سراج ظهیر مشال رېډیو اسلام اباد
کله چي د يوي ژبي په ادب خبره کيږى نو لومړی د هغي ژبي د قام
تاريخي ، ټولنيز او ژبه ايز اقدارو جاج اخستل ډير مهم وي. ولي چي بي له دې د هغه قام ادبي او ژبه ايز مزاج او دغه رنګ تخليقي رجحان باندې پوهيدل ګران شي.
پښتون قام يو لرغونۍ تاريخ لري او دا ډول د دوى ژبه او ادب هم لرغونۍ دی
څيړنکار عبدالحی حبيبي د کلونو کلونو د لټون وروستو د محمد هوتک بن داود لخوا کښلي د پټې خزانې نومي نوم کتاب (۱۱۴۱ هجرى کال ) کې موندلې چې په دغه کتاب کې د ذکرشویو ۵۱ شاعرانو له ډلې څخه د هجري د دویمې پيړۍ شاعر امير کروړ ذکر د پښتو د وړومبى شاعر په توګه شوی دی.
محمد هوتک په خپل کتاب پټه خزانه کې د امير کروړ د پيژندګلو په اړه لیکي ،چې
دشيخ کټه متى زئ غوريا خيل خپل کتاب لرغونى پښتانه کې د تاريخ سورې په حواله راغلي چې امير کروړ د امير پولاد سورى زوی وو.او دی د خپلې بهادرۍ له کبله د جهان پالوان په لقب مشهور وو
محمد هوتک بن داود زياتوى چې امير کروړ ډير بهادر، تکړه او زړه ور انسان ؤو، او په خپل عهد کې یې قلعه غور، بالشتان، خيسار او د برکوشک محلونه فتح کړي وو
د اميرکروړ چې کوم نظم په پټه خزانه کې د تاريخ سورى په حواله راغلی دی په دې اړه د محمد ابن البتى د وينا مطابق اميرکروړ هغه وخت ليکلی دی چې کله هغه د عباسيانو پر ضد جنګ کې برې موندلې وو داسې جوتېږي چې هغه د بنى عباس د دور شاعر وو
او د اميرکروړ چې کوم نظم پټه خزانه کې ليک دې هغه غالباً په يو سل يو کم څلوښت هجرئ کې ليکلې شويدی .
نو د دې نظم د لوستو نه پس د پوهانو او ناقدانو رایه ده ،دا نظم چې په کومه بڼه لیکل شوی دی يا پکې کومه ژبه يا لهجه کارول شويده هغه هیڅ ً داسې نه ښکارى چې ګنې دا لومړی نظم دی ځکه چې ددې بڼه بيخي نوېده او داسې ښکاري چې له دې مخکې نظمونه ليکل شویدي .
د اميرکروړ په اړه پروفيسر ډاکټر حنيف خليل وايي د پټې خزانې او پښتنو د مالوم تاريخ مطابق اميرکروړ د پښتو لومړۍ شاعر دی ، او که داسې د پښتنو نورقلمى اثار راپيدا شي ، نور ثبوتونه او تاريخي حوالې وموندل شي نو امکان لرى چې د امير کروړ نه مخکې هم شاعران وو ، دده په خبره چې دم ګړۍ یوازې غوره تاریخ پټه خزانه ده چې پکې د امیر کروړ په اړه مالومات لرو.
د امیر کروړ نظم
زه يم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نسته
په هند و سیند په تخار او په کابل نسته
بل په زابل نسته
له ما اتل نسته
زما د تورې تر شپول لاندې دی هرات وجروم
غرج و باميان و تخار بولي نوم زما په اوروم
زه پيژندويم په روم
له ما اتل نسته
بل په زابل نسته
غشى د من مې دى بريښنا په ميرڅمنو باندې
په ژوبله يونم پر عالم په تښتيدونو باندې
په ماتيدونو باندي
له ما اتل نسته
بل په زابل نسته
خپلو وګړو لره لور او پيرزونه کوم
دوى په ډاډه نښه بامم ښه يي روزنه کوم
ښه یې روزنه کووم
له ما اتل نسته
بل په زابل نسته
په لويو غرو مې درومي نه په ځنډ او په ټال
نړۍ زما ده ، نوم مې بولي په درى ستایيوال
په ورځو شپو مياشتو کال
له ما اتل نسته
بل په زابل نسته
د ادب پوهانو ده چې د اميرکروړ د دې نظم د روانئ ، وزن ، خالص تورو ، د ساده فکر ، تشبيهاتو او استعارو نه دا مالوميږى چۍ دا نظم د پښتو شا عرۍ دارتقایي دور پرمختللی نظم دی.