عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه د دته خېلو په دېګان سیمه کې د امنیتي سرتېرو ګاډي باندې په مځکه کې د ښځ کړل شوي بم چاودنه وشوه چې پکې یو امنیتي سرتېری ووژل شو.
د لکي مروت ډي اېس پي اقبال مومند له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل، برید د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه سهار وختي د پولیسو پر یوه ګرځنډه ډله له زین الدین پټرول سټېشن سره شوی دی.
تجار غني محمد له مشال رېډیو سره په خبرو کې دا غوښتنه هم وکړه چې د خوست خلک دې تر میرامشا او بنو پورې د ازاد تګ راتګ لپاره پرېښول شي او د دې غاړي ولس دې هلته د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره پرېښودل شي.
نن د شمالي وزیرستان شوه کې نامعلومه وسله والو د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی چې پکې یو سپاهي وژل شوی او دوه نور عسکر ژوبل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ترکي تلویزون ټي ار ټي سره په یوه مرکه کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وو چې د پاکستاني طالبانو له ځینو ډلو سره خبرې کوي او دا د مفاهمت یو عمل دی.
سوداګران وايي، پر غلام خان بندر د سهولتونو د نشتوالي له لاسه یې له افغانستان سره سوداګري ورځ تر بلې له ستونزو سره مخامخېږي او لوی تاوانونه ورسېږي.
د سیمې یوه اوسېدونکي لطیف وزیري مشال راډیو ته وویل، وسله والو دوه کاله مخکې د دغو وروڼو پلار هم په هدفي برید کې وژلی وو. نوموړی زیاتوي دې وروستۍ پېښې ته په کتو اړ دي چې بیا پرلت ووهي.
همايون خان زياتوي یا خو دې حکومت د انټرنېټ رفتار تېز کړي یا دې د مالونو معاينه زر کولو وروسته کليرنس ورکوي چې له ځنډ سره نه مخامخېږي.
په شمالي وزيرستان کې تر ضرب عضب عملیاتو پس هدفي وژنې پیل شوې چې تر ننه دوام لري. په نښه شوي زیاتره ولسي وګړي دي او کله هم چا د دوی د وژلو ذمه واري نه ده منلې او نه هم په دغو پېښو کې ککړ کسان نیول شوي دي.
په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د سیپټمبر پر ۱۰مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې وژل شوی او نیول شوو وسله والو له حافظ ګل بهادر او صادق نور وسله والو ډلو سره اړه اړیکې لرلې.
د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې هلته د هدفي وژنو نه ختمېدونکې لړۍ روانه ده او دوی د خپل ژوند په اړه اندېښمن دي.
د اګست پر ۳۰مه د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې شوې احتجاجي مظاهرې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وويل چې دوی امن غوښتلو او په وينا يې چې د امن په نوم يې ملګري وژل کېږي، نو په شريکه ورته د احتجاجونو لړۍ پیلول پکار دي.
دا په داسې حال کې ده چې هلته نن په میرعلي کې خلک په هدفي برید کې د وژل شوي د شمالي وزیرستان د ځوانانو تنظیم مشر نور اسلام داوړ د وژنې خلاف احتجاج کوي.
د شمالی وزیر ستان د پوليسو مشر شفيع لله ګنډاپور مشال راډيو ته وويل چې دا برید هغه مهال شوی چې کله نور اسلام داوړ د میر علي له بازاره خپل کلي حسو خيل ملاګان ته روان وو.
د ميرعلي يو پوليس چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د اګست پر ۲۲مه نېټه په موټر کې ناستو کسانو د حېدر خېلو اوسېدونکی حسن خان باندې ډزې وکړې او ويې واژه.
نوموړي د اګست پر نهمه پر ټوېټر او فېسبوک لیکلي چې کارډ او بانکي اکاونټ یې له دوو میاشتو راهیسې تړلي دي. د پاکستان حکومت لا پر دې موضوع رسمي دریځ نه دی ورکړی.
سوداګر وايي، د امنيتي ستونزو له وجې يې په تېرو کلونو کې د زڼغوزیو فصل پوره نه دی ترلاسه کړی او له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.
د میرلي د تاڼې یوه چارواکي د جولای پر ۳۱مه شپې ناوخته د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسله والو ماخوستن مهال د موبایل ټېلېفونونو دوکان مالکان وویشتل او یو کس یې له ځانه سره وتښتاوه.
نور وښیئ