پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
تاسې کولای شئ چې په دې ویډیو کې د مشال راډیو په ووبپاڼه کې د نویو بدلونونو په اړه معلومات تر لاسه کړئ.
د مارچ ۲۶مې ویډیويي خبرونه
اسلامي دولت وسله والې ډلې د لندن د پروني برید مسولیت قبول کړ او ویې ویل برید کونکی د دوی سرتېری و. اسلامي دولت وسله والې ډلې نن د خپل غیر رسمي خبري اژانس اماق له لارې دغه خبر خپور کړی دی.
دا خبره د دې ادارې مشر جېمز کومي د دوشنبې پر ورځ د کانګرس د استازو جرګې د استخباراتي چارو کمېټۍ ته په اورېدنه کې وکړه. دا کمېټي یو له هغو کانګرسي کمېټیو ده چې د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې د روسیې د مشکوکې مداخلې تحقیقات کوي.
بیان وايي، پوځ به د هېواد ساتنه کوي او د وروستیو بریدونو ((ځواب به ورکوي.)) د پوځ په بیان کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه له خولې ویل شوي، ((د خلکو د توی کړل شوې وینې به سمدستي بدل اخلي.))
په رسمي ډول د ټرمپ تر ولسمشرېدو یوه ورځ مخکې هم کارکوونکو د واشنګټن په مرکز کې خاردار تارونه لګول او شاوخوا ۱۵ فوټه لوړ دېوالونه او د ګاډو پر مخ یې خنډونه ولاړول.
د بغلان اصف حبیبي څه د پاسه یو کال د موبایل ټېلېفون د پینځم نسل (یا ۵ – جي) ټېکنالوژۍ په اړه څېړنه کړې وه چې د جرمني د کایزرز لاوترن په تخنیکي پوهنتون کې ورته د څېړونکي او ډاکترۍ زده کوونکي په توګه دنده ورکړل شوې ده.
د ملي ملکي دفاع سازمان وايي، د څونامۍ ((لومړۍ څپه ښايي ډېره اغېزناکه نه وي.)) سازمان زیاتوي، څونامي ښايي تر څو ساعتونو روانه وي. خو په ارام بحر (بحر الکاهل) کې د څونامي خبردارۍ مرکز وايي، له اوسنیو معلوماتو سره سم، د ((په ګرد بحر کې د وېجاړوونکې څونامۍ تمه نشته.))
وسله والو په مزار شریف ښار کې د جرمني کونسلګرۍ په دروازه کې موټر بم حمله کړې. هېوادوال مو شهیدان شوي او څو تنه ژوبل هم دي. په سیمه کې وضعیت د افغان او بهرنیو ځواکونو تر واک لاندې دی او ټول ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.
په ایران کې خلک د ډونلډ ټرمپ انتخاباتي بریا په اړه بېلا بېل نظرونه لري. ځېنې یې د هغه افکار خوښوي خو ځېنې یې د اټومي توافق په اړه د هغه دریځ اندېښمن کړي دي. ځېنو ته د ټرمپ بریا صدمه رسولې ده. د اژانس فرانس پرېس ویډیو.
د رېپبلېکن ګوند له خوا د ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ انتخاباتي بریا پر ضد په زرګونه خلکو په نیویارک کې د نوموړي ودانۍ – ټرمپ ټاور – مخې ته مظاهره کړې. دوی وايي، غواړي ښکاره کړي چې د ټرمپ ټاکنې ضد دي. د رویټرز اژانس ویډیو.
روسي ولسمشر ولادمیر پوتین، ډونلډ ټرمپ ته د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو په ګټلو مبارکي ورکړې. ده د چارشنبې پر ورځ د نویو سفیرانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، مسکو له واشنګټن سره د خرابو اړیکو ښه کولو په لړ کې د خپلې برخې کار کولو ته تیار دی. ده زیاته کړه چې ښايي دا کار مشکل وي. د اې پي ویډیو.
د رېپبلېکن ګوند نوماند ډونلډ ج. ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ انتخابات ګټلي دي. نوموړي د ډېموکراټ ګوند کاندیدې هېلري کلېنټن ته ماته ورکړه او ټاکل شوې چې د ۲۰۱۷ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه به د امریکا د ۴۵م ولسمشر په توګه دنده پیل کړي. په انتخاباتو کې تر بریا وروسته ټرمپ وویل، د ټولو امریکایانو ولسمشر به وي. ویډیو.
ډونلډ ټرمپ د امریکا ۴۵م ولسمشر منتخب شوی دی. د جایدادونو او ځمکو کاروبار کوونکی ټرمپ د نیویارک په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږېدلی وو او خپل کاروبار یې تر ټېلېوېژن او د ښکلا تر سیالیو پراخه کړ.
دا غونډه تر هغې وروسته وشوه چې د سې شنبې یا نهې پر ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو او بشري مرستو چارواکو د موصل په اړه معلومات ورکړل. د امنیت شورا سېنیګالي ډېپلوماټ وویل، دا رپورټونه چې اسلامي دولت ډله په زرګونه ولسي وګړي د انساني سپر په توګه کاروي، شورا ته یو ډول خبرداری او د خطر زنګ دی.
په دې قضیه کې به د هېچا نوم د ممنوع الخروج کسانو په لېسټ کې نه وای اچول شوی. خو په کومه ورځ چې د پوښتنو ګروېژنو اعلان وشو نو د هغې په بل سهار وختي [سیریل المېډا] له هېواده د بهر تګ تکل کړی وو. د دې صاحب نوم به هم په دې لېسټ کې نه وای.
د امریکا ولسمشرۍ نوماندانو د یکشنبې یا اتوار پر شپه په مباحثې کې پر یو بل انتقاد وکړ. رېپبلېکن ډونالډ ټرمپ په وروستیو کې د خپرې شوې ویډیو په سپیناوي یو ځل بیا بښنه وغوښته او تور یې پورې کړ چې ده یوازې خبرې کړې دي، پخواني ولسمشر بېل کلېنټن عملاً د ښځو اهانت کړی. نور په ویډیو کې.
د اختر د ځانګړو خپرونو په لړۍ کې مو له درو افغانو ځوانانو سره بانډار کړی. لومړی مېلمه مو ریاض درمل دی چې د افغانستان د ښار جوړونې او کور وزارت کې د ریاست دنده لري.
نور وښیئ