کراچۍ کې د افغانانو د قالينو له کارخانو يوه پاتې ده چې اوس يوازې تارونه جوړوي
په کراچۍ کې پخوا د افغان کډوالو په کمپ کې د قالينو جوړولو ۴ کارخانې وې خو اوس یوه پاتې ده. هغه يوه هم قالينې نه اوبدوي بلکې يوازې د مېږو او پسونو له وړيوو تارونه جوړوي. دلته کارکوونکي وايي قالينې به افغانانو جوړولې خو بهر نړۍ کې به د پاکستان په نوم خرڅېدلي. اوس دا کارخانې ځکه د پخوا په شان ګټه او توليد نه لري چې پاکستان له خېل هېواده افغان کډوال اېستلي دي. په اېستل شويو کډوالو کې هغه کارېګر هم دي چې د قالينو د جوړولو هنر یې زده وو. په دې اړه د نياز علي دا ويډيو راپور وګورئ.