شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.
مومندو کې پوليټيکل انتظاميې له غير رجسټرډ افغان کډوالوغوښتي چې سیمه دې پرېږدي کنه نو دوی به يې په زور وباسي.د خاصه دار ځواک یوه چارواکي د یکشنبې په ورځ د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پولیټیکل انتظامیې ورته د جولای پر څلورمه د مومند مېشته افغان کډوالو د مشرانو یو نوملړ ورکړ.
د پښتونخوا او قبایلو د نورو سیمو په څېر په مومندو کې هم خلکو اختر لمانځلی دی. ګڼ خلک د یکشنبې پر سهار لمونځ ته ورغلي ول او بیا یې له یو بل سره د اختر مبارکۍ وکړې. وروسته یې یو ځای سره وریژې وخوړې. ویډیو وګورئ.
په مومندو کې د سرشمېرنې او کور شمېرنې بهیر وروستي پړاو ته رسېدلی دی. دا عمل د اپرېل له ۲۵مې پیل شوی چې پکې د هرې سیمې د ټولو کورنیو د غړو او سامانونو په اړه معلومات لیکل کېږي. د سرشمېرنې امنیت لپاره پوځیان پر دندو ګمارل شوي دي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د شوکدر په مټه مغلخېلو کې د رخت (کپړې) جوړولو کارخانې دي. په دې کارخانو کې کارکوونکي وايي، پخوا دلته ۴۸ زره کسانو کار کاوه او په برېښنا یا لاسونو به یې رخت ووبده. خو اوس د بجلۍ نشتوالي او کاروبار ته د تاوان رسېدو له کبله د کارکوونکو شمېر نیمايي شوی دی. ویډیو وګورئ.
هغه مهال چې له پل صراطه تېر شئ، نو یوه لویه دښته پیل شي چې د تور تارکولي یا قیر سړک دواړو غاړو ته پرته ده. د سړک تر غاړو د کیکرو اغزن بوټي ولاړ دي او د دید تر حده کور نه تر سترګو کېږي – یو شی چې ښکاري د سلېمان یا کسۍ غرونو لړۍ ده.
د مومندو پولېټېکل اېجنټ وايي، د سرشمېرنې په دویم پړاو کې به کارکوونکي کور په کور ګرځي او د ټولو کورنیو غړي به شماري. محمود اسلم وزیر د دوشنبې (ګل) پر ورځ له ولسه غوښتنه وکړه چې د سرشمېرنې له افسرانو سره دې همکاري وکړي. تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.
له ډېرې مودې مې زړه وو چې جنوبي پښتونخوا (بلوچستان) ووینم. چې موقع برابره شوه، ما ویل نه یې ضایع کوم. له شوقدره چې روان شوم نو له ډېره اسماعیل خانه تر چمنه مې پر لار انځورونه واخیستل. د کومو ځانګړو تصویرونو اخیستو هڅه مې نه کوله، بس هر څه چې په مخه راتلل، ما ویل انځور یې اړین دی. تاسې یې هم ګورئ.
په پښین کې د شنو نسوارو جوړولو چکۍ دي چې پکې یو شمېر خلک کار کوي. خو دا نسوار جوړوونکي وايي، د برېښنا کموالي له کبله یې کاروبار اغېزمن شوی دی. ورسره په ویډیو کې ګورئ چې د چکیو کارکوونکي په څنګه ماحول کې نسوار جوړوي او ولې دا کار مشکل بولي.
د مومندو قبایلي سیمې انتظامیې د یکشنبې په ورځ د کوزه مومندو مېچنۍ موصل کورونو خلکو ته امر کړی چې هم نن سیمه تخلیه کړي او خپلې کډې دې وباسي، ځکه چې د دوی له کلي نه د ترهګرۍ د پېښو د پلان جوړېدو وېره لیدل کېږي.
د پېښور په حیات آباد کې په یوه ځانوژونکي برید کې د عدلیې د لاندې کچې قاضیانو رسولو یوه ګاډی په نښه کړل شوي. په دغه پېښه کې ډرایور وژل شوی اودرې ښځینه قاضیانې اویو نارینه قاضي ژوبل دي.
په مومندو کې د سیاسي اتحاد مشرانو، غړو او ولسي وګړو د قبایلي سیمو اېف سي ار قانون ضد مظاهره کړې او له حکومته یې غوښتنه کړې چې دا قانون دې ختم کړي. دوی د دوشنبې یا ګل پر ورځ په غلنۍ کې په لاریون کې د اېف سي ار ضد نعرې ووهلې. ویډیو وګورئ.
په مومندو کې یو لوی کاروبار د مرمرو د کاڼو دی. له هم هغه ځایه دا کاڼي ایستل کېږي او بیا د پاکستان نورو برخو ته وړل کېږي، هلته دا کاڼي تر پاکولو او تراشلو وروسته خرڅول کېږي چې د ودانۍ په کارونو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي. په دې ویډیو کې د مرمرو د کاڼو کاګرانو کار ته کتنه شوې.
د مومندو کاروباریان وايي، د ډېورنډ پر کرښه د ګورسل لارې بندښت له کبله یې شاوخوا ۹۰ فیصده کاروبار ختم شوی دی. دوی وايي، د کاروبار ختمېدو له کبله یو شمېر خلکو په پېښور کې مزدورۍ پیل کړې دي. حکومت وايي، تر سم پلان وروسته به لار پرانیزي چې کاروبارونه بیا ورغول شي. تفصیل په رپورټ کې.
د ناګمان فضل امین د اروپا په تکل له پښتونخوا ترکي ته رسیږي، او هلته یې یو پېژندګلو تن د انسانۍ سمګلرانو سره د پنځوسو زرو ډالرو په بدل کې ګاڼه کوي. انسانۍ سمګلران له دغه پښتون ځوان سره ډېر زیات تشدد کوي. دا ځوان چې وروسته د ترکي پولیسو په کومک راخلاصیږي، د اروپا نه مخ اړوي او بېرته خپل کلي ناګمان ته
د مومندو په پړانګ غار کې د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشاعره شوې چې ورته ګڼ شاعران، لیکوالان او ولسي وګړي ورغلي ول. ته که مې ډېر منع کوې له دغې زه به بیا هم ورته وروړمه ګوتې منم ستا زلفې دي د خدای کارونه د خدای کارونو کې وهمه ګوتې د مشاعرې ځېنې برخې په ویډیو کې.
د مومند قبایلي سیمې سیاسي اتحاد د یکشنبې په ورځ په غلنۍ کې د FCR قانون خلاف مظاهره وکړه. د مشال راډیو خبریال وايي د جمیعت علما اسلام ګوند نه پرته نورو ټولو ګوندونو په دې مظاهره کې برخه واخېستله. مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې د انګریزانو له زمانې راهېسې د پاتې دغه سرحدي قانون دې زر تر زره خاتمه وشي.
د مومندو پنډیالۍ او امبار ۱۰۳ کسانو ته د خوړو نړیوالې ادارې د ((کار په بدل کې پیسو)) پروګرام له لارې پیسې ورکړل شوې دي. دې خلکو ته دا پیسې د خیر ښېګڼې یوې ټولنې ((حجره)) په وسیله ورکړل شوې دي. پیسې تر لاسه کوونکو مشال راډیو ته وویل، دوی خوشاله دي او دا پیسې یې په کورني اقتصاد کې مرسته کوي. ویډیو.
په پاکستان کې د هلال احمر یا (سرې میاشت) ادارې د مومندو د خویزو له زده کوونکو سره د تعلیمي چارو په برخه کې له مالي مرستو سره سره د سکول لپاره د لیکلو بورډونو، یا تختو ، د ناستې ټغرونو او یو شمېر نورې شیان مرسته کړې. په دې اړه دا ویډیو وګورئ.
د مومندو په لرو پرتو سیمو کې د غیر تربیت یافته عطايي طبيبان له وجی د هغو سيمو اوسيدونکی ډیرو ستونزو سره مخ دی.
په مومندو کې د سرې میاشت (هلال احمر) ادارې ۲۵ ځوانانو ته د ناورینونو پر وخت د ژغورنیزو چارو او بیا رغونې روزنه ورکړې ده. دا کسان پټي بانډې ته بیول شوي ول چې له ننه شپږ کاله اګاهو سېلاوونو ځپلې وه. له مشال راډیو سره په خبرو کې ځوانانو وویل، روزنې ورته ګټه رسولې ده او نوي شیان یې زده کړي دي. ویډیو.
نور وښیئ