شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.
د مومند ایجنسۍ په بره حلیمزو کې د ګندهاب باراني ډیم د کار د ځنډیدو له وجې د سیمې د خلکو د اوبو د نیشتوالي ستونزه لا هم په خپل حال ده او دوی له حکومته غواړي چې په یاده پروژه دې زر تر زره کار پیل کړي.
په شوکدر کې په نشه يي توکو روږدو کسانو او د ذهني ناروغانو لپاره یو خیراتي روغتیايي مرکز جوړ دی چې پکې دا مهال ۲۶ کسان تر درملنې لاندې دي. یو کس چې پخوا به یې نشه کوله، ګیله کوي چې خلکو به په بېلا بېلو نومونو یاداوه. ځېنې کسان چې له مرکزه رغول شوي اوس خپله مزدوري کوي. تفصیل په رپورټ کې.
د مومند ایجنسۍ په ډنډ سیمه کې سرکاري پرایمري سکول پېښور ته له مومندو او باجوړ نه تلونکي لويي سړک په غاړه جوړ دې چی زیاتره یی ماشومان د ټرېفیکي حادثو ښکار شوي دي.
په پېښور کې داسې ډېر ماشومان دي چې په مستريخانو کې کار کوي او کسب زده کوي. ځېنې ماشومان وايي، ښوونځی یې نه خوښېد نو ځکه هنر یا کسب زده کوي. خو د ګاډو مستریان وايي، دا ماشومان اکثر د بې وزلو کورنیو دي او د زده کړو وس نه لري نو ځکه مزدوري کوي. د ماشومانو حقونو ادارې وايي، دا ناقانونه عمل دی.
د پېښور په کباړي بازار کې د زړو یا کارول شویو کتابونو ګڼ دوکانونه دي. د دې پلورنځیو مالکان وايي، په تېره یوه لسیزه کې د کتابونو لوستونکي کم شوي او زیات نه خرڅېږي. دوی وايي، د کتابونو زیاتره اخیستونکي افغانان دي. زده کوونکي وايي، کارول شوي کتابونه ځکه اخلي چې نوي ګران وي. ویډیويي رپورټ.
ن چې څه کېږي، پکار ده چی دا ولس راپاڅي، او له حکومته تپوس وکړي، چې وړاندې دې جنګولمه، شا ته راپسې مرستې ته ولاړ وې، اوس چی امن شو (د امن لښکرو په مرسته) نو له ما دې مراعات، وسله او هر قسم مرستې دې رانه واپس کړي
په مومندو کې د سېپټېمبر پر ۱۶مه په جومات کې ځانمرګي برید ګڼ ولسي وګړي ووژل. په دې حمله کې د رڼا ګل څلور زامن ووژل شول. دا خلک د جمعې لمانځه لپاره جومات ته ورغلي ول. رڼا ګل او بخان وايي، زامنو یې مزدوري کوله او د کورنۍ ضروریات یې پوره کول. تفصیل په دې رپورټ کې.
په مومندو ايجنسۍ کې د ځانمرګي بريد وروسته لا هم د لټون عمليات روان دي او چارواکي ادعا کوي چې د پېښې په تور یې څلور مشکوکه کسان نيولي دي.
تر ځانوژونکی برید وروسته په پنډیالۍ او امبار تحصیلونو کې تلاشۍ روانې دي او په دغو سیمو کې تر نامعلومې مودې ګرځبنديز (کرفيو) لګول شوی دی.
د مومند ایجنسۍ په امبار سیمه کی په یو جومات کی یوه ځانوژونکي بریدګر ۱۹ کسان وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.
نو وزیر اعلا ته مو وویل چې موږ ځپل شوي یو، پیسې نه غواړو بلکې له حکومته د پېکېج اعلان غواړو، او حکومتي مرستې یا پېکېجونه څوک له خپله کوره چا ته نه ورکوي.
نن دوشنبه د مومندو او باجوړ تر څنګ د چارسدی په شوقدر کې هم لوی اختر دی.
د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د شوقدر مال منډیۍ ته ګڼ خلک ورغلي ول چې د اختر قربانۍ څاروي واخلي. منډیي ته ورغلي خلک وايي، د څارویو بیې د تېر کال پرتله لوړې دي. لوی اختر د اسلامي میاشت ذوالحج پر ۱۰مه نېټه لمانځل کېږي او خلک د پیغمبر ابراهیم (ع س) سنت د تر سره کولو لپاره څاروي قربانوي. دا ویډیو وګورئ.
د قبایلي سیمو ولس وايي، که څو هم راتلونکې نوي قانوني بدلون ته خوشاله دي، خو نه دي خبر چې دغه بدلون به له موجوده اېف سي آره څومره بدل وي.
مومندو کې چارواکي وايي هغه څلويښت ښوونځي يا سکولونه به بيرته پيلوي چې يوې غيرسرکاري ادارې تر دريوو کلونو پورې وچلول. د چارواکو په خبره دا ابتدايه ښوونځي د نړيوالې خيريه ادارې (IRC) په مالي مرسته دوو ځايي غيرسرکاري ادارو چلول چې د پروژې تر ختمېدو وروسته يې ۲۸۰۰ زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.
په پارلېمان کې د کورمې استازي ساجد حسېن توري هم د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي، د وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار او د اصلاحاتي کمېټۍ مشر سرتاج عزیز په خپلو سپارښتنو کې ویلي چې هغو سیمو ته د صوبې یا ګلګت بلتستان په څېر قانوني او اییني حیثیت ورکول د قبایلو په ګټه نه دي.
له مومندو ننګرهار ته تلونکې د ګورسل لار د سوداګرۍ لپاره کارول کېږي خو د سړک خرابوالي له کبله هم ولس او هم کاروباریان له مشکلاتو سره مخامخ دي. ورسره دا لار له څو کلونو راهیسې بنده ده او د سیمې خلک وايي، د ډېورنډ هغې خوا ته یې له خلکو سره هېڅ رابطه نه ده پاتې شوې. رپورټ وګورئ.
ملک ګل شاه ساپی وايي، حکومت له دوی څخه وړې او غټې وسلې هم غونډې کړې دي، نو په تشو لاسونو څنګه له وسله والو سره جګړه وکړي.
د سیمې ولس او د انسانی حقونو لپاره کارکوونکیو دغه سرکاري ګام غندلی دی او وايي چې دا فیصله نه یواځې د بشری حقونو بلکې د ځیناورو له حقونوهم سرغړونه ده. ولس غوښتنه کړې چې سرکار دې ژر تر ژره خپله فیصله بیرته واخلي.
د مومندو ایجنسۍ د حلیمزو قبیلې قامي تړون/جرګې د دغه سیمې لږ تر لږه ۱۰ کورونه په باروتو الوځولي دي.
نور وښیئ