د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې خبریالانو توره ورځ لمانځلې او احتجاج یې کړی


اسلام اباد کې خبریالانو توره ورځ لمانځلې او احتجاج یې کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:14 0:00

په اسلام اباد کې ژورنالېسټانو د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې پر یوې ورځپاڼې او د هغې پر مدیرانو او خبریال د مقدمې او د برېښنايي جرمونو د مخنیوي ترمیمي قانون (پیکا) پرضد توره ورځ لمانځلې ده او د خبریالانو مرکز مخې ته یې مظاهره کړې ده. خبریالانو د اپرېل پر ۱۵مه د احتجاج پر وخت د پرېس کلب پر ودانۍ تور بیرغ هم هسک کړ. د خبریالانو نړیوال فېډرېشن وايي چې د اپرېل پر شپږمه د کشمیر حکومت پر "جمو او کشمیر" نومي ورځپاڼې د سیمې د پارلېماني امنیتي ځواک پر ضد د "ناسمو خبرونو" او "پروپیګنډې" په تورونو مقدمه دایره کړه. د کشمیر او پاکستان خبریالانو سازمانونو د ځايي حکومت دا کار غندلی او د بیان ازادۍ خلاف یې بللی دی. د جنورۍ په پای کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د پارلېمان تر منظورۍ وروسته د پیکا ترمیمي مسوده لاسلیک کړه چې ورسره سم هغه د قانون په بڼه نافذه شوه. د هغه هېواد خبریالانو، فعالانو او د حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو په قانون کې د ترمیم مخالفت کړی وو او ژورنالېسټانو یې پرضد پراخې مظاهرې وکړې. په ترمیمي قانون کې راغلي چې هر کس چې "قصداً ناسم معلومات" خپروي، "په ډاګه کوي" یا یې پرلیکه (انلاین) نورو ته "لېږدوي" او د هغو معلوماتو له وجې په ټولنه کې وېره یا ګډوډي پیدا کېږي نو عدالت ورته تر درو کلونو پورې د بند یا دوه مېلیونه روپیو او یا دواړه سزاګانې اورولای شي. خبریالانو د اپرېل پر ۱۵مه له اسلام اباد پرته په نورو ښارونو کې هم د کشمیر پر ورځپاڼې د مقدمې پر ضد مظاهرې وکړې. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG