د پي ټي اېم یو مخکښ فعال او د علي وزير نېږدې ملګري بادشاه پشتین د اپرېل پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې وزیر "د پښتورګو، د وينې فشار او شکر (شوګر) ناروغۍ" لري او په وروستيو کې د "زړه" ناروغي هم ورته پيدا شوې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت سېکرټر وېکرم مېشري وویل، "تر هغو چې پاکستان په باوري ډول او په کلکه له پولې ها خوا د ترهګرۍ له ملاتړه لاس نه وي اخیستای، د ۱۹۶۰ز کال د اباسین د اوبو موافقه به سر له اوسه ځنډېدلې وي."
د اتحادیې مشر زېغم اختر صدیقي د اپرېل پر ۲۱مه د کراچۍ په خبريالانو مرکز کې د يوې خبري غونډې پرمهال وویل، دا هغه کسان دي چې په شخصي سکیم کې يې د حج لپاره یې پيسې جمع کړي او ټول لوازمات یې پوره کړي دي خو درخواستونه یې بيا هم رد شوي دي.
اېن ډي اېم اې ولس ته مشوره ورکړې چې اوبه ډېرې وڅښي، د غرمو په سخت لمر کې له وتلو ډډه وکړي، او د هغو کسانو ځانګړی پام وساتي چې د ګرمۍ اغېز ته ډېر حساس وي، لکه ماشومان، زاړه خلک، او هغه کسان چې له تنفسي ستونزو سره مخامخ وي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ورستنو شویو وګړو شمېر شاوخوا ۷۱،۰۰۰ ښيي. مشال راډیو په خپلواکه توګه د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو ورکړي ارقام نه شي تاییدولای.
یو اېن ایچ سي ار د اپرېل پر ۱۸مه په یو بیان کې ویلي دي چې دا مرستې به د افغان کډوالو د کاغذي کاروايي، روزنیزو پروګرامونو، روغتيا او نورو بنیادي اسانتياوو لپاره کارول کېږي.
نور وښیئ