ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د پاکستان موجوده حکومت موده د روانې میاشت پر ۳۱مه ختمېږي او ټاکل شوې چې په جولای کې انتخابات وشي. تر اوسه پورې د نګران وزيراعظم نوم نه دی اعلان شوی خو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې سياسي ګوندونو انتخاباتي کیمپېن پیلکړی.
د اسلام اباد نوي هوايي ډګر نن [د مې پر دريمه نېټه] په بشپړه توګه کار پېل کړ. دا هوايي ډګر پر څه باندې ۴۰۰۰ ايکړه ځمکه جوړ شوی دی. په دې کې د مسافرو لپاره څلور ټرمينل او دوه ځغاستليکې جوړې کړل شوي دي . له پېښوره نوي هوايي ډګر ته لاره هم لنډه شوې ده.
د پاکستان د بشري حقونو کميشن پر هغه پېښه اندېښنه ښودلې چې د ياد سازمان د ايډيټرې له کوره نامعلومه کسانو غلا کړې.
د ګل ایاز په ويډيو کې د ځېنو هېوادونو پوځي مشقونه وګورئ
د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس ميا ثاقب نثار د زیارت په ورځ په پېښور کې د واکمن تحريک انصاف په صوبايي حکومت انتقاد کړي چې خلکو ته يې د څکلو اوبو او د ګندونو صافه کولو کې ناکامه شوی دي.
د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په مقدمه کې يو بل کس پوليسو ته په جسماني ريمانډ سپارلی دی. په دې مقدمه کې د کراچۍ پوليسو يو پخوانی افسر او ۱۰ نور کسان د اپريل تر ۲۱مې نېټې د پوليسو په جسماني ريمانډ دي.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په شپه ناوخته اعلان وکړ چې د شام د کيمياوي وسلو جوړولو پر مرکزونو يې بريدونه کړي دي.
د پاکستان سپریم کورټ پخوانی وزیراعظم میا نواز شریف د ټول عمر لپاره د پارلېمان څوکۍ ته نااهله کړی دی.
د خيبر پښتونخوا د صوابۍ شامدار کاکا شوقيه مجسمه ساز دی او د خپل کور په انګړ کې په مجسمه سازۍ ساعت تېروي.
د شمالي وزيرستان ميرانشا پوسټ ګريجويټ کالج په ۲۰۱۴ز کې د پوځي اپريشن له وجې تړل شوی وو چې لا هم بند دی. د پوليټکل چارواکو په خبره د کالج بيرته پرانستلو او تعميري کارونو لپاره فنډ ورکړل شوی او ډير ژر به پرانستل شي.
د اتوار پر ورځ د پېښور په جلسه کې لسګونه زره کسانو ګډون کړی وو. د جلسې د بېلا بېلو برخو دا ویډیو وګورئ چې ګل ایاز جوړه کړې.
دا ويډيو له پېښوره يوه مدني فعال استولې ده.
د راجستان یوه عدالت د هند نومیالی اداکار سلمان خان د یوې تورې هوسۍ په مقدمه کې په ضمانت خوشې کړی دي. سلمان خان ته د جود پور عدالت د زيارت پر ورځ د هوسۍ د ناقانونه ښکار په جرم د پينځو کلونو د بند سزا اورولې وه. سلمان خان د ضمانت ترلاسه کولو وروسته له جود پوره ممبۍ ته تللی دي.
د افغانستان د بلخ ولايت مرمل ولسوالۍ ۱۹ کلنه فروزان د شاتو کاروبار درې کاله وړاندې پېأ کړی و. فروزان پر زدکړو سربېره د شاتو موچۍ سمبالوي او تېر کال يې ۱۱۰ کلو شات راغونډ کړي وو. د دې په خبره په مستقبل کې د شاتو کاروبار ته وده ورکول غواړي او ورسره په اقتصادياتو کې زدکړي هم سر ته رسول غواړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي په ارګ کې هرکلی وکړ. د دواړو هېوادونو مشران به پر خپلمنځيو اړیکو، د ترهګرۍ ضد مبارزې په ګډون پر یوشمېر نورو موضوعګانو خبرې وکړي.
د هند وتلي اداکار سلمان خان ته د راجستان يوه عدالت د ناياب نسل یوې تورې هوسۍ د غيرقانوني ښکار کولو په جرم د پينځو کالو د بند سزا اورولې ده. سلمان خان تر سزا اورولو وروسته د جودپور مرکزي جېل ته ولېږول شو. دا مقدمه له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې روانه وه.
نور وښیئ