عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر سلیم ریاض او هلته د پوځ یو افسر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، مشال راډيو ته وويل چې ځانمرګي بريدګر پرون (د مې پر ۱۵مه) د پوځي قافلې له موټر سره ځان والوزاوه چې په نتیجه کې يې پينځه پوځیان او درې عام وګړي ژوبل شول.
په میرامشا کې د پوځ یو افسر چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله او نه یې غوښتل چې نوم یې واخیستل شي د مې پر ۱۲مه یې مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د هغو کورونو شپږ کسان د مې ۴مې په پېښه کې ککړ ول او څلور نور یې مرسته کونکي ول
د پاکستان تحريک انصاف قهرجنو پلویانو د مې نهمې په شپه په بنو کې د پوځ چاوڼۍ مرکزي دروازې ته اور اچولی دی. عمران خان پرون د درغليوو په يوه مقدمه کې ونيول شو. هغه تر نيول کېدو مخکې ادعا کړې وه چې پوځ یې د بیا واکمنېدو مخه نیسي. پوځ او حکومت دا تور بې بنياده بولي. له بنو د عمر وزیر ويډيو وګورئ.
خان زیاته کړه چې د مې شپږمې په اورېدنه کې ښه پرمختګ دا وو چې له مخالف لوري یو ګواه عدالت ته وړاندې شو، نور پاتې دي خو تمه لري چې هغوی به هم په راتلونکې اورېدنه کې عدالت ته وړاندې شي او د کیس فېصله به وشي
د مشال راډیو د غونډو کړیو معلوماتو پر اساس، له تازه پېښې سره په شمالي وزیرستان کې په روان ۲۰۲۳ز کال کې د وسلوالو په بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.
په میرامشاه کې د پوځ یو افسر، چې له رسنيو سره د خبرو کولو اجازه نه درلوده، د نوم نه ښوولو په شرط نن (د مې پر دويمه) له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې سید خان ډله په ۲۰۱۴ز کال کې د پوځ له خوا د وسلوالو پر ضد تر ضرب عضب عملیاتو وروسته افغانستان ته تښتېدلې وه.
تر دې وړاندې د اپرېل پر ۲۷مه په میرامشا کې وسلوالو یو بل تن نظام الله له ځانه سړی وړی او بیا یې وژلی وو.
د خيبر پښتونخوا په بنو کې ځايي خبريالانو د نامعلومه کسانو له خوا د خبريال ګوهر وزير د تښتونې او پر هغه د تشدد کولو ضد احتجاج کړی دی. خبريالانو غوښتنه کوله چې د ګوهر وزير د تښتونې او پر هغه د تشدد په اړه دې پلټنې وشي او په پېښه کې ککړ کسان دې ونيول شي.
د مشال راډیو د معلوماتو پر اساس په روان ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۱۳ هدفي بریدونه شوي دي. تېر کال (۲۰۲۲ز کې) هلته په ۴۷هدفي بریدونو کې تر ۶۰ زیات کسان وژل شوي ول.
دوکانداران وايي چې د حکومتي جاج له مخې ۶،۰۰۰ دوکانونه وران شوي ول، خو تر اوسه يوازې ۲،۵۰۰ دوکاندارانو ته د تاوان پیسې ورکړل شوي دي.
د سپین وام پولیس تاڼې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، د اپریل پر ۱۴مه، په سپین وام کې مخ پټو وسله والو پر ملک عادل وزیر هغه مهال برید وکړ چې هغه د جمعې له لمانځه وروسته کور ته روان وو.
د شمالي وزیرستان د درپه خېلو مشرانو له انتظامیې غوښتي دي چې په ضلع کې دې د ځمکو د لانجو د هواري ټولې فیصلې عملي کړي.
د ممکنه پوځي عملياتو پر ضد، پښتون ژغورنې غورځنګ د اپريل پر اوومه، د جنوبي وزيرستان په رغزۍ کې مظاهره کړې وه. د غورځنګ يو ځايي مشر مولانا زينت الله افغان د اپرېل پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې اېف سي ځواکونو له ځايي جرګې سره خبرې پېل کړې دي چې سيمه له خلکو خالي کړي ځکه چې دوی هلته عملیات کول غواړي.
په میرامشا کې د پوځ یو افسر د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د اپرېل پر اتمه يې په رزمک کې د پټو معلوماتو پر بنیاد د وسلوالو پرضد کاروايي کړې ده.
دا له هغه وروسته وه چې د اپرېل پر شپږمه ناڅرګنده وسله والو د ځایي قبایلي مشر ملک موېز خان پر کور ډزې او راکټي برید کړی وو چې پکې چا ته زیان نه وو رسېدلی.
ملک موېز خان د اپرېل پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې تر دې مخکې هم ورباندې بریدونه شوي دي ځکه چې دی په سیمه کې د سولې لپاره غږ پورته کوي.
ای اېس پي ار رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې عملیات د جنوبي وزیرستان په شین ورسک سیمه کې شوي دي. پوځ په بیان کې وژل شوي مشکوک وسلوال د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان ډلې غړي یاد کړي دي.
نور وښیئ