په پاکستان کې دوه صحافيان بنديان دي. په رپورټ کې راغلي چې يو خبريال د ګلت بلتستان، دولت جان متال دی. هغه د بانګ سحر ورځپاڼې ايډيټر دی چې د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر کې نيول شوی. بانګ سحر د ګلګت بلتستان او خوا او شا سيمو پر سياسي چارو رپورټونه او مقالې خپرولې. پر متال تور دی چې د پاکستاني رياست خلاف ليکنې يې خپرې کړې دي. حکومت د نوموړي ورځپاڼه د هغه تر نيونې پنځه مياشتې مخکې بنده کړه.
دا هم ولولئ: اقبال خټک ته د فرانس حکومت جايزه ورکړه
د پاکستان دوهم کس چې د خبريالانو خوندي ساتلو ادارې CJP په دې رپورټ کې يې ذکر شوی، د پنجاب حافظ حسنين رضا دی. هغه د نوای وقت ورځپاڼې خبريال دی. نوموړی د ۲۰۱۶ کال په اپرېل کې خلک تشدد ته هڅولو او د ټولنې ثبات خرابولو په تور نيول شوی دی. حافظ حسنېن رضا د پنجاب په اوکاړه کې د زمکو پر جنجال د کړو رپورټونو له کبله بندي شوی او CJP ويلي پر هغه لګېدلي تورونه بې بنياده دي.
د دې ادارې مشر جويل سيمن ويلي په هيڅ يوه ټولنه کې بايد خبريال د خپل کار له وجې قېد نه شي. د هغه په وېنا کوم ملکونه چې خبريالانو زنداني کوي هغوی له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه کوي او د دې هېوادونو مخنيوی نه کول د نړيوالې ټولنې ناکامي ده.
د خبريالانو د خوندي ساتنې لپاره کارکوونکې ادارې CJP په دې رپورټ کې زياته کړې چې په ۲۶۲ قېد خبريالانو کې اکثره يې د ترهګرۍ ضد قوانينو لاندې د دروغو تورونو له کبله په جېل کې دي. په ځينو ځايونو کې خو د بنديخانو دننه حالت تر دې حده خراب دی چې پکې د پرتو خبريالانو صحت خراب شوی دی.