د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له افغانستانه هند ته تلونکو لسګونو ټرکونو ته د واګې له لارې د اوښتو اجازه ورکړې ده


له هنده د واګې پر لار د غنمو لارۍ افغانستان ته روانه ده ـ انځور له ارشيفه
له هنده د واګې پر لار د غنمو لارۍ افغانستان ته روانه ده ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان حکومت هغو ۱۵۰ ټرکونو ته اجازه ورکړې ده چې له افغانستانه هند ته مالونه وړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۳۰مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د طالبانو د حکومت پر غوښتنه یې هغو ټرکونو ته اجازه ورکړې ده چې د اپريل له ۲۵مې مخکې وررسېدلي او د واګې له لارې هند ته مالونه وړي.

په بیان کې راغلي دي چې پر دغو ۱۵۰ لاریو سربیره به نورو هغسې ټرکونو ته هم د تګ اجازه ورکړل شي.

خو يو شمېر افغان سوداګرو ويلي دي چې لا هم د دوی مالونه هند ته نه دي اړول شوي.

یو افغان سوداګر حبیب الرحمان رحماني د مې پر دويمه مشال راډيو ته وويل: "درې، څلور ډوله توکي دي، ممیز دي، تور ممیز دي، ځڼغوزي دي. تقریباً زموږ ۱۰، ۱۲ موټر دي."

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان حکومت پر اعلان سربېره لا هم تر اوسه يو ګاډی د واګې له لارې هند ته نه دی پرېښوول شوی: "د پاکستان حکومت له خوا خو ویل شوي دي چې زموږ له خوا لاره خلاصه ده خو د هند حکومت تر اوسه په دې اړه هېڅ هم نه دي ویلي."

د اپرېل پر ۲۲مه د نوي دلي تر واک لاندې کشمېر کې تر خونړي برید وروسته د پاکستان او هند ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې او اړیکې زیانمنې شوې دي. د اسلام اباد او نوي دلي ترمينځ د خرابو اړیکو له امله پاکستان او هند پر واګې پوله پر تجارت بندیز لګولی دی.

د کشمير په پهلګام سيمه کې تر وسلوال بريد یوه ورځ وروسته هند د اباسین د اوبو موافقې ځنډولو او د پولې تړلو په ګډون له خپل ګاونډي سره د ډېپلوماټیکو تعلقاتو سطح ټیټه کړه.

د دې په غبرګون کې اسلام اباد هم له هند سره د ډېپلوماټیکو اړیکو کچ ټیټ کړ، ورسره یې سوداګري ودروله او د خپلې خاورې له لارې یې د هند او نورو هېوادونو تجارت هم وځنډاوه.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او هند له یو بل سره د پاکستان پر لار پر واګې سرحدي پوله د ټرانزيټي سوداګرۍ تړون لري.

د پاکستان له لارې له نورو هېوادونو سره د هند سوداګرۍ درېدو له کبله افغان سوداګر هم اغېزمنېږي. د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې د واګې بندر له تړلو سره یې صادرات (برامدات) زیانمنېږي.

بلخوا په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت يوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې ۱،۱۰۰ کانټېنرونه یې په کراچۍ او چمن کې بند پاتې دي چې له افغانستانه یې هند ته مالونه بار کړي دي.

د هغه چارواکي په وينا هند د طالبانو حکومت ته ويلي دي چې افغانان کولای شي د واګې له لارې تجارت وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او د اسلام اباد اړیکې ظاهراً غښتلې نه ښکاري ځکه چې پاکستان تور پورې کوي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې وسلوال د افغانستان له خاورې په ګټې اخیستو پر پاکستانۍ خاوره بریدونه کوي خو د طالبانو مشرانو وخت په وخت دا تورونه رد کړي دي او تل یې ویلی دي چې د هېڅ یوه ګاونډي هیواد پر ضد د افغانستان خاوره استعملېدو ته نه پرېږدي.

د دواړو لورویو ترمینځ د تعلقاتو د خرابېدو له کبله دوه اړخیزه سوداګري هم خورا اغېزمنه شوه او د افغانستان او خیبر پښتونخوا سوداګر وايي چې تر شاوخوا یوې میاشتې پورې د تورخم لارې بندېدو له وجې سوداګرو ته د شاوخوا ۵۰۰ مېلیونه امریکايي ډالرو زیان واوښت.

د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د روان ( ۲۰۲۵ز) کال د اپریل پر ۱۹مه کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو له رييس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او نورو چارواکو سره د لیدو پر مهال، د دواړو خواوو د امنیت، سوداګرۍ، ترانزیټي همکاریو او د ولسونو ترمينځ د اړیکو د پراخولو په شمول د متقابلې دلچسپۍ پر مهمو موضوعاتو نظرونه تبادله کړي ول.


XS
SM
MD
LG