عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د میرلي د خدي کلي اوسېدونکي کمال شاه تېر ماښام مشال راډیو ته وویل چې شهنشاه داوړ یې ورور او همایون داوړ او وکیل عتیق الله داوړ یې د تره زامن دي چې تر اوسه یې هېڅ پته و نه لګېده.
د پاکستان پوځ او حکومت ضرب عضب عملیات بریالي بولي خو په سیمه کې د هدفي وژنو په ګډون د بدامنۍ پېښې لا هم روانې دي.
د بنو د مازیګر رنګیني په پښتون میشته سیمو کې ډېر نوم لري. يو شمېر بنوڅیان هره ورځ مازیګر پر ډول اتڼونه کوي، خو د يکشنبې (اتوار) مازیګر يې تر نورو ورځو زيات رنګين وي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د بنو جانيخېلو پرلتوال له حکومت سره د مذاکراتو تر ناکامۍ وروسته د مارچ پر ۲۸مه نېټه د اسلام اباد پر لور روان شوي دي خو پوليسو پر ټوچي پله د دوی مخه نيولې ده. د دوی په ملاتړ په بنو
د خيبر پښتونخوا د وزیر اعلا د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګش مشال راډيو ته پخلی وکړ چې حکومت د جانيخېلو د مشرانو ټولې غوښتنې منلې دي.
د بنو په جانيخېلو کی د څلورو ځلميانو د وژنی پر ضد احتجاجي پرلت دوام لري. احتجاج کوونکي وايي، ترڅو چې د دې پېښې د عدالتي پلټنو، د وسله والو پر ضد د بې توپيره عملياتو او وژل شويو ته د شهدا پېکېج ورکولو پوخ ډاډ نه وي ورکړل شوی،
د خيبر پښتونخوا وزيراعلا ويلي چې صوبايي حکومت په لوړه کچ د بنو په جانيخېلو کې د څلورو ځلميانو د وژنې پلټنې کوي او له پرلتوالو سره يې مذاکرات روان دي.
د بنو به جانیخېلو کې خلکو د ۴ وژل شوو ځوانانو مړي د پوځي کلا مخې ته ايښي او وايي تر هغې به یې ښخ نه کړي تر څو ورته واکمنو د ټولو ترهګرو پر ضد يو شان عملياتو کېدو، د وژل شوو کورنيوو ته د شهيد پیکيج ورکولو او د دې پېښې عدالتي تحقیقات کېدلو ډاډ نه وې ورکړ شوی. پولیسو وايي د پېښې پلټنې روانې دي.
د سيمې خلکو او پوليسو په وينا دغه ځوانان ۲۰ورځې وړاندې له جانيخېلو لادرکه شوي ول چې د مارچ پر ۲۱مه یې په ياده سيمه کې په مرمیو ویشتلي مړي وموندل شول.
ننګیال وايي: دا اول ځل نه دی چې پر مشر منظور پښتین یې برید کېږي. تر دې وړاندې په مومندو کې دپټي کمیشنر راووتی او د منظور پښتین مخه یې ونیوله، له کوټې سره په کچلاغ کې یې هم پر مشر منظور پښتین باندې برید وکړ او مخه یې ورته ونیوله.
د وژل شوې ښځې خاوند عامر د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم پوځي عملياتو له مخه نامالومو کسانو وژلی وو.
په پېښور کې په مبینه توګه د پولیسو په ډزو وژل شوي زده کونکي مبشر وزیر د وژنې پر ضد احتجاج کوونکو نن (مارچ ۱۰مه) د پېښور او ډېره اسماعيل خان تر منځ انډس های وې تړلې وه. دوی وايي ترڅو چې د پېښې د پلټنې لپاره عالتي کمئشن نه وي جوړ شوی، احتجاج به يې دوام لري.
شوکت الله وايي، د پلار شناختي کارډ، سروېس کارډ، د ده جامې، واسکټ، ګلابند چې د ده لاسونه یې ورباندې تړلي ول، ده ته اچولې توره نقاب پوشه خولۍ، قلمونه، عطر، ګړۍ سلامت ول خو د بدن یې تش هډوکي پاتې ول.
په شمالي وزیرستان کې له تېرې څه مودې راهسې د وسله والو او پاکستاني پوځ ترمنځ د نښتو پېښې زیاتې شوې دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په بنو کې د ورکو کسانو د موندلو په موخه احتجاجي ناسته کړې. د فبرورۍ پر ۲۸مه احتجاجي کیمپ ته لسګونه کسان ورغلي ول او غوښتنه یې کوله چې حکومت دې ورک کسان پیدا کړي او که ورباندې کوم تور وي نو عدالت ته دې یې وړاندې کړي. د غورځنګ مشر منظور پښتین ناستې ته په وینا کې وویل
چارواکي وايي وژلې ښځې د بنو اوسېدونکې وې او د "سباون" په نامه له یوې اېن جي او سره کار کاوه چې په سیمه کې یې ښځو ته د دستکارۍ هنر ښوده.
د شمالي وزیرستان ضلعي انتظاميې په ګډون د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو د فېبرورۍ پر ۱۳مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې پېښه هغه وخت وشوه کله چې په یو کور کې د یوې کوټې دننه دغه کسان راغونډ شوي وو او سیلنډر لیک کېدو له امله چاودنه وشوه او د کوټې چت راپریتو.
د فېبرورۍ پر پینځمه نېټه د شمالي وزیرستان د میرامشا په تپی سیمه کې د اتمانزو د ټولو قبیلو مشرانو د روانو ناامنیو پرضد یوه لویه جرګه وکړه.په جرګه کې دا غوښتنه هم وشوه چې د سیمې امنیتي چارې دې ولسي انتظامیې او پولیسو ته وسپارل شي او په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په وژنه
نور وښیئ