عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
ځينو مظاهرچيانو مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې امنیتي سرتېرو د فبرورۍ پر ۱۵مه اجمان وزیر له جانيخېلو منډۍ څخه نيولی دی. البته مشال راډيو د دې ادعا تصدیق ونکړای شو.
پوليس ادعا کوي چې وژل شوي څلور بريدګر له ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي دي چې په وینا يې هلته په هدفي بریدونو او پر امنیتي ځواکونو په بریدونو کې ککړ ول. خو ټي ټي پي په دې اړه تر دې دمه څه ډول غبرګون نه دی ښوولی.
په بنو کې د "ولسي پاڅون" په نوم د احتجاجي غونډې ګډونوالو پر حکومت غږ وکړ چې د ناامنۍ پر وړاندې دې سم اقدامات وکړي ځکه چې پښتانه نور دا وضعیت نه شي زغملای. د بنو انتظامي او امنیتي چارواکو مشال راډیو ته وویل، امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو ضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. ویډیويي رپورټ.
د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا جنرل سېکرټر سردار حسین بابک غونډې ته په وینا کې وویل چې پښتانه هغه وخت د اوسني حالت په اړه یوه تګلاره جوړولای شي چې "خپلمینځي اختلافات ختم" کړي.
انتظامي چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې برید د فبرورۍ پر ۱۱مه په کجورۍ امنیتي پوستې باندې د ماړي پیټرولیم کمپنۍ پر کاروان وشو چې د امنیتي ځواکونو په بدرګه روان وو.
احسان داوړ د فبرورۍ پر اتمه مشال رېډیو ته وویل، هغو کډوالو ته یې د بکاخېلو له کیمپه په شمالي وزیرستان کې خپلو کورونو ته د ستنولو لپاره د فبرورۍ له څلورمې تر ۱۰مې پورې وخت ورکړی وو، خو له ۳،۱۰۰ رجسټرډ کورنیو څخه تر اوسه پورې یوازې ۵۳ هغه ستنې شوې دي.
د نوموړي سکول او هاسټل مسوول انجینیر زاهد ممتاز د فبرورۍ په څلورمه نېټه مشال راډیو ته وویل، دم ګړۍ ته د پاکستان د پوځ په مرسته ۱۲۰ نادارو یا یتیمو ماشومانو لپاره دا سهولت برابر شوی دی
په همدې حال کې په شمالي وزيرستان کې يو امنيتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې تازه یې په سیمه کې د وسلوالو پر ضد کاروايي کړې ده.
پي ډي اېم اې وايي، اوس مهال د شمالي وزیرستان ۱۸ زره کورنۍ داسې دي چې لا هم خپلو سیمو ته ستنې شوې نه دي.
د جنورۍ پر ۲۶مه دواړو قبیلو په جرګه او لاریون کې له حکومته غوښتنه وکړه چې هلته دې تېریدونکی ګېس اول ځايي خلکو ته ورکړي، وروسته دې يې پنجاب او نورو سیمو ته ولېږدوي.
په میرامشاه کې یو پوځي چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د یادې کمپنۍ څلورو کارکوونکیو د میرامشاه تحصیل انغرکلي سره نږدې د تیلو او ګیس سروې کوله، چې د راستنیدو په وخت وسله والو تښتولي ول خو امنیتي ځواکونو تیره شپه (د جنورۍ پر ۲۰مه) په عملیاتو کې څلور واړه بازیاب کړي
ځايي خلک وايي په دې تېرو څو ورځو کې پر سړکونو داسې حالت جوړ شوی دی لکه په شمالي وزیرستان کې چې کله د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کېده.
سدوزي وویل چې وزیر د جنورۍ پر ۱۹مه د ضمانت لپاره عدالت ته وړاندې شو خو عدالت یې غوښتنلیک رد کړ او په څلورواړه مقدمو کې یې د پلټنو لپاره پولیسو ته وسپاره.
په شمالي وزیرستان کې له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې امنیتي وضعیت خراب دی او پکې هر کال لسګونه هدفي حملې کېږي. په همدې حال کې د امنیتي ځواکونو عملیات هم روان دي.
د خيبر پښتونخوا له مشهورو خوراکونو د بنو حلوه هم ده. مينه وال یې دومره ډير دي چې د بنو د دې حلوه دکان مالک وايي په يخنۍ کې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ کيلو پورې خرڅوي. په ځانګړې ډول تيارېدونکې دې حلوه ته سپين سرې حلوه ويل کيږي. نور حال یې د عمردراز وزیر په ويډيو راپور کې وګورئ.
د ړنګ بازار دوکاندارانو د کمیټۍ یو غړي حاجي انور حسین خبري غونډې ته وویل چې له اتو کالو په تمه دي او اوس یې معاوضې راغلې دي خو بیا یې هم حکومت نه ورکوي.
د بنو د بکاخیل تحصیل اوسیدونکي وايي چې دغلته موندل شوی ګیس دې حکومت لومړی ځايي خلکو ته ورکړي، بیا وروسته دې پنجاب او د ملک نورو برخو له ولېږدوي. دوی د جنورۍ په ۱۳مه په همدې اړه په بکاخېلو کې لاریون او مظاهره هم وکړه. حکومتي چاروا
د خیبر پښتونخوا پولیسو د جنورۍ اوومې پر ماخوستن پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه په بیان کې لیکلي دي چې د وژل شوي سرتېري په جنازه کې د سیمې د پولیسو او امنیتي ځواکونو لوړپوړو افسرانو ګډون وکړ.
نور وښیئ