پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
ډاکتر فیصل زیاته کړه د ناقانونه پیسو د څار له نړیوالې ادارې سره تر خبرو او پر کاري پلان تر سلا کېدو وروسته به پاکستان په خړ نوملړ کې ورشامل شي. فنانشل اېکشن ټاسک فورس مشال راډیو ته په برېښلیک کې
عبدالرحیم زیارتوال د چارشنبې یا شورو پر ماښام مشال راډیو ته وویل، په تېرو څو میاشتو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.
په برتانیا او پاکستان کې د طبي څېړنو ادارو ویلي، په پاکستان کې د معیادي تبې ناروغي خپره شوې ده چې پکې خاص ستونزه دا ده چې جراثیمو یا مېکروبونو د دود شویو دواګانو پروړاندې مقاومت موندلی دی.
د پښتونخوا سرکاري وکیل په خپلو درخواستونو کې ویلي چې عدالت د شواهدو پر موجودیت سربېره د ۲۶ کسانو په خوشې کولو تېروتنه کړې ده.
حکومت دا سکالرشپونه نه ورکوي، د هرې سیمې او صوبې خلک یې خپله اخلي نو دا د صوبايي حکومتونو او د پارلېمان د غړو قصور دی. ګورئ، تېر کال په سېند کې دوه لاکه ۴۲ زره،
د مظاهرې یوه منتظم غیرت خان مشال راډیو ته وویل، د سوات په قامي جرګه کې شاملو ټولو سیاسي ګوندونو پرېکړه کړې چې احتجاج به کوي
د پاکستان سپریم کورټ د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف د ګوند د مشرۍ څوکۍ ته نااهله کړی دی.
د مظاهرې یوه منتظم غیرت خان ویلي، د دوی د قانوني چارو ډله د پولیسو د اېف ای ار یا پرچې ځواب ورکولو تیاری کوي. دی وايي، لا یې ګرفتارۍ نه دي ورکړې.
ساجدي وايي، د پاکستان سلامتیا او امنیت ته لومړیتوب ورکوي، خو ((که په ډېره اسماعیل خان او فاټا کې امن نه وي)) نو بیا حکومت ته په کار نه دي چې ((سعودي عرب ته پوځیان واستوي.))
د پاکستان پوځ دا بیان تر هغې وروسته خپور کړی چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د فبرورۍ پر ۱۵مه په اسلام اباد کې د سعودي عرب له سفیر نواف سعید المالکي سره ولیدل.
د پولیسو ویاند فضل نعیم د پنجشنبې پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، دوی د اپریدي شناختي کارډ او پاسپورټ بند کړی دی او د نړیوالو پولیسو له لارې یې په ۱۹۲ هېوادونو کې د هغه د نیولو هڅو ته دوام ورکړی.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، ((دا ډول اقدامات د پاکستان اقتصادي وده زیانمنوي.))
پر ۲۰۱۷ز کال په سویډن کې د لارۍ په برید کې ککړ کس خپل جرم منلی دی. د رحمت اکیلوف وکیل ویلي، دې ازبکستاني وګړي غوښتل چې د برید له لارې وېره خپره کړي او سویډن د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت ډلې پر ضد له اېتلافه وتلو ته اړ کړي.
ډاکتر اکرم شاه د ګل پر ورځ مشال راډیو ته وویل، کیمپېنونه سم روان دي او د ګوزڼ د ناروغۍ نوې پېښې نه کېږي او یا کمې شوې دي نو ځکه دوی دعوه کولای شي چې سږ کال به دا ناروغي ختمه کړي.
د پاکستان نومیالۍ قانونپوهه او د بشري حقونو فعاله عاصمه جهانګیر د ۶۶ کلونو په عمر کې مړه شوه. د پاکستان دولتي راډیو او نورې رسنۍ وايي، عاصمه جهانګیر د خالي په شپه ناوخته روغتون ته وروړل شوې وه چې د یکشنبې پر ورځ مړه شوه.
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل، اسلام اباد او کابل د سولې او يووالي د عملي پلان په اړه پر ((ځېنو موضوعاتو موافقې ته رسېدلي))
د پارلېمان یو، دوه غړي که داسې خبرې کوي نو دا د ادارو تر منځ د ټکر معنا نه لري. پارلېمان او سیاستوالانو د عدلیې د ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړې دي. نو که اوس موږ د عدلیې درناوی ونکړو او د ازادۍ لپاره یې و نه درېږو نو دا بیا زیاتی دی.
ما ورته وویل چې زه به پر هغه ورځ د دوی کارکردګي بیانوم چې دوی [ملزم] ونیسي او د پانسي تختې ته یې وخېژوي. نو هغه ورځ به زه هر څه وایم
نور وښیئ