عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
دا مظاهره چې پکې عالمانو، سوداګرو، طالب علمانو او ځايي اولس برخه واخیسته، له هغې وروسته شوې چې پولیسو یو ځايي مولانا د لاوډسپیکر د استعمالولو په تور ونیولو. مظاهره کونکیو پر دې موقع وویل چې پولیس دې خلک د لاوډسپیکر او ممبر استعمالولو څخه نه منع کوي. د بنو پولیسو وویل چې داسې څه حکم نه دی شوی .
د پولیسو ویاند وايي، د لکي مروت د پولیسو ډېپټي سوپرېنټېنډنټ (ډي اېس پي) اقبال مومند له نورو سرتېرو سره د پېښې ځای ته روان وو چې ګاډی یې د سړک تر غاړې ښخ بمي برید ښکار شو.
دوی تور پورې کوي چې پر لاره د تګ راتګ لپاره د اجازت نامو په ترلاسه کولو کې ستونزې لري او چې کله پر غلام خان لاره اوړي رااوړي نو د دوی په وينا، ورڅخه رشوت اخیستل کېږي.
د سیمې لسګونه اوسېدونکو د مارچ پر ۱۹مه د مظاهرې پر مهال مشال راډیو ته وویل، پر هغه سړک په بېلابېلو ځایونو کې پلونه مات دي چې له کبله یې خلک په تګ راتګ کې له مشکلاتو سره مخامخ دي.
د بنو ضلعې انتظامي او امنیتي چارواکي وایي، د انټرنیټ د بحالۍ ستونزه به زر حل کړي
د سمال خېلو يوه قبايلي مشر ملک فتح الله د مارچ پر ۱۳مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې دوی ته خپل کلي ته د بېرته تګ اسناد ورکړي ول خو پینځه کاله وروسته هم نه دې ستانه کړل شوي.
امنیتي چارواکي وايي چې وژل شوی کس د مومندو او ټپي شوی دی جنوبي وزیرستان دی. د ده په وینا، دې کسانو هلته لوښي خرڅول.
پولیس وايي، تر اوسه د ډزو لامل معلوم نه دی خو په ګاډو کې ناستو وسلوالو د مارچ پر نهمه د بنو له سبزي منډیۍ سره نېږدې پر یو بل ډزې وکړې چې پکې مرګژوبله وشوه.
لاريون د مارچ پر پنځمه د شوي بريد په غبرګون کې شوی دي چې په اړه يې چارواکو ويلي ول چې په موټر سایکل کې د اېښوول شوي بم په چاودنه کې یو کس وژل شوی او دوه ژوبل شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو او پولیسو یوشمېر حملې شوې دي چې لسګونه سرتېرو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ګډه پوله ګڼ شمېر داسې کورنۍ او قبیلې اوسي چې نزدې خپلوۍ سره لري. د دوي ترمنځ اړیکي د د دواړو هیوادونو د نورو سیمو د خلکو پرتله زیاتې وي او تګ راتګ یې هم زیات وي.
د سیمې یوه اوسېدونکي لیاقت وزیر مشال راډیو ته وویل، په بیا بیا یې د تعلیم محکمې چارواکو ته خپل غږ رسولی دی خو ډېری ښوونکي کار ته نه حاضرېږي چې ورسره د ماشومانو زده کړې اغېزمنېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د فبرورۍ پر ۲۸مه سره له نورو ملګرو تاجوړۍ ته ورغی او پرلت ته یې وینا وکړه. نوموړي وویل، حکومت دې له نورو سیمو سره په لکي مروت کې هم امنیت ټینګ کړي او د دې سیمې پر وسایلو دې ځايي ولس ته حق ورکړي.
د غورځنګ مشر منظور پښتین، علي وزیر او نورو مخکښو غړو د میرامشا جلسې ته په وینا کې وویل، د شمالي وزیرستان په ګډون په پښتون مېشتو سیمو کې "ناامني نه شي زغملای" او پرضد به یې "سوله ییزې مبارزې" ته دوام ورکوي.
احتجاج کوونکو د فبرورۍ پر ۲۴مه ناوخته مشال راډيو ته وویل د دوی په سیمه کې د ګېسو لویه زېرمه موندل شوې او حکومت یې ورڅخه نورو سیمو ته وړي.
د فبرورۍ ۱۸مې له پېښې سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي بریدونو شمېر پینځه ته ورسېد. په شمالي وزیرستان کې هدفي بریدونه له یوشمېر کلونو راهیسې روان دي چې پکې ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د میرلي تاڼې یو پولیس چارواکي او د سیمې اوسیدونکو د فبرورې پر ۱۷مه مشال ریډیو ته د دې وژل شوي ځوان پېژندګلوي د پیر قاسم شاه په نوم کړې.
نور وښیئ