د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو د ميران سيمې اوسېدونکو د تښتول شوي ښوونکي د خوشې کولو لپاره احتجاج کړی دی


د بنو په ميران سيمه کې ځايي اوسېدونکي د يو ښوونکي د تښتونې پرضد احتجاج کوي ـ د مې اتمې انځور
د بنو په ميران سيمه کې ځايي اوسېدونکي د يو ښوونکي د تښتونې پرضد احتجاج کوي ـ د مې اتمې انځور

د بنو میران سیمې اوسېدونکو له حکومته غوښتي دي چې له هغې سیمې دې یو تښتول شوی ښوونکی پيدا او خوشې کړي.

د بنو سلګونو اوسېدونکو له تېرو دوو اونيو راهيسې په ميران سيمه کې احتجاج ته دوام ورکړی دی او د مې پر اتمه هلته ځايي مشرانو يوه جرګه هم وربللې وه.

دا تر هغه وروسته ده چې ناپېژندليو وسلوالو د اپرېل پر ۲۳مه د میران د یو سرکاري سکول ښوونکی فرمان علي شاه وتښتاوه چې تر اوسه لا نه دی موندل شوی.

د میران د احتجاج کوونکو یو مشر ډاکټر پیر صاحب زمان د مې پر اتمه احتجاج کوونکو ته د وینا پر مهال وویل چې انتظامي او امنيتي چارواکي يې غږ نه اوري: "کوم خلک چې زموږ د ساتنې ذمه وار دي، هغه له موږ سره رابطه نه کوي. نن په جرګه کې دا فیصله وشوه چې حکومت ته څلور ورځې مهلت ورکوي چې د مې پر ۱۱مه به ختمېږي. که تر هغه وخته تښتول شوی استاد پيدا او راخلاص نه شو نو ټوله بنو به بندوو."

بلخوا د بنو انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) الله نواز خان د مې پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې له پرلتوالو سره یې خبرې کړې دي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی دی چې حکومت او انتظامیه خپله پوره هڅه کوی چې تښتول شوی ښوونکی پیدا او راخوشې کړي.

په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د صوبې په قبايلي او جنوبي ضلعو، کې له تېرو درو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او وسلوالې ډلې اکثر پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، فعالانو، سیاستوالانو او دیني عالمانو حملې کوي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG