د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر حافظ سعید درج شوې مقدمه 'عدالت نه لري'


حافظ سعید
حافظ سعید

د پاکستان پنجاب صوبې ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د حافظ سعید او د هغه د دولسو ملګرو پرضد د ترهګرو د مالي مرستو په تور کې مقدمه درج کړې ده. تر بندیز لاندې جماعت دعوه ډلې د دې مشرانو خلاف په دې مقدمه کې ځینې نور تورونه هم لګول شوي دی.

''مخکې د حافظ سعید او د دوی د ملګرو په تنظیمونو بندیزونه لګېدلي وو، خو پخپله د دوی خلاف مقدمې نه دي جوړې کړل شوي، او نه هم په دوی په پاکستان کې د کوم جرم تور لګول شوی وو چې په ترڅ کې یې د دوی خلاف عدالتي کاروايي وکړی شي.''

دا څرګندونې په اسلام اباد کې د امن مطالعاتي مرکز مشر عامر رانا له مشال راډيو سره کولې. نوموړی وايي نړیوالو تل غوښتنې کړې چې د حافظ سعید خلاف دې پاکستان مقدمې درج کړي.

ښاغلی رانا زیاتوي که څه هم د حافظ سعید خلاف له ترهګرو سره د مالي مرستو مقدمه درج شوې ده خو په پاکستان کې د دغه ډول مقدمو لپاره ځانګړي عدالتونه نشته نو دا به په راتلونکي وخت کې کتل وي چې د هغه او د ملګرو خلاف یې دا مقدمې څنګه چلېدلی شي؟

عامر رانا همداراز وویل داسې ښکاري چې په پاکستان او سیمه کې د جماعت دعوه په څېر تنظیمونو پایښت نه لري خو نوموړي وېره وښودله چې د دې تنظیمونو غړي له طالبانو او یا داعش سره ملګري کېدلی شي.

د دفاعي چارو پوه ریټایرډ برېګېډییېر سعد محمد خان بیا له مشال راډيو سره په خبرو کې هیله مندي وښودله چې د حافظ سعید او د هغه د ملګرو خلاف د دې مقدمو په ترڅ کې به نه يواځې په سیمه کې امن راشي بلکې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (ایف اې ټي ایف) له خړ فهرسته پاکستان ته د وتلو لار به هم هواره شي:

((زما په خیال دا ډیر ښه اقدام دی. چې د دوی خلاف کاروايي وشي نو دا به د ټولې سیمې لپاره د امن او تعلقاتو جوړولو (ښه کولو) یوه ذریعه جوړه شي. بله دا چې ایف اې ټي ایف به بیا په راتلونکي اکتوبر میاشت کې په پاکستان د بندیزونو په اړه غور کوي نو په دې لړ کې هم چې دا هېواد کوم مشکلات لري، په هغه کې به اساني پیدا شي.))

د یادونې ده چې تر دې وړاندې پر حافظ سعید په پاکستانيو عدالتونو کې د ممبۍ په ترهګرو بریدونو کې د لاس لرلو په تور کې مقدمه چلېدلې وه خو پکې هغه خوشې کړل شوی وو. د ۲۰۰۸م کال په هغو بریدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو چې هند یې تور د حافظ سعید په مشرۍ لشکر طیبه ډلې پورې کړی وو. په لشکر طیبه د بندیز وروسته هغه جماعت دعوه جوړ کړ او پر هغه د بندیز وروسته یې د فلاح انسانیت په نوم تنظیم له لارې خپل فعالیتونو ته دوام ورکړ.د روان کال په مارچ کې دا تنظیم هم تر بندیز لاندې راغلی دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG