چې نیولي مظاهرچیان دې خوشې کړي. د اسلام اباد پرلت په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اسلام اباد پولیسو د خبریالانو مرکز مخې ته د لاریونوالو احتجاجي کیمپ ړنګ کړ او له هغه ځایه یې هم څو تنه ونیول. پوليسو ويلي چې مظاهرچیانو پر ۲۶م نمبر چونګۍ او داراز په ايوب څلور لاره کې "پولیس په کاڼو وویشتل" نو ځکه یې لسګونه کسان ونیول.
مندوخېل څه وخت وروسته ورته د عدالت عملې وویل چې د پشتین د درخواست اورېدنه تر یوې اوونې پورې ځنډوي او اوس به یې د ډېسېمبر پر ۲۵مه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د ډېسېمبر پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، په وروستیو کې یې په پاکستان کې د شویو بریدونو په اړه د طالبانو حکومت ته معلومات ورکړي دي.
د پشتین وکیلانو اېمل مندوخېل او مصدق خټک مشال راډیو ته وویل چې عدالت هغه د ډېسېمبر پر ۱۴مه تر اورېدنې وروسته د ۱۴ ورځنیو پلټنو لپاره زندان ته ولېږداوه.
د شپږ کسیزه جرګګۍ پینځو غړو د پخوانۍ پرېکړې ځنډولو په حق او یو یې په مخالفت کې رایه ورکړې ده. له دې سره سم، جرګګۍ په پوځي عدالتونو کې د ملکیانو د محاکمې د لغوه کولو پخوانۍ فیصلې عملي کېدل تر بل امر پورې ځنډولي دي.
انوارلحق کاکړ وويل، که وسلوال تسليم نه شي نو رياست د هغوی پر ضد تر "يو زر کلونو پورې جنګ کولو ته تيار دی".
سرفراز بګتي د ډېسېمبر پر اتمه، په اسلام اباد کې یو خبري کانفرانس ته وویل چې حکومت د اسناد لرونکو افغان کډوالو لپاره نوې پالیسي جوړه کړې ده.
د خټک په وینا، عدالت وويل چې د پشتين جسماني تحویل ځکه ورکوي چې نوموړي د روان کال د اګست پر ۱۸مه له اسلام اباد سره نېږدې په ترنول سيمه کې جلسې ته د وينا پر مهال "د رياست ضد خبرې" کړې وې.
د غورځنګ پلویان وایي د ډېسېمبر شپږمه يې ټوله ورځ د اسلام اباد په بلابېلو عدالتونو کې تېره کړه او باور یې وو چې د دوی نيول شوی مشر به عدالت ته راوړل شي خو د هغه تر نيول کېدو ۴۸ ساعته وروسته يې هم درک و نه لګېد.
په اسلام اباد کې مېشت د پاکستان یو پخوانی سفارتکار ابرار حسېن وایي چې د دواړو ملکونو حکمرانانو ته پکار ده چې په سړه سينه د يو بل سره د خبرو اترو د لارې خپلې ستونزې حل کړي۔
قاضي کیاني زیاته کړه چې که حکومت ورک کسان پیدا نه کړل نو بیا باید د هغوی د کورنیو د خوراک څښاک لګښتونه پوره کړي او دا چې عدالت به د هغو لوړپوړو چارواکو تنخاګانې ورڅخه وګرځوي چې د هېواد د وګړو د امنیت مسوولیت لري.
ونډه د نومبر په ۲۴مه، د کورنيو چارو د نګران وزير سرفراز بګټي په مشرۍ کې نېشنل کاونټر ټررېزم اتارټي ( نيكټا) په مرکزي دفتر کې وشوه. په غونډه کې د پاکستان د پوځ او پولیسو مهمو چارواکو ګډون وکړو او د نېشن
نور وښیئ