ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي د امن مذاکراتو بحالو لپاره د بلني په ځواب کې د هند منفي او متکبره رويه د خپګان وړ ده.
خبريال عمر چيمه زياته کړه چې د پاکستان موجوده حکومت له نورو هېوادونو څخه د امداد پرځای سرمايه کاري غواړي.
د امريکا دفاع وزارت په روانه اونۍ کې په يوه رپوټ کې د دفاع وزير او د ځواکونو ګډ مشر له لوري د ملګرو هېوادونو سفرونو، چې په کې پاکستان هم شامل ول، خلاصه وړاندې کړې ده. په دې کې ويل شوی چې د دې سفرونو مقصد اېتلافونه جوړول او پرځای ساتل وو.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چارشنبي په ورځ په يوه ورځني سفر د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې له وزيراعظم نرېندر مودي سره ملاقات کړی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د سپټمبر پر ۱۵مه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني ، اجراييه ریس عبدالله عبدالله او خپل افغان سيال صلاح الدین رباني سره لیده کاته کړي دي. تفصيل د ګل اياز په ويډيو کې وګورئ.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د سپټمبر پر ۱۵مه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني ، اجراييه ریس عبدالله عبدالله او خپل افغان سيال صلاح الدین رباني سره لیده کاته کړي دي.
د روس او چين ترمنځ د ووستوک ۲۰۱۸ يا ختيځ په نامه پوځي مشقونه پنځه ورځې روان ول. د دې پوځي مشقونو په اړه ګل اياز ويډيويي حال درکوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي له افغان مشرتابه سره د خبرو اترو لپاره په یو ورځني سفر کابل ته تللی دی.
د بزکشۍ نړيواله سيالي کرغزستان ګټلې ده. په يايلوبه کېکرغز لوبغاړو ازبکستان ته ماتې ورکړه. نور تفصيل د ګل اياز په ويډيو رپورټ کې وګورئ.
زه د دې [جګړې] خلاف وم. ما نه غوښتل چې پاکستان دې د نورو په جنګ کې ځان ښکېل کړي. زه له ټولو سره ژمنه کوم چې کله به هم پاکستان د نورو په جګړه نه ورګډېږي.
که پيپلز ګوند د وزيراعظم په انتخاب کې ووټ اچولی وای نو د اپوزیشن ګوندونو کاميابي يقيني وه. د شهباز شريف او د عمران خان ترمنځ د ووټ فرق ته وګورئ نو که پيپلز ګوند ووټ ورکړی وای نو شهباز شريف به ګټلې وای.
دا خبره هدایت الله د اګست پر ۳۰مه تر هغې وروسته مشال راډیو ته وکړه چې سېنېټ په جبري توګه د ورکو کسانو په اړه قرارداد منظور کړ چې پکې یې پر حکومت غږ کړی دی
د امریکا سېنېټر جان مکېن د ۸۱ کلونو په عمر ومړ. نوموړي د سرطان ناروغي لرله. دی له امریکايي اېریزونا ایالته شپږ ځلې سېنېټر منتخب شوی وو. د ده دفتر د اګست پر ۲۵مه ناوخته وویل، چې مکېن مازیګر شاوخوا څلور نیمې بجې ومړ او پر هغه مهال یې ښځه او د کورنۍ نور غړي ورسره ول. په بیان کې ویل شوي چې سېنېټر مکېن ۶۰ کاله، په صداقت د امریکا خدمت کړی وو. دی د وېتنام په جګړه کې پوځي وو او د جنګ زنداني شوی هم وو. امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټوېټر په بیان کې د نوموړي په مړینه خپګان ښودلی. د جان مکېن د ژوند په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
بوسنيا هرزګوينا د يورپ په جنوب شرق کې پروت هیواد دی چې شاوخوا ۵۰ فيصده ابادي يې مسلمانان دي. بوسنيا په ۱۹۹۲م کې له پخواني يوګوسلاويا ازادي اعلان کړه چې په نتيجه کې يې د دغه هیواد اوسيدونکي د يو اوږد جنګ سره مخ شول. دغه جنګ، چې زرګونه خلک په کې ووژل شول، په ۱۹۹۵م کې ختم شو.
په سعودي عرب کې د حج مناسک پیل شوي دي او له سرکاري شمېر سره سم، شاوخوا دوه میلیونه کسان مکې ته ورغلي. د رویټرز اژانس ویډیو وګورئ.
د پاکستاني وزيراعظم عمران خان ۲۲ کلن سياسي سفر په اړه د ګل اياز ويډيو وګورئ.
نور وښیئ