شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.
د ملاکنډ ضلعې په ختیځ کې د نهر خوا ته یو وړوکی بازار دی چې بنګله بازار نومېږي. دلته واړه کاروبارونه دي خو هریچند او ملاکنډ ته ورڅخه د اهنګرانو په لاسونو جوړې جنرېټر نومي رکشې یا ګاډي هم ځي. په بازار کې یو چمبه یا تمبل جوړوونکی هم شته. رپورټ وګورئ.
په هنګو کې له ۳۳مې حلقې څخه د متحده مجلس عمل نوماند او د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي عتیق الرحمان د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د تحریک انصاف سیاستوالانو د بریا لپاره منظم کار شوی وو نو انتخابات له درغلیو ډک ول او نه یې مني.
د شبقدر پر لویه څلور لاره د سړک تر غاړې خلکو ته روژه ماتی برابرېږي چې د منتظمینو په وینا، هر ماښام شاوخوا ۷۰۰ بېوزله کسان روژه ماتی کوي او ډوډۍ خوري. د دې روژه ماتي لپاره پیسې له شتمنو خلکو غونډېږي. ویډیويي رپورټ.
د تحریک انصاف ګوند غړو د مومندو په غلنۍ کې احتجاجي مظاهره کړې چې پکې یې له حکومته غوښتنه کړې چې قبایلي سیمې دې سمدستي په پښتونخوا ورګډې کړي. دوی د دوشنبې پر ورځ په غلنۍ کې لاریون هم وکړ. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د قبايلي سیمو ملاګورو او مومندو يوې جرګې له حکومته غوښتي چې د وارسک ډېم د بجلي ګټه دې ورکړي. دې مشرانو جرګې ته په وينا کې وويل چې بند د دوی پر خاوره جوړ دی نو بايد حکومت يې له قانون سره ملکيتي ګټه ورکړي.
د مردان په جنډو بازار کې له مزرو او لرګیو څخه په لاسونو جوړ شیان خرڅېږي چې په رنګونو ښایسته شوي وي. دوکانداران وايي، په کور کې ښځې اکثر دا شیان جوړوي چې ورته مواد له ملاکنډ او دیر څخه راوړي. البته دوی وايي، د پخوا په نسبت یې کاروبار اوس خراب شوی. دا چې ولې؟ ځواب یې په ویډیويي رپورټ کې.
د پاکستان په شمال کې د ګلګت بلتستان او د قراقرم له غرونو سره سیمې د خپل فطري ښایست او د خلکو د اوسېدو او دودونو د بېل انداز له کبله ډېرې مشهورې دي او هر کال ګڼ سیلانیان ورځي. البته دې سیمو ته د ورتګ لارې اسانه نه دي ځکه چې هر کس چې غواړي هلته ورشي باید له تنګو لارو، لوړو غرونو او لوړو، ژورو تېر شي.
د مومندو د پړانګ غار (یوسف بابا) سیمه د خپل ښایست له کبله مشهوره ده چې په دوبي کې ورته ګڼ سیلانیان ورځي. د دې سیمې نوم د یوه زیارت په نوم ايښودل شوی دی. د سړکونو خرابوالي له کبله اوس یوسف بابا ته کم سیلانیان ورځي. راځئ چې د دې سیمې په چکر لاړ شو.
په ګلګت بلتستان کې اسلامي تحریک ډلې له حکومته غوښتنه کړې چې چین – پاکستان اقتصادي لار کې دې ورته پوره برخه ورکړي. دوی د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په غونډه کې له حکومته په پارلېمان کې د استازیتوب غوښتنه هم وکړه. تفصیل په ویډیو کې.
د نادره مارغانو ښکاریان وايي، په قبایلي سیمو کې د اوږدمهاله ناامنیو له کبله نه یوازې له نورو هېوادونو څخه د مارغانو ورتګ کم شوی، بلکې د دوی کاروبار یې هم اغېزمن کړی دی. دا ښکاریان په بېلا بېلو سیمو ګرځي او په مومندو کې هم د مارغانو ښکار کوي. ویډیويي رپورټ.
د شبقدر مسکان څه موده مخکې د سړک تر غاړې سیخان پخول او پلار یې ویل چې د زده کړو وس یې نه لري. خو د مشال راډیو تر رپورټ وروسته یوه کس یې پلار ته وویل چې د تعلیم لګښت یې ورکوي. اوس مسکان له خپلې خور سره هر سهار ښوونځي ته ځي. رپورټ وګورئ.
د سیمې اوسېدونکو، مشرانو او په سېنېټ کې د هغوی استازي هلال الرحمان د اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وویل، دا کسان د جمعې پر ورځ د ځمکلاندې بم تر چاودنې وروسته نیول شوي دي.
د مومندو د پړانګ غار د نوي کلي سرکاري ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکي په ودانۍ کې د ځای کمښت له کبله په جومات کې تعلیم تر لاسه کوي. زده کوونکي او ښوونکي وايي، د دوو ټولګیو شاګردان په ساینسي لېبارټرۍ کې هم ناستې ته مجبوره دي. په ښوونځي کې شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکي دي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
په شبقدر سیمه کې د ډینګي ماشو د ختمولو لپاره د یکشنبې په ورځ سپری وشوه. دوو ځوانانو په ټول کلي کې په لارو، کوڅو، ډېرانونو او کورونو کې د ماشو د وژلو دوايي د سپری له لارې وشیندله. د سیمې خلک وايي پخوا به حکومت د جهازونو له لارې سپری کوله خو اوس هغه لړۍ ختمه شوېده. ډینګې تپې په خیبر پښتونخوا صوبه کې
د مومندو په یکه غونډ کې د یوه ښوونځي دوه کوټې په وروستي باران کې پرېوتې. زده کوونکي وايي، په سکول کې بجلي او اوبه نشته. دوی وايي، په اوړي او باران کې زده کړې اغېزمنېږي. په سکول کې ۲۲۰ ماشومان تعلیم تر لاسه کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اختر مېلې د نورو سیمو په څېر په شبقدر کې هم ګرمې دي. که څه هم دا لوی اختر دی خو واړه ورته ډېر خوشاله دي. ډلې ډلې ماشومان په شبقدر بازار کې په مېلو کې ګرځي، د لوبو سامانونه اخلي، خوراکونه کوي او په زانګوګانو کې زانګي. د مشال خبریال شاهنواز ترکزي د مېلې ځینې نندارې راستولي دي.
د چارصدې په شبقدر تحصیل کې هم د پښتونخوا د نورو سیمو په څېر د اختر تیاریانې روانې دي. په یاد بازار کې په دې ورځو کې تر هرڅه زیات د چړو، چاقوانو، تبرونو، او د کبابو د مسالو بازار ګرم دی ځکه چې د لوی اختر مخه ده او خلک به د قربانۍ پر مهال دغو توکیو ته زیاته اړتیا لري. د مشال خبریال شهنواز ترکزی په شبق
د خیبر پښتونخوا په شبقدر کې د اتوار پر ورځ تر باران وروسته سېلاو راغلی چې د ښار کوڅې او دوکانونه یې زیانمن کړي. د پاکستان موسمیاتو ادارې وار له مخه خبرداری ورکړی چې روانه اوونۍ هم د بارانونو او سېلاو امکان دی. د بازار دوکاندارانو له حکومته غوښتنه کړې چې ژر دې ورته مرستې ورسوي. ویډیو وګورئ.
په پښتونخوا کې اوس هم داسې ځایونه شته چې پکې خلک مالوچ ډانډسوي. د شبقدر ځېنې اوسېدونکي د ونو تر سیوري لاندې ډانډس ته ورځي. خپلې کیسې کوي او مالوچ هم ډانډسوي. دوی وايي، د مشین پرتله په ډانډس مالوچ ښه پاکېږي او تر ډېره بیا په توشکونو او بالښتونو کې کارېږي. د مشال راډیو خبریال مو د ډانډس سیل ته بیايي.
د دوشنبې پر سهار په شبقدر کې د نشه يي موادو د استعمال او خرڅلاو ضد مظاهره شوې ده. مظاهره کوونکو ویل، نشه يي مواد د سیمې د ځوانانو ژوند او راتلونکې تباه کوي. پولیسو دوی ته ډاډ ورکړ چې د دوی په مرسته به د مخدره موادو ضد مبارزې ته دوام ورکړي. دا ویډیو وګورئ.
نور وښیئ