د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات حضرت خلیل وايي کور یې سېلاب ویجاړ کړ خو حکومت یې پوښتنه نه ده کړې


د سوات حضرت خلیل وايي کور یې سېلاب ویجاړ کړ خو حکومت یې پوښتنه نه ده کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:22 0:00

اتیا کلن حضرت خلیل د سوات د مینګورې د لنډي کڅ مالت اوسېدونکی وايي د اګست د ۱۵مې سېلاب ورته کور ویجاړ کړ چې هغه یې د بیا جوړولو وس نه لري نو حکومت دې ورته څه چاره وکړي. بل پلو د خیبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډه پور د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه په پېښور کې خبریالانو ته وویل چې د سېلاب ځپلو سیمو د بحالۍ لپاره یې څلور اربه روپۍ بیلې کړې دي. نوموړي زیاته کړه چې په سېلاب کې د وژلو شویو کسانو کورنیو ته ۲۰ لکه، زخمیانو ته پینځه لکه، د چا چې کور په بشپړ ډول وران وي هغوی ته ۱۰ لکه او په جزوي ډول وران شوي کور ته درې لکه روپۍ معاوضه ورکوي. نور حال په دې راپور کې.

XS
SM
MD
LG