د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې مظاهرې: د ځینو پوښتنو ځوابونه


د امریکا په کیلیفورنیا کې د جورج فلویډ مظاهره چیان او پر ګونډو ناست ملي ساتندویان. د جون ۲ مه ۲۰۲۰
د امریکا په کیلیفورنیا کې د جورج فلویډ مظاهره چیان او پر ګونډو ناست ملي ساتندویان. د جون ۲ مه ۲۰۲۰

په امريکا کې د پوليس لخوا د بې وسلې تور پوستي تن د وژنې خلاف پرله پسې په اتمه ورځ هم مظاهرې روانې دي. له نيويارکه نيولې بيا تر لاس اېنجلسه په لسګونو ښارونو کې ګرځبندیز لګېدلی خو بيا هم خلک مظاهرو ته وروتي دي.

په دغه هېواد کې وروستۍ بلوې او مظاهرې له هغه وروسته پيل شوي چې د مې پر ۲۵مه د مینيسوټا ریاست په مینیاپولیس ښار کې جارج فلویډ نومی یو بې وسلې تورپوستی تن د پولیس لخوا د نیولو پر مهال ووژل شو.

د يوه عيني شاهد لخوا په ټولنيزو رسنيو کې شريکه شوې ويډيو ښيي چې يو سپین پوستی پولیس ډيرېک شوون د فلویډ پر مرۍ ګونډه ږدي، چې پر ځمکه غورځول شوی دی. فلويډ وايي، ''زه سا نشم اخیستی'' خو د هغه غږ وانورېدل شو.

ډېرک شوون او درې نور پوليس چارواکي چې د فلويډ په نيولو کې ککړ وو د مینیاپولیس ښار له پوليس ځواکه ګوښه کړل.

د جون پر درېیمه، تر شون وروسته د لوی څارنوال دفتر د درو نورو پولیسانو د نیولو امر وکړ.

پر شوون د قتل تور هم لګيدلی. خو د دې باوجود د مظاهره چيانو غوسه نه ده سړه شوې او په ټول ملک کې د افريقايي- امريکايانو ټولنې پر وګړو د پوليس له لوري د زيات طاقت کارول پروړاندې لاریونونه روان دي. په پیل کې دا مظاهرې پرامنه وې خو بيا حالت له هغه وروسته خراب شول او شوکې او بلوې هغه وخت پیل شوې چې دا مظاهرې له مينياپوليس ښاره د نيويارک او واشنګټن ډي سي په ګډون لسګونه نورو ښارونو ته وغځېدلې. دې تشدد او اړۍ ګړۍ د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اړ کړ چې د پوځيانو ګومارلو دړکه يې ورکړه. نوموړي د جون په ړومبۍ وويل چې د بلوو او شوکو بندولو لپاره به ټولې پوځي او سرکاري سرچینې وکاروي.

ايا په امريکا کې د مظاهره چيانو لخوا د تشدد او اړي ګړۍ په غبرګون کې کوم حکومتي امنيتي ځواکونه ځای پر ځای کړل شوي؟

نو د دې ځواب دا دی چې د امريکا مختلفو ښارونو ميونسپل پوليس، د کاونټۍ شيرف چارواکي او رياستي پوليس سرتيري ځای پر ځای کړي دي چې دا رنګ په هېواد کې د شوکو او تشدد مخه ونيسي. د امريکا پوځ ځانګړې څانګه، ملي ساتندويان چې په امريکا کې ځايي بيړنيو حالاتو ته ځواب وايي او له هېواده بهر په جنګي مشن کې هم برخه اخلي ګومارل شوي دي. په هر ايالت کې د خپل ګورنر يا امريکايي ولسمشر په امر ملي ساتندويان (نېشنل ګارډ) ځای پر ځای کېدای شي. د امريکا ولسمشرد دې هېواد د ټولو پوځي ځواکونو سپه سالار هم وي. د امريکا قانون نافذوونکې فډرالي خفيه ادارې هم د دې هېواد په سرښار کې له سپينې ماڼۍ سره نږدې د کوڅو په بندولو کې له ملي ساتنديانو سره کار کړی. ځکه چې هلته له سپينې ماڼۍ سره نږدې ډېری مظاهره چیان راټول شوي ول. خفيه فډرالي اداره چې د کورنيو چارو وزارت لاندې کار کوي هدف یې د امريکايي ولسمشر په ګډون د دې هېواد سياسي مشرانو او د دوی کورنيو ته تحفظ ورکول دي.

د امريکا ملي ساتندويان د دې هېواد له ځواکونو سره څه توپير لري؟

د امريکا د ځمکنيو، سمندري او هوايي ځواکونو او مېرين برعکس ملي ساتنديان يه هغو سرتېرو مشتمل وي چې له سرکاري نوکریو يا په پوهنتونونو کې له زده کړو سره سره خپله پوځي تربيه هم ترلاسه کوي.

ايا امريکايي ولسمشر په امريکا کې دننه وفاقي پوځي ځواکونه د پوليس په توګه ګومارلئ شي؟

د امريکا ولسمشر په دې هېواد کې وفاقي ځواکونه ګومارلی خو دا ځواکونه تر هغو د قانون نافدولو فعاليتونه نشي ترسره کولی چې ولسمشر ورته اختيار نه وي ورکړی. د ټرمپ انتظامې امکان څرګند کړی چې کېدای شي ولسمشر د تشدد غلي کولو لپاره د بغاوت يا انسرکشن اېکټ ۱۸۰۷ وکاروي.

د امريکا دا وفاقي قانون د دې هېواد ولسمشر ته واک ورکوي چې په امريکا کې دننه د ملکي ګډوډۍ او بغاوت له منځه وړو لپاره پوځونه ځای پر ځای کړي. ناقدين وايي له دې اقدام سره کېدای شي د مظاهره چيانو او حکومتي چارواکو ترمنځ تاو تريخوالی نور هم زيات شي.

ايا د امريکا لخوا د بيړني حالت اعلانولو باجود د دې هېواد په کوڅو کې د مظاهره چيانو راغونډېدل او مظاهرې کول قانوني دي؟

نو د دې ځواب دا دی چې د امريکا ړومبې اييني ترميم د اظهار ازادۍ، رسنيو ازادۍ او مذهبي ازادۍ ته تحفظ ورکوي. او د پرامنه مظاهرو لپاره د خلکو راټولېدل د هغو اييني حق دی خو چې کله مظاهره چيان له کرښې تېر شي او په تشدد لاس پورې کړي نو بيا چارواکو ته د مداخلت کولو واک شته.

ايا په امريکا کې وروستۍ مظاهرې د نسل پر اساس دي؟

نو د دې ځواب دا دی چې په دې مظاهرو کې د ټولو نسلونو او طبقو خلکو برخه اخستې ده. په ځينو حالاتو کې ځايي پوليسو هم له پر امنه مظاهرچيانو سره په يو ځای لاريون کولو يا فلويډ ته د احترام وړاندې کولو لپاره له هغوي سره شامل شوي دي.

بله دا چې مېرنډا حقونه څه ته ويل کيږي؟

دا په ۱۹۶۶ م کال کې د امريکايي سپريم کورټ له هغه پريکړې اخستل شوي کوم چې چارواکي د دې پابند کويچې تر هغو به يو مشکوکه تن نه نيسي او نه به يې تلاشي اخلي تر څو چې په هغه لګيدلي تورونه هغهته نه وي بيان کړل شوي يا يې هغه پر دې نه وي خبر کړی چې خاموشه پاتې کېدل او ځان لپاره وکيل کول يې حق دی. په امريکا کې د فلويډ وژنې خلاف د مظاهرو پر مهال د خبريالانو په ګډون يو شمېر کسان نيول شوي دي. دوی وايي د ګرفتارولو پر وخت نيونکو چارواکو دوی له خپلو مېرنډا حقونو نه وو خبر کړي.

که همداسې وي نو کېدای شي چې په عدالت کې له حاضرېدو سره سم د يوشمېر مظاهره چيانو ضد کېسونه واپس واخستل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG