عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د پېښور پولیسو مشال راډيو ته په لېږدولو معلوماتو کې ويلي چې وسلوالو د جنورۍ پر ۲۵مه د ګل بېلې په کوچیانو کلي کې پر پولیس سرتېري کامران تاج ډزې وکړې او هغه یې وواژه.
دا له هغه وروسته ده چې پاکستان د جنورۍ پر ۱۳مه د تورخم پر دروازه او همدا رنګه افغانستان ته په نورو ټرانزییټي لارو د اوښتو لپاره افغان ډرایورانو ته د پاسپورټ او ویزې درلودل لازمي کړل.
هغه وویل داسې مالومیږي چې په نښه شوي کسان ډرایوران ول چې پکې یو تن د کرک دی او د پاتې څلورو پیژندګلوي لا نه ده شوې خو ټول کسان د نورو سیمو دي.
د ميرلي تاڼې پوليسو او د ضلعي انتظاميې دوه جلا جلا چارواکو، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، مشال راډيو ته وويل چې وسلوالو رايس خان سهار وختي د ميرلي په خيسور سيمه کې په خپل کور کې دننه وژلی او بيا تښتېدلي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښه مشرانو، فعالانو او پلویانو د جنورۍ پر ۱۴مه د خیبر پښتونخوا په بنو کې احتجاجي لاریون او جلسه وکړه او پر حکومت یې د خپل مشر منظور پشتین د خوشې کولو او په صوبه کې د امنیت ټینګښت غوښتنې وکړې. ویډیويي رپورټ.
د غورځنګ یو مخکښ مشر حنیف پشتین مشال راډیو ته وویل چې لومړی یې غوښتل چې په ملت پارک کې جلسه وکړي، خو پولیسو ورته اجازه ور نه کړه نو ځکه یې بیا د ډېګري ون کالج ودانۍ مخې ته د ورغونډېدو پرېکړه وکړه خو هلته یې هم پرې نه ښوول.
د یادې کمپنۍ چارواکو او د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر مشال راډیو ته ویلي چې په شوه سیمه کې په دوو نورو ځایونو کې ګېس موندل شوي او د ورځې د شپږو لکو مکعب فټ ګېسو د ویستلو ظرفیت لري.
د شمالي وزيرستان ضلعي پوليسو مشر روښانزېب د جنورۍ پر ۱۰مه شپې مهال مشال راډيو ته وويل چې ملک کليم الله د چارشنبې (شورو) پر ورځ د ميرامشا په تپي سيمه کې له دوو ملګرو سره يو ځای په خپل ګاډي کې کور ته روان وو چې وسلوالو ورباندې بريد وکړ.
د کواټ د پوليسو مشر فرحان احمد مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د جنورۍ پر ۱۰مه شپې دوه بجې له لاچۍ ټول پلازې سره نېږدې د پولیسو پر امنيتي پوسته ډزې او د لاسي بمونو بريد وکړ چې پکې يې درې سرتېري او يو ولسي وګړی ووژل شو.
دا په روان ( ۲۰۲۴) کال کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو درېیمه پېښه ده. تر دې مخکې هم دواړه ورته حملې په میرلي کې شوې وې.
محسن داوړ د جنورۍ پر دريېمه له مشال رېډيو سره په مرکه کې وويل چې ورباندې د شوي برید لامل دا دی چې نوموړی "په سيمه کې د مصنوعي جنګونو خلاف" دی. هغه وویل، له سیاسي او سوله ییزې لارې به د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد کار ته ادامه ورکوي.
د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ ویلي دي چې پخوا یې هم د وسلوالو فعالیتونو غندنه کړې او اوس یې هم کوي. نوموړي د جنورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې د شمالي وزیرستان د امنیت چارې پولیسو ته وسپاري. له داوړ سره بشپړه مرکه وګورئ.
پولیس چارواکیو او ځاي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د ډېسېمبر پر ۲۹مه، د بنو په ممبتي بارګزۍ کې نامالومه کسانو د جینکو هغه ښوونځي ته اور ورته کړ چې پکې د ساینس لیبارټري سوزېدلې او ودانۍ ته زیان ورسید.
حکومت او شنونکي وايي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوه. د حکومت په وینا، د کال له پیله د ډېسېمبر تر ۲۹مې پورې په صوبه کې لسګونه وړې او لویې حملې وشوې چې پکې سلګونه ولسي وګړو او امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله واوښته. موږ په دې رپورټ کې په ۲۰۲۳ز کال کې د امنیت وضعیت ته کتنه کړې ده.
د سیمې اوسېدونکی او مدني فعال ریحان پښتین هم وايي چې د شمالي وزیرستان ټولې عمومي لارې تړلې دي چې له وجې یې د خلکو تګ راتګ اغېزمن شوی دی. د ډېسېمبر پر ۲۳مه د شمالي وزیرستان سوداګرو هم ویلي ول چې د لارو بندېدو له کبله یې مال وړونکي ګاډي ایسار دي او مالي زیان ګالي.
د شمالي وزیرستان د سوداګرو ټولنې مشر قمر زمان د ډېسېمبر پر ۲۳ مه مشال راډیو ته وویل چې د لارو تړل کېدو له وجې له افغانستان سره د غلام خان د لارې تجارت بند شوی دی او خلکو ته هم په تګ راتګ کې ستونزې دي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزرات د بنو ډېوېژن څانګې په بیان کې ویلي دي چې، د لکي مروت په بازارونو او کلیو کې به تر۳۰ ورځو پورې بندیز پر ځای وي او یوازې هغه دوکانداران به د موبایل ټېلېفون سېمونه خرڅولای شي چې حکومتي اجازه لري.
د جرګې په غوښتنو کې د سیمې د امنیت پر ځای کول، د هدفي وژنو مخنيوی، د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورول او نه ګرفتارول او د ۲۰۱۴ز کال د پوځي عملیاتو او ناامنیو پر مهال د ميرامشا د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته د تاوان ورکول شامل دي.
نور وښیئ