عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول.
هغه احتجاج تر شپږو ورځو پورې په میرعلي چوک کې روان وو، خود جون پر نهمه مظاهره چیانو د میرامشاه پریس کلب مخې ته پرلت ووهلو.
داوړ دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د شمالي وزیرستان د میرامشا بازار دوکاندارانو او مالکانو یو ځل بیا له حکومته غوښتي دي چې د ناامنۍ او عملیاتو پر مهال دې د شویو تاوانونو معاوضې ورکړي.
سېنېټر مشتاق احمد خان دا خبرې د جون پر ۱۲مه په میرامشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیول شویو غړو د خوشي کولو لپاره روان پرلت ته په وینا کې کړې دي.
د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جون پر ۱۱مه په بیان کې ویلي دي چې د جون نهمې او ۱۰مې ترمینځ شپې مهال په نښته کې درې مشکوک وسلوال هم وژل شوي او څلور ژوبل دي.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د جون پر ۱۰مه شپې مهال په بیان کې ویلي دي چې د شنبې (خالي) پر ورځ بارانونو او طوفان په کرک، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان کې تر ۶۰ زیاتو ودانیو ته هم تاوانونه اړولي دي.
پرلت د تېرو شپږ ورځو راهیسې په میرعلي چوک کې روان وو، خود جون پر نهمه مظاهره چیانو د میرامشاه پریس کلب مخې ته پرلت ووهلو.
احتجاج کوونکو په بنو کې تر لاریون وروسته مشال راډیو ته وویل، حکومت ورسره نه یوازې کېدونکی مرستې بندي کړي بلکې د هغوی په وينا د بېا ستنیدنې په عمل کې جدي نه دی چې له امله يې زرګونه خلک لا هم د کډوالۍ ژوند تېروي.
د ضلعي پولیسو مشر سلیم ریاض او د شمالي وزیرستان انتظامي مشر ریحان ګل خټک د جون پر شپږمه مشال راډيو ته وویل چې د نهې (سې شنبې) پر ورځ مخ پټو وسلوالو په میرلي کې د حاجي شېر محمد پر ګاډي ډزې وکړې او د پېښې له ځای وتښتېدل.
د پوځ مطبوعاتي څانګې (ايي اېس پي ار) د جون پر دویمه هم په یو بیان کې ویلي وو چې دوه وسله وال د جون په لومړۍ نېټه په دوسلي سیمه کې له امنيتي سرتېرو سره په نښته کې وژل شوي دي
په بنو کې د غورځنګ یو مخکښ فعال ګران وزیر د جون پر دریمه مشال راډيو ته وویل، انتظامیې ته یې ویلی ول چې نیول شوي ملګري یې تر ننې ورځې خوشې او یا عدالت ته وړاندې کړي خو هغه مذاکرات ناکام شول او هغوی په احتجاج لاس پورې کړ
په بنو کې د غورځنګ یو مخکښ فعال ګران وزیر نن (د جون پر دریمه) مشال راډيو ته وویل، انتظامیې ته یې ویلی ول چې نیول شوي ملګري یې تر ننې ورځې خوشې او یا عدالت ته وړاندې کړي خو هغه مذاکرات ناکام شول او هغوی په احتجاج لاس پورې کړ
په بنو کې د غورځنګ یو مخکښ فعال ګران وزیر د مې پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو وزیر د مې پر ۳۰مه او دوه نور غړي زکیم وزیر او جلال خان سیدګی یې د مې پر ۳۱مه وزیرستان ته د تګ پر مهال پر امنیتي پوسته نیولي دي.
د میرامشا د بازار د دوکاندارانو کمېټۍ مرستیال مشر امشاد الله د مې پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې کلونه وشول چې له یو دفتره بل ته ځي، خو د تاوان پیسې یې ترلاسه نه کړې.
په بیان کې راغلي دي چې هغه کسان په سرګودې، ملتان، بهاولپور او ګوجراوالا کې نیول شوي دي. بیان زیاتوي چې هغه مشکو وسلوال د تحریک طالبان پاکستان او د اسلامي دولت (داعش) غړي دي خو هغو ډلو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د غورځنګ مشر منظور پښتین، بل مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر او یوشمېر نور مخکښه فعالان د مې پر ۲۶مه د دته خېلو خړ کمر ته ورغلل او هلته یې د وژل شویو کسانو لپاره دوعا وکړه.
د مې ۲۵مې احتجاجي لاریون تر هغې وروسته شوی دی چې د مې پر ۲۱مه شپې مهال وسلوالو د میرلي په موسکي او حسوخېلو کې د نجونو د دوو ښوونځیو ودانۍ په بارودو والوځولې. تر اوسه معلومه نه ده چې هغه چاودنې چا کړې دي او هېڅ یوې وسلوالې ډلې یې ذمه واري نه ده منلې.
د سیمې انتظامي مشر ریحان ګل خټک او د پولیسو مشر سلیم ریاض مشال راډیو ته وویل چې ځانمرګي بریدګر د مې پر ۲۴مه په دته خېلو کې پر یوه امنیتي پوسته د تالاشۍ پر مهال چاودنه وکړه چې پکې پکې د ټرافیک پولیسو یو کارکوونکي په ګډون درې سرتېري او یو ولسي وګړی ووژل شول.
نور وښیئ