د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې کوټه ګلیډیېټرز او اسلام اباد یونایټېډ یو بل ته مخامخېږي.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې د مې پر درېيمه سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.
تر دې يوه ورځ وړاندې، پېښور زلمي اسلام اباد یونایټېډ ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې د مې پر دويمه اسلام اباد یونایټېډ لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د نهو لوبغاړو په زيان ۱۴۳ منډې وکړې.
په ځواب کې پېښور زلمي لوبډلې په ۱۷م اوور کې د څلورو لوبغاړو په زيان هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.
د مې پر څلورمه لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز یو بل ته مخامخېږي.
تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې له اووه سياليو څخه پینځه ګټلې دي او په ۱۰ پواینټونو (شمېرو) پر لومړي مقام ده.
تر دې وروسته لاهور قلندرز له اتو، او کوټه ګلېډيېټرز او کراچۍ کېنګز لوبډلو بيا له اووه، اووه سياليو څخه د څلورو په ګټلو نهه، نهه پواینټه لري او د ټولو منډو د نسبتاً ښه کچ یا نېټ رن رېټ پر اساس په ترتيب سره پر دویم، درېيم او څلورم مقام دي.
پېښور زلمي له خپلو اووه څخه د درو سیالیو په ګټلو شپږ شمېرې او پينځم مقام لري.
بلخوا ملتان سلطانز لوبډلې له اتو څخه یوه سیالي ګټلې او اوسمهال د دوه پواينټه (شمېرو) په درلودو سره پر وروستي مقام ده.
د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.
د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.