طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
ضلعي انتظاميې د مشرانو هغه جرګه په داسې وخت کې وربللې چې په بوشېرو کې د ډنډرو او نور حسین کلي ترمینځ د ځمکې پر سر تر دوه ورځنۍ جګړې وروسته د سیمې حالات کړکېچن شوي ول او د فرقه ییز تاوتریخوالي اندېښنې یې زېږولې وې
دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۱۲مه د خیبر پښتونخوا د کورمې یوشمېر فعالانو د پاړه چینار د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت وواهه او په سده، کواټ او پېښور کې د کورمې اوسېدونکو هم د نښتو ضد احتجاجونه کړي دي.
د سیمې مشرانو پر دواړو خواوو د تاوتریخوالي درولو غږ کړی دی او له حکومته یې په دې برخه کې اقداماتو غوښتنه کړې ده. انتظامیه وايي، د جګړې درولو او د خبرو له لارې یې د لانجې د هواري هڅو ته دوام کړی دی.
د ځايي وګړو د ادعا او اندېښنو په اړه پر اېف سي ځواک سربېره د ضلعي پولیسو مشر نثار احمد او له سيمې د صوبايي اسمبلۍ غړی غازي غزن جمال له مشال راډيو سره خبرو کولو ته تیار نه شول.
موږ په دې اړه د پوځ دریځ په ترلاسه کولو کې بریالي نه شو خو د سیمې د مشرانو د ۲۰ کسیزه کمېټۍ غړي حاجي محمد صدیق مشال راډیو ته وویل چې حکومت به د اکتوبر تر ۳۰مې پورې د مموزیو خلکو ته پیسې ورکړي.
په وروستيو کې د کورمې په ځينو سيمو کې د مشکوکو وسله والو تر ليدل کېدو وروسته د سيمې خلک د خپل امنيت له پلوه اندېښمن شوي دي.
د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۱۷مه وویل، د سوات په ګډون په ټول ملاکنډ ډېوېژن کې د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات کوي.
په افعانستان کې تر سېلابونو مخکې د جون پر ۲۲مه زلزله راغلې وه چې تر ۱۱۰۰ زیات کسان پکې وژل شوي وو.
د ځايي پوليسو په وينا، په ډزو وژل شوي د دې کسانو مړي د اګست پر ۲۹مه موندل شوي دي. د مزدورانو پېژندګلوي د انځر ګل علیخیل او عید اکبر ملاخیل په نومونو شوي دي. وژل شوی پوليس احمد سعید ماموزی نوميږي.
یو ځایي قبایلي مشر امجد علي بنګش د اګست پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې سده یو کاروباري مرکز دی او بله دا چې په دې سیمه کې د مختلیفو محکمو دفترونه، تعلیمي ادارې او لوی سرکاري هسپتال موجود دی.
چارواکي وايي، د مذهب سپکاوي په تور تورن دواړه کسان خوندي دي. د کورمې د پولیسو مشر ارباب شفیع الله مشال راډیو ته ویلي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
د پاکستان وفاقي وزیر او په پارليمان کې د کورمې استازی، ساجد حسین توري وايي د دې لارې د پرانيستلو په اړه به ژر له طالبانو سره خبرې وکړي.
په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازی او په مرکز کې په واکمن اېتلاف د ورګډ پیپلز ګوند سیاستوال ساجد حسین توري د اګست پر ۲۲مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د لارې پرانیستو لپاره مذاکرات کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اګست نهمه په پاکستان کې د محرم له ۱۰مې نېټې سره سمون خوري او پر هغه ورځ اهل تشیع ماتمي غونډې او لاریونونه کوي.
د جون پر ۲۸مه په جرګه کې د خبرو له لارې د شخړو پر هواري ټينګار وشو او د يوې ګډې کمېټې په جوړولو موافقه وشوه چې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ به د پیدا کېدونکو مسلو حل راباسي.
په کورمه کې د روغتیا ادارې مشر ډاکتر عطا الله د جون پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، په شمالي وزیرستان کې یې د پولیو ناروغۍ وروستیو پېښو ته په کتو پرېکړه وکړه چې د ضلعې په یوشمېر ضلعو کې ماشومانو ته څاڅکي ورکړي او د ناروغۍ له خطره یې وژغوري.
نور وښیئ