ایران منلې چې دولتي ځواکونو يې "په تېروتنې" اوکراینۍ الوتکه راغورځولې.د اوکراین هوايي شرکت دغه بوینګ الوتکه د جنورۍ په اتمه نېټه له تهرانه اوکراین ته روانه وه او له امام خمیني هوايي ډګر څخه تر الوتو وروسته سمدستي راولوېده. په دغه الوتکه کې ۱۷۶ مساپر سپاره ول چې ټول وژل شوي دي.
په نړۍ کې د سورلۍ هغه ولسي الوتکې چې په تېرو څو لسيزو کې په "لوی لاس یا په تېروتنه" راغورځول شوې دي.
د ملايزيا هوايي شرکت: اېم اېچ ۱۷ مسافر وړونکې الوتکه چې له امسټرډېم څخه کولالمپور ته روانه وه د اوکراين ختیځ کېد ۲۰۱۴ م کال پر ۱۷ مه جولای راوغورځېده. په هغې کې ۲۹۸ کسان وژل شوي ول. روس په پېښه کې لاس لرل رد کړي ول خو لوېدیځ هېوادونه او پوهان د دې تور پر روس پلوو بېلتونپالو لګوي.
د سايبېريا هوايي شرکت الوتکه: د ۲۰۰۱ م کال په اکتوبر کې د اسرايل له تل ابيبه سايبيريا ته روانه وه چې د تور سمندرګي په روسيې ساحل کې راپرېوته. په هغه کې ۷۸ کسان وژل شوي وو. وروسته د اوکراين ولسمشر ومنله چې د هېواد ځواکونو يې په تېروتنه د روسيې دغه مسافر وړونکې الوتکه ويشتلې وه.
د ايران هوايي شرکت الوتکه: د ۱۹۸۸ م کال پر درېم جولای د امريکا جنګي بېړۍ په خليج پارس کې راغورځولې وه. سمندري ځواک ويلي ول دوی فکر کاو چې دا جنګي الوتکه ده، ځکه يې په تېروتنې سره وويشتله. په هغه کې ۲۹۰ کسان وژل شوي ول.
د کوريايي هوايي شرکت الوتکه: په ۱۹۸۳ م کال کې د هغه وخت د شوروي اتحاد جنګي الوتکې راغورځولې وه چې پکې ۲۶۹ کسان وژل شوي وو.دا مسافر وړونکې الوتکه د شوروي اتحاد په هوايي حدودو کې راغورځول شوې وه. شوروي اتحاد ویلي ول چې الوتکه د جاسوسۍ پر مشن وو خو امريکا دغه خبره رودي.
د ايټلي هوايي شرکت الوتکه:د ۱۹۸۰ م کال د جون په ۲۷ مه هم په ايټلي کې راغورځېدلې وه. له دې وروسته د زياتره خلکو دا نظر وو چې دغه الوتکه يوه جنګي جهاز په توغندیو ويشتلې خو دا خبره مالومه نشوه چې چا ويشتلې. البته د الوتکې ويشتو لپاره کارول شوې توغندی د پخواني شوروي اتحاد جوړ وو.
د زمباوبې هوايي شرکت الوتکې: همداراز په ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ کلونو کې د زمبابوې دوې مساپر وړونکې الوتکې ياغيانو په زمبابوې کې راغورځولې وې. په دې دواړو الوتکو کې څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي وو. په ظاهره داسې ښکارې ده چې دغه الوتکې د پخواني شوروي اتحاد په جوړو توغندیو لګېدلې وې.
د ليبيايي عرب شرکت هوايي الوتکه: د ۱۹۷۳ م کال په ۲۱ مه فرورۍ له ليبيا و قاهرې ته روانه وه چې په سېنايي سحرا له پاسه اسرايلي جنګي الوتکو وويشته. د الوتکې په ۱۱۳ مسافرو کې يوازې پينځه ژوندي پاتې شوي ول.
اسرايلي هوايي شرکت الوتکه: د ۱۹۵۵ م کال د جولای په ۲۷ مه د بلغاريه جنګي الوتکو هغه وخت وويشته چې له لندنه تل ابيب ته پر لاره وه. په دې کې سپاره ۵۸ کسان وژل شوي وو.
د فېسبوک تبصرې